چینايي شرکت د الوتونکي موټر د تولید حق ترلاسه کړ

د عکس سرچینه، KLEIN VISION
- Author, زويي کلینمان
- دنده, د ټېکنالوژۍ برخې ایټډیټره
یوه چینايي شرکت د الوتونکي موټر د تولید هغه ټېکنالوژي پېرلې، چې په اروپا کې ایجاد او په بریالیتوب سره وازمایل شوه.
د بي ایم ډبلیو ماشین لرونکی دغه موټر د عادي تېلو پر مټ د سلواکیا دوو هوايي ډګرونو تر منځ ۲۰۲۱ کال کې ۳۵ دقیقې الوتی و.
دغه موټر چې په دوو دقیقو کې پر الوتکه بدلېږي د الوت او کېناستو لپاره د هوايي ډګرونو عادي ځغاستلیکه یا رنوې کارولې وه.
اوس به هغه ګاډي چې د دې موټر له ډیزائن یا طرحې سره سم چمتو کېږي، د چین ''په یوه ځانګړې جغرافیايي سیمه'' کې کارول کېږي.
د هیبي جیانکشین موټر تنکالوژي شرکت چې په مرکز یې په کانګژو کې دی، په یوه نامعلومه سیمه کې د ائرکار نومې الوتکې د تولید او کارولو حقونه اخیستي دي.
د ائرکار چمتو کوونکي شرکت کلیوین ویژن شریک موسس انتون زاجاک په وینا د سلواکیا له یوه مخکیني الوتکه چمتو کوونکي شرکت وروسته اوس د چین دې شرکت د یاد الوتونکي موټر لپاره خپل هوايي ډګر چمتو کړی او دغه راز یې د چلوونکو روزنې لپاره ښوونځی هم چمتو کړی دی.
کلیوین ویژن په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې، چې د څومره پیسو بدل کې یې دا ټېکنالوژي پلورلې ده.

د عکس سرچینه، KLEIN VISION
ائرکار ته په ۲۰۲۲ کال کې د سلواکیا ټرانسپورټ ادارې له لوري د الوت جواز ورکړل شو او یوټیوبر ښاغلي بېیسټ د روان کال په لومړیو کې د یوې ویډیو له لارې نندارې ته وړاندې کړ.
د ټرانسپورټ د دې ډول پر وړاندې د اډانې څرنګوالي، مقرراتو او خلکو ته د منلو وړ کېدو برخه کې لا هم یو شمېر خنډونه شته.
د هوايي چلن څانګې کارپوه سټیو رائټ په دې هکله وايي، د داسې نوښتونو په برخه کې د لوېدیځوالو تاریخ دا دی، چې ځینې وخت پرمختګ سوکه کوي او په وینا یې ''کېدای شي چین دې ته د یوه فرصت په نظر وګوري، چې مخکې شي.''
د الیکترونیکي ګاډو په هکله هم یو مهال ورته اندېښنې وې، چې بیا یې چین په بازار کې مخکښ شو.











