تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي چارواکو خپل هېواد ته پر پاکستاني وارداتو بندیز ولګاوه
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو د وسله والو له لوري د ډزو له پېښې وروسته هند حکومت د ګاونډي پاکستان پر ضد د وروستي ګام په توګه هندي چارواکو له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی. د بي بي سي هندي څانګې د رپوټ له مخې د هند صنعت او تجارت وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ څانګې په دې هکله یوه اعلامیه خپره کړې ده. په اعلامیه کې د هند ۲۰۲۳ کال سوداګرۍ پالیسې کې یوه ماده زیاته شوې، چې پکې ویل شوي: سملاسي له پاکستانه پر راتلونکو واردیدونکو توکو یا د صادرېدونکو توکو پر مخامخ او یا غیر مستقیم راوړلو تر امر ثاني پورې بندیز لګول کېږي.
د یادونې ده، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل پر ۲۲ مه وسله والو کسانو پر ملکي خلکو ډزې وکړې، ۲۶ کسان یې ووژل، چې ډېری یې سېلانیان وو.
هند حکومت له هغې پېښې وروسته له پاکستان سره د سیندونو اوبو وېش یوه هوکړه لغو کړه، یو شمېر پاکستاني دیپلوماتانو ته یې له هېواده د وتلو امر وکړ، هند ته د تللیو پاکستانیانو ویزې یې لغو کړې او د اټارۍ- واهګه بندر لار یې وتړله.
پاکستان له هغه وروسته له هند سره شوې هوکړې لغو اعلان کړې، د هندي الوتنو پر مخ یې خپل فضايي حریم وتاړه او یو شمېر هندي دیپلوماتانو ته یې د وتلو امر وکړ.
په یوه بل تازه اقدام کې د هند چارواکو له پاکستان سره د پوستي خدمتونو لړۍ بندولو اعلان وکړ.
د هند پي ټي ای خبري اژانس پر اېکس خواله رسنۍ د اړوند ادارو له لوري یوه خپره شوې اعلامیه هم خپره کړې، چې د پوستي خدمتونو بندولو لامل په هکله څه نه دي پکې ویل شوي.
که هند د اوبو ګرځولو لپاره تاسیسات جوړ کړل، لمنځه به یې یوسو
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر هند ته خبرداری ورکړ چې که د پاکستان اوبه یې وګرځولې یا یې د هغو د مخې اړولو لپاره څه تاسیسات جوړ کړل، نو دوی به یې لمنځه یوسي.
خواجه اصف د جیو نیوز په نامه د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که هند د اوبو شریکولو له تړونه سر وغړوي، نو دا د پاکستان خلاف اقدام وګڼل شي.
هغه زیاته کړې "له سند طاس تړون څخه سرغړونه اسانه نه ده، دا به د پاکستان خلاف د جګړې اعلان وي. تېری یوازې د توپ په ګولۍ او د ټوپک په خوله نه وي، بېلابېلې بڼې لري، دا هم د تېري یوه بڼه ده. له دې [د اوبو ګرځولو له کبله] خو ولسونه له لوږې یا تندې مړه کېدای شي."
د پاکستان دفاع وزیر ویلي "که هند د داسې څه رغنیزو چارو هڅه هم وکړي، نو پاکستان به یې لمنځه یوسي."
هغه زیاته کړې "خو دمګړۍ، پاکستان د سند د اوبو له تړونه د هند د یو اړخیزې سرغړونې موضوع اړوندو محاکمو ته راجع کوي."
خواجه اصف له جیو نیوز سره په مرکه کې دا هم ویلي چې هند تر اوسه د پهلګام له برید سره د پاکستان د تړاو په هکله څه شواهد نه دي وړاندې کړي او دا چې د ده په وینا اوس په خپله بیانیه کې ایسار پاتې دی.
د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې د اپرېل میاشتې د ۲۲مې له خونړي برید را وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا اوج ته رسېدلی دی.
هند په دغه برید کې د پاکستان د ښکېلتیا ادعا کړې او لومړي وزیر یې، نرېندرا مودي خپلو ځواکونو ته په مناسب وخت او ځای کې د ځواب ویلو اجازه ورکړې.
خو پاکستان بیا وايي، که هند څه اقدام وکړي، دوی به یې بې ځوابه پرې نږدي.
له دې سره د دغو هېوادونو ترمنځ د یوې بلې جګړې د پېښېدو د احتمال اندېښنه پیدا شوې او دا اندېښنه د دې لامل شوې چې د ملګرو ملتونو او متحدو ایالتونو په ګډون بېلابېلې خواې له نويډیلي او اسلام اباده د صبر او زغم غوښتنه وکړي.
د جګړې خطر لا لمنځه نه دی تللی
د پاکستان دفاع وزیر د ترینګلتیا او د جګړې خطر په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "تر اوسه دا نه شي ویل کېدای چې د جګړې خطر لمنځه تللی یا کم شوی دی. هند په ۲۰۱۹ کال کې هم ۱۲ ورځې وروسته غبرګون ښودلی و."
خواجه اصف وویل، تېرو څو ورځو کې پر هند نړیوال فشارونه ډېر شوي دي.
هغه تور پورې کړ چې د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي دا هر څه د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره کړي دي.
د پاکستان دفاع وزیر د امریکا د مرستیال ولسمشر جیډي وېنس د دې بیان په اړه، چې ویلي یې وو هند د غبرګون حق لري او امریکا یې ملاتړ کوي، وویل: "هغه [وېنس] هند لپاره د اوړو پزې د ایښودلو لار پرانیستې پرېښې، یعنې غواړي که څه وکړي، ودې یې کړي. که هند د وړو پزې اېښودلو لپاره کوم حرکت وکړ، موږ به یې مخ ورتور کړو."
خواجه اصف دا هم ویلي چې دا ښايي د امریکا د مرستیال ولسمشر فردي څرګندونې وي، ځکه چې رسمي بیانونه د ده په وینا له سپینې ماڼۍ راځي.