تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو ډالر څه باندې ۲۵۵ کلدارې؛ د پاکستان پیسو ولې ناڅاپه ارزښت بایلود؟
پاکستان کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې کمپنیو لخوا د ډالرو پر ارزښت د لګول شوي محدودیت له پورته کېدو وروسته کلدارو یوازې څو ساعتونو کې د یوه ډالر پر وړاندې نږدې ۲۵ روپۍ ارزښت بایلود.
د پنجشبنې ناوخته د رسمي کاروبار تر بندېدو پورې پاکستان کې د یو ډالر بیه ۲۵۵ اعشاریه ۴۳ کلدارو ته وختله.
دا یوه ورځ کې د ډالرو پر وړاندې د کلدارو د ارزښت د پرېوتلو نوی ریکارډ دی.
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کلدارې ارزښت داسې وخت کې پرېوځي، چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.
رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمه تر څلور میلیارد ډالرو هم راکمه شوې.
د پاکستان حکومت له دغه کړکېچه وتلو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) مرستې او همکارۍ ته سترګې پر لار دی.
خو دغه نړیوال مالي بنسټ مرستو لپاره خپل شرطونه لري.
په دغو شرطونو کې یو دا هم دی چې د پاکستان حکومت باید د ډالرو او کلدارو ارزښت طبیعي حالت ته پرېږدي او مداخله پکې ونه کړي.
اوس شنونکي وايي د ډالرو د ارزښت ناڅاپه لوړېدل ښکاروي چې پاکستان دا شرط منلی او د کلدارو د ارزښت ساتلو پالیسي یې پرېښې ده.
له دې سره هممهاله د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د دغه بنسټ یو پلاوی پاکستان ته روان دی.
ټاکلې دا سفر د جنورۍ د ۳۱ مې او د فبرورۍ د ۹مې ترمنځ وشي.
پاکستان کې د اې ایم اېف استازو ویلي د دغه سفر غوښتنه د پاکستان حکومت کړې.
ایا کلدارې به ارزښت وساتلی شي؟
د اتلانتیک شورا فکري بنسټ کې د پاکستان د نوښت مشر عزیز یونس د دې مهمې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د کلدارې ارزښت ښايي د جمعې پر ورځ نوره هم پرېوزي.
د نوموړي په وینا تر هغې چې د بانکونو او ازاد بازار د اسعارو بیو کې انډول نه وي رامنځته شوی، د ډالرو ارزښت به همداسې لوړېږي.
نوموړی زیاتوي په کومه بیه چې بانکونه خلکو ته د پیسو استول پیل کړل، هغه ښایي دوام وکړي.