هغه ګاډی چې الوځي او په الوتکه بدلېږي

د عکس سرچینه، ALEF
الېف شرکت خپل برېښنايي ماډل-اې ګاډی، چې لا هم کار پرې روان دی د لومړني ریښتیني الوتونکي موټر په توګه معرفي کړ.
دا یو داسې ګاډی دی چې تمه کېږي په عمودي بڼه تر ۱۱۰ کیلومتره الوتنې وړتیا لري.
جوړوونکی شرکت یې هیله لري په هغه بازار کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي چې اوس اېر کار او پال-وي جایروکوپټر په څېر شرکتونو نیولی دی. یادې کمپنۍ لا له وړاندې الوتونکي ګاډي جوړوي.
خو د الېف شرکت یو بنسټ اېښودونکی او اجرایوي مشر جېم دوکووني استدال کوي چې د ده په باور شته موټر په بشپړ ډول اوتونکي نه دي.
نوموړي بي بي سي ته وویل "یو الوتونکی موټر باید داسې یو ګاډی وي چې پر عادي سړکونو وچلېدلی شي، د موټرو عادي پارک کې ودرول شي او باید په عمودی شکل الوتنه هم وکړای شي. که تاسو د الوتلو لپاره هوایي ډګر ته اړتیا لرئ نو څه ستونزه مو هواره کړې؟ دا نو څه ډول الوتونکی ګاډی دی؟ "

د عکس سرچینه، ALEF
د ماډل-اې ګاډي چت داسې جوړ شوی چې له امله یې هوا د موټر دننه اته څرخونه په حرکت راولي او بیا موټر الوتلی شي.
خو د وزرونو له مرستې پرته یوازې د دې څرخونو کارولو سره هره الوتنه به بېخي ډېرې برېښنا ته اړتیا ولري.
الېف شرکت ورته په زړه پورې حل لار لري، هغه دا چې د اوږدې الوتنې لپاره ماډل-اې ګاډی په یوه الوتکه بدلېږي.
نوموړي شرکت یوه ویډیو هم جوړه کړې چې پکې ښيي دغه موټر یې څنګه په الوتکې بدلېږي.
داسې یو موټر چې هم د الوتلو او چلېدلو وړتیاوې لري په دې مانا ده چې ډېر وزن به لري او ډېره برېښنا به هم کاروي او درنې او سترې بټرۍ به لري.
له تخنیکي خنډونه یوه هم د الوتونکو ګاډو لپاره د هوايی لارو جوړول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د الوتونکو ګاډو لپاره د جواز اخیستل هم ښايي سخت وي، ډېر وخت به پرې لګېږي او ډېر لګښت به پرې راځي هغه ډول چې د الوتکو لپاره دی.
او د داسې ګاډي چلوونکی د پیلوټۍ لایسنس ته اړتیا لري.
که څه هم ښاغلی دوکووني فکر کوي چې په عمودي او ټيټې کچې الوتنې سره ښايي د ډرون لپاره کارول شوی جواز کافي وي.
نوموړی وايي چې خلک له سلو کلونو راهیسې الوتونکي ګاډي ته په تمه وو او الېف شرکت پلان لري چې دا ډول ګاډي په ۲۰۲۵ کال کې خرڅلاو ته وړاندې کړي.









