خپله چلېدونکو ګاډو کې د ټلویزیون کتلو اجازه ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بريتانیا د لویو لارو په قانون کې وړاندیز شوي بدلونونه د ځان چلوونکو (self-driving) موټرو کاروونکو ته په ګاډي کې د لګېدلو تلویزیونونو د لیدلو اجازه ورکوي.
خو حکومت وايي، دغه بدلونونه به له موټرچلوونکو دا هم غواړي چې د اړتیا پر مهال د موټر د کنټرول اخیستو ته چمتو اوسي.
خو د موټر چلولو پر مهال پر مبایل بندیز پر خپل ځای دی.
په ګاډو کې د ځان چلوونې یا د سېلف ډرایوينګ ټکنالوژي ښايي لومړی په ټیټ سرعت پر لویو لارو د ګرځېدو پر مهال وکارېږي.
تر اوسه د برېتانیا پر سړکونو ځان چلوونکو یا خپله ګرځېدونکو ګاډو ته اجازه نشته، خو د دغه هېواد د ترانسپورت وزارت وايي، هغه ګاډي چې بې موټروانه ګرځېدلی شي ښايي د روان کال تر پایه چمتو شي.
تمه کېږي چې په ترافيکي قانون کې پلان شوي بدلونونه به هم د اوړي په اوږدو کې بشپړ شي.
دغه تازه زیاتونې چې د ولس له مشورو وروسته وړاندیز کېږي د ځان چلوونکو ګاډو د ټکنالوژۍ په برخه کې موقت ځان جوړوونکي او ملاتړي ګامونه بلل شوي او د دې برخې لپاره بشپړ قوانین ټاکل شوې په ۲۰۲۵ کال کې پلي شي.
په دغو قوانینو کې به دا هم راځي چې د ځان چلوونکو ګاډو کاروونکي به د ټکرونو مسؤولیت هم نه لري.
د افرادو پر ځای به د بیمې شرکتونه په ګڼو مواردو کې د ګرمو د ورکړې مسؤل وي.
حکومت تېر کال دغه وخت پر لویو لارو هغو ګاډو ته هم اجازه ورکړې وه چې په یوه لېن کې د پاتې کېدو ټېکنالوژي کاروي او په لاس د ګاډي کنټرول ته اړتیا نلري.
په یوه لېن کې د پاتې کېدو دغه اتومات ټېکنالوژي ګاډي ته د دې وړتیا ورکوي چې تر ۶۰ کېلومتره پر ساعت چټک وځغلي او د اړتیا پر مهال بېرته موټرچلوونکي ته هم کنټرول وسپاري.
د نوو لارښوونو له مخې باید د موټر چلوونکي چمتو وي چې کله غوښتنه وشي نو له اتومات سیستم څخه بېرته کنټرول په لاس کې واخیستی شي؛ د بېلګې په ډول له لویې لارې د وتلو پر مهال.
د ترانسپورت وزارت وايي اوس مهال شته ټېکنالوژي ملاتړې بڼه لري، په دې مانا چې موټرچلوونکي باید همېشه د کنټرول بېرته اخیستو ته چمتو وي.
د برېتانیا د ترانسپورت وزیرې تروډي هريسن دا د ځان چلوونکو ګاډو د خوندي معرفي کولو په لور د یوې موخې پوره کېدل بللي.
هغې ادعا کړې چې د دغو ګاډو کارېدل به د سفر ډول بدل، خوندي او ځان بسیا کړي.
د ترانسپورت وزارت اټکل کړی چې د ځان چلوونکو ګاډو جوړېدل او پرمختګ به تر ۲۰۳۵ کال پورې د برېتانیا اقتصاد ته ۴۱.۷ مېلیارد پونډه راوړي او شاوخوا ۳۸۰۰۰ نوي کاري فرصتونه به رامنځته کړي.









