يوه هالنډي شرکت الوتونکی ګاډی جوړ کړی
الوتونکي ګاډي تر ډېره ساينسي خيال او کيسو کې يادېدل، خو فکر کوئ څومره ښايي يو وخت په کې سفر وکړو؟
يوه هالنډي شرکت چې يو چلېدونکی الوتونکی ګاډی جوړ کړی، اوس يې هيله دا ده، چې د چلن بريتانوي تنظيموونکي يې يوازې څو مياشتو کې د ګاډي دا نوې بڼه ومني او چلن ته يې لار پرانيزي.
له وړاندې یې ډېر مينه وال پېرلو ته تيار په انتظار دي. فېل مکي يې بريتانيا کې د لومړۍ بڼې نندارې ته ورغلی و.