د موټرو نړۍ: کاډیلاک خپل "تر ټولو چټک" موډل نندارې ته وړاندې کړ

د عکس سرچینه، Cadillac
دا اوونۍ د موټرو نړۍ او بازار کې کاډیلاک د خپل لومړني برېښنايي سپورتي موټر پرانیسته وکړه او نندارې ته یې وړاندې کړ. دغه موډل موټر د سختو لارو لپاره جوړ شوی دی.
د کاډیلاک برېښنایي سپورټ موټر
دا موټر د لایرېک تېس یوه پرمختللې بڼه ده.
کاډیلاک خپل سپورټي موټرونه د "V لړۍ" فرعي نښې لاندې جوړوي. د (وي) لړۍ تولید په ۲۰۰۳ کال کې د بي اېم ډبلیو، مرسېډس بنز او اې اېم جي ماډلونو سره د سیالۍ په موخه پیل شوه.
لایرېک وي دوه ډوله برېښنايي موټرونه لري چې له عادي بڼو یې ماشین غښتلی دی او په درې اعشاریه درېیو ثانیو کې له صفر تر ۹۶ کیلو متره لوړ سرعت سره چلیدلی شي. دا د دې شرکت تر ټولو ګړندی موټر دی چې په خپل ۱۲۳ کلن تاریخ کې یې جوړ کړی دی.
د لایرېک وي، د عادي ماډل له بڼې لږ توپیر لري، خو د هغه تور ستر ټایرونه او د مخې پنډه جالۍ یې په اسانۍ عادي بڼې بېلولی شي.
د لایرېک وي یوه ځانګړتیا د مخې پر ښیښه د معلوماتو ښودلو یو نوی سیسټم دی او دا معلومات په دوه بېلابېلو پوړونو کې ښیي.
په سټیرېنګ کې د (V) توري په بڼه یوه تڼۍ شته چې چلوونکی کولای شي په فشار ورکولو سره یې سپورټي بڼه فعاله کړي.

د عکس سرچینه، Cadillac
په دې حالت کې، موټر چلوونکی کولی شي د موټر لپاره ډیزاین شوي بېلابېل سیسټمونه تنظیم کړي. دا موډ د "سرعت وروستي حد" په نوم یو ځانګړتیا هم لري چې موټر خپل سپورټي حالت ته تنظیموي.
د لایرېک موټر په هر چارج سره تر ۴۹۰ کیلو مترو تللی شي، خو د لایرېک وي بڼې د سفر اندازه ۴۵۸ کیلو مترو ته راټیټه شوې ده. دغه راز بیه یې هم تر عادي بڼې شل زره ډالره کمه ده (یعنې ۷۹۹۰۰ ډالره) ده. دا بیه د مرسډس بنز او بي اېم ډبیلو له ورته بڼو هم ارزانه ده.
کاډیلاک اوس مهال پنځه ډوله برېښنایي موټرې لري. دا شرکت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کاله د خپلو پیټرولي ماډلونو تولید بند کړي او یوازې برېښنايي موټرونه وپلوري.
ژمني لوړ موټرونه (SUVs)
اوډي او جنسیس تېره اونۍ دوه ډوله لوړ برېښنایي SUV موټرونه نندارې ته وړاندې کړل، چې د سختو لارو لپاره جوړ شوي دي.
اوډي له خپل لوړ (SUV) څخه په اتریش کې د نړیوال سکي جام پر مهال پرده پورته کړه. دا موټر دوه برېښنايي ماشینونه لري چې ټول ۴۸۹ هارس پاوره تولیدوي.
اوډي لومړی ځل په خپلو SUV کې "پورټل اکسېل" ټیکنالوژي کارولې ده.

د عکس سرچینه، Audi
په دې ټیکنالوژۍ کې، هغه کړۍ چې ټایرونه ورسره تړلي دي، د دودیزو موټرو پرتله لوړ دی او د موټر سینې له خنډونو د تېرېدو پر مهال د زیانمنېدو احتمال لږ دی. اوډي وايي دا موټر په ۴۵ درجو کوږوالي پورته کېدلی شي. د مرسیډیز بنز (جي) لړۍ یو بل مشهور موټر دی چې د پورټل اکسېل ټیکنالوژي کاروي.
د دې اوډي بڼه له " ایکټیوسفیر" نومې مفکورې سره ورته والی لري، چې په ۲۰۲۳ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و. ایکټیوسفیر د اوډي د هغه وخت د ډیزاین مشر مارک لیچټ تر څارنې لاندې جوړ شوی و.
اوډي وايي، د دې مفکورې موخه یې د پي پي اي (PPE) وړتیاوو ښودل دي، چې د کیو۶ ای ټرون ملاتړ کوي. خو رسنیو اټکل کړی، ښايي شرکت د Q6 یو ځانګړی ماډل له ځېنو ځانګړتیاوو سره بازار ته وړاندې کړي.

د عکس سرچینه، AَUDI
کوچنی رینالټ
رینالټ د بروکسېل موټرو په نندارتون کې د خپل برېښنايي ټوینګو وروستۍ ماډله پرده پورته کړه. ټاکل شوې، دا موټر د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بازار ته وړاندې شي او بیه به یې له ۲۱ زرو ډالرو کمه وي.
د هغه موټر بڼه چې رینالټ په بروکسل کې نندارې ته وړاندې کړ، له هغه لږ څه توپیر لري چې تېر منی په پاریس کې ښودل شوی و. رینالټ په لومړي ځل د موټر دننه برخه هم وښوده.
د نوي ټوینګو داخلي فضا هم، د هغې بهرنۍ برخه په څېر، د موټر له لومړي نسله الهام اخیستل شوی، چې په ۱۹۹۲ کې یې پیل کړی و. د موټر سوېچبورډ بیضوي بڼه لري. د څوکیو ډیزاین یې هم د ۹۰ لسیزې د ټوینګو ماډلونو ته ورته دی.
ټوینګو په هغه بڼه جوړ شوی چې رینالټ د کوچنیو برېښنایي موټرو لپاره رامنځته کړی او مخکې له دې یې د ۴ او ۵م ماډولونو جوړولو لپاره کارولی دی. د موټر تخنیکي جزییات لا نه دي خپاره شوي، خو تمه کېږي چې موټر به په یو ځل چارج شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره سفر وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټوینګو ډیزاین او انجینرۍ دوه کاله وخت ونیو، چې معمولا بازار ته د نویو ماډلونو راوړلو نیمايي بلل کېږي. د رینالټ اجراییوي مشر لوکا ډیمیو په باور، د نويو ماډلونو بازار ته وړاندې کول باید ګړندي وي، چې له چینایي موټرو جوړوونکو سره سیالي وکړي، دا مهال یې د اروپا بازار ته د ننوتلو لپاره ګامونه ګړندي دي.
ټوینګو درې اصلي سیالان لري. د چینایي موټر لیپ موټور ټي ۰۳، چې په اروپا کې له سټیلانټیس سره په همکارۍ تولیدېږي او بیه یې ۱۵۰۰۰ یورو ده، چې د فرانسې حکومت ۴۰۰۰ یورو سبسایډي هم له ځان سره لري. داچیا سپرېنګ چې بیه یې ۱۷۰۰۰ یورو ده، خو دا چې په چین کې تولیدېږي، حکومتي سبسایډي نه لري.
کانو

د عکس سرچینه، Canoo
کانو، چې په امریکا کې یو نوی جوړ شوی موټر دی، د پانګونې او دولتي پور ترلاسه کولو لپاره یې هڅې ناکامې شوې او نژدې دېوالي شو.
کانو په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شو او په ۲۰۱۹ کال کې یې له دودیز ډیزاین بهر د اوو څوکیو لرونکي برېښنايي موټرو په جوړولو د خبرونو سر ټکی شو. په پیل کې یې پېرېدونکو ته د میاشتني ګډون له لارې موټر په کرایه ورکاوه، خو کانو وروسته یې په بشپړه توګه خپله تګلاره بدله کړه او پرېکړه یې وکړه، د سوداګریزو شرکتونو لپاره لارۍ جوړې کړي.
کانو په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې دوه ډوله لارۍ نندارې ته وړاندې کړې او په راتلونکو کلونو کې یې د هیونډای، د امریکا د پوستي خدماتو، ناسا، د امریکا پوځ او والمرټ سره تړونونه لاسلیک کړل، خو دغه تړونونه هم کومې پایلې ته ونه رسېدل او په فابریکو کې دا ډول ډېر موټرونه تولید نه شول.
کانو وروستی ځل په ۲۰۲۳ کال کې خپل مالي رپوټ خپور کړ، چې پکې ښودل شوي وو دغه شرکت ۸۸۶،۰۰۰ ډالر عاید کړی، چې د شرکت د یو نیم میلیارد ډالرو پور پرتله خورا لږ شمېر دی.
کانو د هغو موټرو د نويو شرکتونو له اوږده لیست سره یوځای کېږي چې په وروستیو کلونو کې دېوالي شوي دي. د ټېسلا د پام وړ بریالیتوب یو له هغو اصلي لاملونو و، چې دا شرکتونه د موټرو صنعت ته ننوتل. خو د سود بیو لوړېدل، د برېښنایي موټرو بازار کې کمښت او د چین په څېر مهمو بازارونو کې سختې سیالۍ د نوي موټر جوړوونکو لپاره شرایط خورا ستونزمن کړي دي.











