د ګاډو نړۍ؛ د هیونډای الوتونکې ټکسي الوت ته چمتو کېږي

الوتونکی ټکسی

د عکس سرچینه، HYUNDAI

د عکس تشریح، د هیونډای S-A2 د لاس ویګاس الکترونیکي محصولاتو نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو

دا اونۍ د ګاډو نړۍ کې د الوتونکې ټکسي په اړه دا خبر خپور شوی چې جوړوونکی هیونډای شرکت یې ویلي چې تر درېیو کلونو پورې به دا ټکسي بازار ته راووځي.

دا اېس یو وي چینایي ټکسي په شا کې د الوتونکي موټر ماشین لري چې د کیا په وینا د ښارونو ټرانسپورټ کې به انقلاب راولي.

هیونډای د لاس ویګاس الکترونیکي محصولاتو نندارتون کې یوه الوتونکې ټکسي نندارې ته وړاندې کړه. د کوریا موټر جوړوونکي وايي چې دوی به د S-A2 په نوم الوتونکی موټر په ۲۰۲۸ کال کې د عامه ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړي.

S-A2 د سوپرنل په نامه د هیونډای یو اړوند فرعي شرکت دی، د پروژې مشر یې جایون شین نومېږي او د هیونډای له مدیرانو یو دی او په ناسا کې کاري تجربه لري.

S-A2 اته څرخونه لري چې په بېټرۍ چلېږي او له ځمکې ۴۵۷ متره لوړه الوتنه کولی شي.

هیونډای

د عکس سرچینه، HYUNDAI

د عکس تشریح، د هیونډای الوتونکې ټکسي څلور کسان لېږدولی شي

حد اکثر سرعت یې په یوه ساعت کې له ۱۹۰ کیلومترو ډېر دی او هر ځل د ۴۰ او ۷۴ کیلومترو ترمنځ واټن وهلی شي.

هیونډای دا الوتونکې ټکسي په لنډو لارو او ښارونو کې د ګټې اخیستنې لپاره طراحي کړې ده.

د هیونډای د موټر جوړولو د طراحۍ د برخې مشر لوک دانکرولک وايي، د S-A2 په طراحۍ کې د مچۍ د سترګو له اناتومۍ او بڼې الهام اخیستل شوی او د چورلکې (هیلیکوپټر) برعکس یې وزرې ان د ظرفونو د مینځلو له ماشین لږ غږ کوي.

سوپرنل شرکت اعلان وکړ چې د S-A2 ازمېښتي الوتنې به له ۲۰۲۵ کال وروسته پیل شي او د خوندیتابه د جوازلیک له اخیستو وروسته به خپلې سوداګریزې الوتنې په ۲۰۲۸ کال کې پیل کړي.

هیونډای

د عکس سرچینه، HYUNDAI

د عکس تشریح، هیوندای S-A2 به په ۲۰۲۸ کال کې عمومي ګټې اخیستنې ته چمتو شي

هیونډای یوازېنی الوتونکی ټکسي جوړوونکی شرکت نه دی، ټویوټا، مرسیډیز بنز، فولکس واګن او ځینې نور د چین موټر جوړوونکي شرکتونه هم دې بازار ته ننوتي دي.

د ګاډو جوړوونکي تمه لري چې په راتلونکو کلونو کې به د شخصي ګاډو تقاضا راټیټه شي او د خپل عاید ډېرولو لپاره به دوی نورو لارو موندلو ته اړ شي.

د هوايي ښاري ټرانسپورټ بازار یا (Urban Air Mobility) له دغو نویو لارو څخه یوه ده. دا ټکسیان به په لویو ښارونو کې د ټرافیک لپاره یوه حل لاره وي او وړاندوېینه شوې ده چې په راتلونکو کلونو کې به یې تقاضا ډېره شي.

د امریکا څېړنیزې مورډور (Mordor) مؤسسې په ۲۰۳۶ کال کې د ښاريي هوايي ټکسیانو د بازار ارښت له ۴۵ میلیاردو ډالرو ډېر اټکل کړی دی.