الوتونکي موټر د دوو هوايي ډګرونو ترمنځ 'په بریالیتوب' والوت
- Author, زو کلینمان
- دنده, د ټکنالوژۍ خبریال
یوه الوتونکي موټر یا 'فلاینګ کار ' د سلواکیا نیترا او براتیسلاوا ښارونو د دوو نړیوالو هوايي ډګرونو تر منځ په بریالیتوب سره ازمایښتي الوتنه تر سره کړه.
دغه موټر چې د الوتکې او دودیز موټر تکنالوژۍ پر مټ چمتو شوی، بي ایم ډبلیو ماشین پکې ځای پر ځای شوی دی او عادي پټرول پکې کاروول کېږي.
د دې موټر موسس پروفیسر سټیفن کلین وايي، تر زر کیلومتره پورې د ۸۲۰۰ فوټه لوړوالي په اندازه الوت کولای شي او تر اوسه یې ۴۰ ساعته په هوا کې تېر کړي دي.
له موټر نه د الوتکې بڼې ته د بدلون لپاره دا ګاډی یوازې دوې دقیقې او ۱۵ ثانیې وخت ته اړتیا لري.
په موټر کې ارام هوايي سفر

د عکس سرچینه، Klein Vision
کله چې دغه موټر پر ځمکه ګرځي، د الوت لپاره پکې لګول شوې وزرې یې له دروازو سره ونغښتل شي او د عادي موټرو په څېر سفر کوي.
پروفیسر کلین د خبریالانو مخکې لومړی دغه موټر د الوتکو پر ځغاستلیکه یا رن وې وځغلاوه او وروسته یې د الوتکې په څېر عادي الوت وکړ.
نوموړي د دوشنبې پر ورځ دا یوه 'عادي ' او 'ډېره ښه ' تجربه وبلله.
په هوا کې د موټر تګ په یوه ساعت کې ۱۷۰ کیلومترو ته ورسېد. دې موټر کې دوه کسان کیناستی شي او د وزن کچه یې ۲۰۰ کیلوګرامو ته رسېږي.
خو د ډرون ټکسي برعکس دا موټر مخامخ هوا ته نه شي پورته کېدای، ځکه ځغاستلیکې ته اړتیا لري.
راتلونکي کې الوتونکو موټرو ته هیله مندي په ډېرېدو ده، ځکه په ساینس فکشن فلمونو کې د دې ډول موټرو ډېرې بېلګې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Klein Vision
۲۰۱۹ کال کې کنسلټنټ شرکت مورګن سټینلې وړاندوینه کړې چې ۲۰۴۰ کال پورې به د الوتونکو موټرو برخه کې تر ۱۵ ټریلیون ډالرو پورې پانګونه وشي.
بل لور ته د سې شنبې پر ورځ د اروپا لپاره د هونډايي موټرز اجرايي مشر مایکل کول وویل دا فکر به 'زموږ د راتلونکي برخه وي. '
الوتونکي موټر ځکه هم ډېر مهم بلل کېږي، چې پر اوسنۍ ترافیکي اډانې به فشار ورسره کم شي.










