هند کې یو کس چې جنسیت یې بدل کړی، ولې خپله پخوانۍ میینه وژلې؟

د عکس سرچینه، HANDOUT
د هند په چینای کې د یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د وژل کېدو زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې.
وژل شوې نجلۍ نندني نومېږي، چې د مدوري ولسوالۍ اوسېدونکې او سافټویر انجینره وه.
نندني شنبه د شپې د چینای په پونمار سیمه کې داسې مهال وموندل شوه، چې پښې او لاسونه یې تړل شوي و او سوځېدلې وه، نوموړې د سختو ټپونو له امله د یکشنبې په سهار روغتون کې ساه ورکړه.
د پولیسو پلټنو مالومه کړې، چې نندني خپل پخواني ملګري ویتریماران وژلې ده.
د پېښې په اړه ترلاسه شوي مالومات په ډاګه کوي، چې د دې وژنې لامل یو اړخیزه مینه او هغه حسادت دی چې د یوې پیغلې ژوند یې واخیست.
له وژنې وړاندې څه پېښ شوي؟
نندني سافټویر انجینره وه او د سافټویر جوړولو یوه خصوصي شرکت سره یې کار کاوه. هغه له تېرو اتو میاشتو راهیسې چینای کې اوسېده.
د سیمې خلکو نندني په یوه دښته کې سوځېدلې وموندله. له موندلو وروسته یې سملاسي روغتون ته ولېږدوله خو دا چې هغه ډېره سوځېدلې وه، ډاکټرانو و نه شوه ژغورلای.
پولیسو د پېښې له ځایه یو مبایل موندلی، او د دې قتل لامل یې د هغې پخوانی ملګری ویتریماران پېژندلی دی.
ویتریماران د ښوونځي پر مهال د پانډي مهیشوري (ښځینه جنس) په نامه پېژندل کېده، هغه د ښوونځي په دوره کې د نندني ملګری وه، خو څو کاله وروسته هغه ښوونځی پرېښود او خپل جنسیت یې هم بدل کړ.
هغه اوس ترانس جندر دی او پر خپل ځان یې ویتریماران نوم ایښی.
د پلټنو پایلې څه وې؟

د عکس سرچینه، HANDOUT
له ویتریمارانه د پولیسو پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کې د دې ناوړه پېښې تر شا لامل روښانه شو. د پولیسو په وینا، ویتریماران ادعا کوي چې هغه او نندني یو مهال پر یو بل مینان و.
پولیس وايي، ویتریماران ویلي چې اړیکه یې هغه وخت خرابه شوه چې داسې یې حس کړه نندني هڅه کوي ځان ترې لیري کړي او نورو ته نږدې کېږي.
د پولیسو خبره، ویتریماران له حسادت او د خیانت له وېرې د نندني د وژنې هڅه وکړه. نوموړي، نندني د هغې د کلیزې په پلمه لېري او ګوښې ځای ته بوتله.
پولیسو ویلي، ویتریماران د نندني سترګې، لاسونه او پښې ورتړلې وې.
پلټنو دا هم په ډاګه کړې چې، ویتریماران پر نندني بنزین اچولي او اور یې ورته کړی دی. نوموړی د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی.
پولیسو ویتریمارن نیولی او د هغې پر ضد یې د وژنې قضیه پرانیستې، په دې اړه پلټنې لا هم روانې دي.
"نارینه د ټولنیز بدلون په غبرګون کې په تاوتریخوالي لاس پورې کوي"
دې پېښې سیمه کې د خلکو غوسه راپارولې ده.
فمېنېسته نیودیتا لوئیس په دې باور ده چې"په یوه نرواکه ټولنه کې ښځې ډېر کله د خپلو غوښتنو د څرګندولو او حق غوښتنې له امله ګواښل کېږي او له تاوتریخوالي ډک چلن ورسره کېږي."
آغلې لوئیس دې ټکي ته هم اشاره کړې چې، که ښځو مالي خپلواکي ترلاسه کړي او د خپلو غوښتنو او حقونو د بیان زړه ومومي دا پر نرانو لوی ګوزار دی.
نوموړې وايي: "نارینه د خپل ځای د ساتلو لپاره د هر ډول ټولنیز بدلون په غبرګون کې تاوتریخوالي ته لار هواروي. د نندني او ویتریماران پېښه یې ستره بېلګه ده."











