تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د تېلو د لوړې بیې نوی ریکارډ
د پاکستان مالیې وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد کې یې د پېترول بیه لس روپۍ نوره هم لوړه کړې ده.
له دې سره پاکستان کې د یوه لیټر پېټرول بیه د ۲۸۲ روپیو ریکارډ کچې ته ختلې.
د پاکستان مرکزي حکومت یوازې روان کال تر دې دمه د پېترول بیه کې ټولټال ۶۷ اعشاریه ۷ روپۍ لوړوالی راوستی.
د روان کال جنورۍ کې د دغو تېلو بیه په یوه ځل په بې ساري ډول ۳۵ روپۍ لوړه شوه.
تر هغې را وروسته د روان کال فبرورۍ کې هم د پاکستان مرکزي حکومت د پېټرول د یوه لیټر بیه ۲۲ اعشاریه ۲ روپۍ لوړه کړه.
ژورنالیست شهباز رانا وايي پاکستان کې د تېل او ګاز د مقرراتو د تنظیم ادارې "اوګرا" د ډالر پر وړاندې د کلدارو د ارزښت پرېوتلو ته په کتو له ۳۰۰ روپیو د یوه لیټر پېټرول د بیې ختلو د احتمال یادونه کړې.
نوموړی زیاتوي چې ښايي د را روانې می میاشتې په لومړۍ نېټه د تېلو بیه نوره هم لوړه شي.
د پاکستان مالیې وزارت لخوا پرون شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سر له نن یکشنبې (د اپریل ۱۶مې) له دغو لس روپیو سره د یوه لیټر پېټرول نوې بیه ۲۸۲ کلدارې ټاکل شوې.
د ډیزل بیه دمګړۍ پر خپل ځای ده او لوړوالی پکې نه لیدل کېږي.
خو د خاورو تېلو بیه بیا ۵ روپۍ لوړه او ۱۸۶ اعشاریه ته رسېدلې ده.
د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار په یوه پیغام کې ویلي چې نړیوال بازار کې د تېلو بیه په تېرو ۱۵ ورځو کې ختلې ده.
هغه همدا راز د ډالر پر وړاندې د کلدارو د ارزښت پرېوتلو یادونه هم کړې.
د ۲۰۲۲ کال جولای کې په پاکستان کې د یوه لیټر پېترول بیه نږدې ۲۴۹ کلدارو ته رسېده.
دا هغه مهال د تاریخ تر ټولو لوړه بیه وه.