تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کلدارې ارزښت کمېدل؛ ننګرهار کې د افغانۍ دودولو کیسه کومې خواته ځي ؟
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
پاکستان کې د روانې اونۍ لومړیو کې کلداره د ډالر مقابل کې ریکارډ کچې ته ټیټه شوه.
د کلدارې ارزښت تیټېدو سره پر پاکستان سربېره د افغانستان د هغو ولایتونو سوداګر هم اندېښمن کړي چې راکړه ور کړه په روپۍ کوي.
جلا اباد کې یو پلورونکی جاوید شګیوال وايي، دوی تر ډېره توکي له کابل را وړي او لږ یې له پاکستان راوړي خو ټول وسایل په افغانیو له لویو سوداګرو اخلي، مګر پلور یې په کلدارو کوي.
"افغانۍ کلدارې ته اړو، بیا توکی پلورو، دا اونۍ سل افغانۍ ۱۶۲ کلدارې وي، بلې ته ۱۷۲ شي، نو د رېټ جګېدلو یا ټیټېدلو سره زموږ ګټه کلداره وخوري".
د نوموړي په خبره، که پلور په افغانیو شي، نو که افغانۍ غورځي یا پورته کېږي، دوی ته نرخ مالوم وي او ټاکلې ګټه به کوي.
افغان سوداګر وايي، د ډالر مقابل کې د کلدارې ارزښت لوېدیدو سره افغانۍ هم پرلپسې د کلدارې په وړاندې ارزښت زیاتوي او دې چارې د دوی ورځنۍ ګټه لا کمه کړې ده.
د ذبیح الله په نوم ټوکر او کپړې پلورونکی وايي، چې افغانۍ لوړه شي، نو تاوان کوي، ځکه په افغانیو اخیستې سودا ته یې په کلدارو نرخ ټاکلی وي، خو هره ورځ خپل توکي ته د نرخ ټاکل ورته ګران وي.
" که را کړه ور کړه په افغانۍ وي، نرخ به یو وي هم به پېرونکی او هم پلورونکی په ګټه کې وي".
ننگرهار کې نږدې درې میاشتې مخکې د افغانۍ دودولو خبره ګرمه وه، هغه وخت چې زه دغه ښار ته لاړم لومړی ځل مې د دوو سوالګرو په ځولۍ کې افغانۍ نوټونه ولیدل.
اوبه مې رانیولې اول ځل یو هټیوال راته وویل چې دېرش افغانۍ او پنځوس کلدارې بیه لري.
ما فکر کاوه چې لنډ وخت کې به افغانۍ د ښار پر افتصاد وزر وغوړوي، خو تېره اونۍ چې لاړم، هلته چا افغانۍ نه یادوله.
د افغانۍ دودولو کمپاین
د کونړ پکول پلورنځي مشر احمد خان سره مې چې خبره یاده کړه، ویل یې د هغه کمپاین لومړیو کې به د ورځې د دوی نیمايي سودا افغانۍ او نیمه په کلدارو وه، خو اوس هغه حالت د خوب لیدل ویني.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی له بي بي سي سره خبرو کې مني چې څو میاشتې مخکې کمپاین سره افغانۍ دود نه شوه.
مګر زیاتوي چې د کلدارې ارزښت کمېدو سره سوداګر له پخوا لا ډېر دې ته لېوال دي چې را کړه ور کړه په افغانیو وکړي، ځکه د ده په خبره د روپۍ اوسني ارزښت کمېدو سره سوداګرو څلوېست سلنه تاوان کړی دی.
"پخوا یوازې حکومت کار کاوه، خو اوس سوداګر هم دا غواړي چې سودا په افغانۍ وپلوري".
د کلدارې ارزښت کمېدو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمېدل بل هغه چانس دی چې جلال اباد کې افغانۍ دودولو ته لار برابره کړې ده.
له پاکستان سره کمه شوې سوداګري
ننګر هار یو وخت ټول پر پاکستان جوړ توکو ډک و، خو اوس یې هټۍ له تاجکي او قزاقي اوړو، تاجکۍ لوبیا، هندۍ وریځې، د مالیزیا او دوبۍ جوړ غوړيو او نورو توکو ډک دي.
دا ډول د نارینه وو له جامو نیولې د ښځو تر کپړو پورې ډېری بازار د هندي توکو دی او پر پاکستان سربېره د هند، بنګله دېش، ایران، ترکیې او ان جرمني درمل هم پلورل کېږي.
د دې ترڅنګ جلال اباد کې د افغان ملي اردو امنیت تینګولو کې لاس هم له چارواکو سره افغانۍ دودولو کې مرسته کولی شي، خو دا به کتل شي چې افغان چارواکي له دې دریو چانسونو ګټه پورته کوي که نه.
کندهار کې افغانۍ څنګه دود شوه؟
د افغان دودولو خبره د ۲۰۱۶ کال اګسټ لومړیو کې کندهار کې پیل شوه.
د هغه وخت امنیه قومندان رازق خلکو ته خبرداری ور کړل چې تر دریو ورځو افغانۍ دود کړي.
هغه پولیس ګومارلي و چې که دوکاندار یا مشتري پر کلدارو وویني، ترې ضبط دې یې کړي.
د بي بي سي خبریال مامون دورانی وایي، پر دغه سخت چلن سربېره د افغانۍ دودولو لپاره عامه پوهای هم وشو.
همدا وجه ده چې اوس کندهار کې افغانۍ دود ده.
خو هغه مهال نوټونه دومره کم شول چې افغانۍ کندهار کې نه موندل کېده، مګر ننګرهار کې د افغانستان بانک مشر احمدزی توحيد يار وايي، چې د ورته ستونزو د مخنیوي لپاره یې د پنځو، لسو او شلو افغانیو نوټونه راوړي دي.
په کندهار کې د افغانۍ دودېدلو سره د دې کرنسۍ ارزښت د ډالر مقابل کې هم لوړ شو، ځکه چارواکي هیله من دي چې د ننګرهار کې هم د پاکستانۍ روپۍ په ځای خپلولو سره به د افغانۍ ارزښت یو څه ناڅه ټیکاو پیدا کړي او باور به یې زیات شي.