هغه سړی چې خپله مېندواره ښځه یې له یوې لوړې غونډۍ راغورځولې او وژلې ده

د هغې ښځې مور چې مېړه یې سکاټلنډ کې له یوې لوړې څوکې راغورځولې او وژلې یې ده وايي، دا سړی "ډېر بې رحمه " و او نه یې غوښتل "ښځه یې ازاد ژوند وکړي"
فوزیه جاوید په ۲۰۲۱ کال کې د خپل مېړه کاشف انور له خوا ووژل شوه.
نوموړې خپله ښځه فوزیه د ایډېنبرا یوې توریستي سیمه کې له یوې لوړې غونډۍ راغورځولې وه.
د فوزیې مور یاسیمن جاوید بي بي سي نیوز نایټ سره خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، د هغې په اند د انور "خپلې ښځې خپلواک ژوند نه خوښېده."
فوزیې په پټه توګه د خپل مېړه غږ ریکارډ کړی و چې پکې وايي"د یوې بریتانوۍ ښځې په څېر چلن مه کوه."
د فوزیې مور وايي، انور له دې کبله له خپلې مېرمنې ناخوښه و، چې ۳۱ کلنه ښځه یې یوه وکیله، خپلواکه مېرمن او یوه لوستې ښځه وه.
مور یې زیاتوي:"د مېړه یې نه خوښېده چې فوزیه دې خپل غږ او خپل فکر ولري."
فوزیې په ۲۰۲۰ کال کې د ډسمبر په ۲۵مه د اسلامي مراسمو په ترڅ کې انور سره واده وکړ.
د قضیې د اورېدنې پر مهال محکمې ته ویل شوي و، چې له واده درې میاشتې وروسته انور په یوه هدیره کې وهلې او ټکولې وه چې بیا بی هوښه شوې وه.

د عکس سرچینه، POLICE SCOTLAND
له وژل کېدو وړاندې یې یو ځل د هغې پر خوله بالښت ایښی و او هڅه یې کړې وه چې ویې وژني.
کورنۍ یې محکمې ته دا هم ویلي، چې انور د خپلې مېرمنې له بانکي اکونټه ۱۲ زره پاونډه په پټه ایستلي و هغه مهال چې نوموړې هغه ویده وه.
یاسمین وايي خپلې لور ته یې ویلي و، چې انور پرېږدي خو فوزیې ورته ویلي وخت ته اړتیا لري او زیاته کړې یې وه "پخپله پوهېږي چې باید څه وکړي."
مور یې په خپلو خبرو کې ویلي "فوزیې د طلاق اخیستو لپاره وکیلانو ته ورغلې، مېړه یې ورته ویلي و چې هېڅکله به طلاق ورته ور نه کړي."
ښځې یې د خپل مېړه غږونه ثبت کړي و چې هغه یې ګواښله او دې شواهدو په ډاګه کوله چې هغې څه ډول چلند ورسره کاوه.
په یوه غږېز پیغام کې اورېدل کېږي چې فوزیه خپل خاوند ته وايي:"تا زما ژوند خراب کړ."
هغه ورته په ځواب کې وايي:"یوه خبره درته کوم، که ته دا اړیکه ختمه کړې زه به دې ژوند تباه کړم."
په یوه بل غږېز ریکارډ کې انور خپلې مېرمنې ته وايي:"پوهېږې چې څوک یې؟ ته سړی نه یې نو په خپلې خبرې عمل وکړه او سبا بېرته راستنه شه."
مېرمن یې ورته وايي:"ستا ستونزه څه ده."

د عکس سرچینه، POLICE SCOTLAND
انور په ځواب کې ورته وايي:"ستونزه زما ده؟ما مه ننګوه د بریتانوۍ ښځې په څېر چلند مه کوه."
مخکې له دې چې خاوند یې فوزیه له۵۰ فوټه لوړې یوې غونډې راوغورځوي هغې خپلو شاوخوا خلکو ته د خپل ژوند کیسې کړې وې چې څه ورسره پېښ شوي.
د روان کال اپریل میاشت کې انور د خپلې ښځې د قتل په تور په شل کاله بند محکوم شو.
ښځه یې د ۱۷ اوونیو مېندواره وه.
د فوزیې مور وايي د خپلې لور وروستۍ خبرې نه شي هېرولی چې ورته ویل یې:"زه مړه کېږم؟ ایا زما ماشوم به مړ شي؟"
نومړې زیاتوي:"دا خبرې هره ورځ زما ذهن کې دي، له درد او کړاو سره دا خبرې نه شم هېرولی"
یاسیمن نیوز نایټ ته ویلي چې کورنۍ یې احساسوي چې دوی سره انصاف نه دی شوی ځکه چې انور په زندان کې لا هم دوی ګواښي او پر دوی فشار راوړي.

د عکس سرچینه، CROWN OFFICE
هغه وايي، تر اوسه یې د لور توکي نه دي ورکړي خو د خاوند کورنۍ یې ادعا کوي چې د هغې د لور ټول توکي یې ورسپارلې دي.
یاسمین جاوید په دې باور ده چې کنټرول، رخه او پر خپلې ښځې د انور نه باور یې د لور ژوند د اخیستو اصلي لامل دی.
مور یې نیوز نایټ سره خپرو کې ویلي:"مېړه یې تل فوزیې ته ویل چې زمونږ په کورنۍ کې طلاق نشته مونږ طلاق نه اخلو که هر څه پېښ شي باید ښځه د خسر کورنۍ سره پاتې شي."
بریتانیا کې د مسلمانو ښځو د شبکې مشرې شیستا ګوهر وايي، د سویلي اسیا یو شمېر ښځې د تاوتریخوالي له امله د خپل ګډ ژوند د پای ته رسولو برخه کې ډېرو ستونزو سره مخ دي.
نوموړې وايي په داسې ټولنو کې باید د ښځو ملاتړ او عامه پوهاوي برخه کې ډېر کار وشي.
هغې زیاته کړې چې فوزیه چې د دغه بنسټ یوه فعاله غړې او تحصیل کړې ښځه وه و له خپلو حقونو هم خبره وه خو "ووژل شوه."









