یو ډالر څه باندې ۲۵۵ کلدارې؛ د پاکستان پیسو ولې ناڅاپه ارزښت بایلود؟

PK

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې کمپنیو لخوا د ډالرو پر ارزښت د لګول شوي محدودیت له پورته کېدو وروسته کلدارو یوازې څو ساعتونو کې د یوه ډالر پر وړاندې نږدې ۲۵ روپۍ ارزښت بایلود.‌

د پنجشبنې ناوخته د رسمي کاروبار تر بندېدو پورې پاکستان کې د یو ډالر بیه ۲۵۵ اعشاریه ۴۳ کلدارو ته وختله.

دا یوه ورځ کې د ډالرو پر وړاندې د کلدارو د ارزښت د پرېوتلو نوی ریکارډ‌ دی.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کلدارې ارزښت داسې وخت کې پرېوځي، چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمه تر څلور میلیارد ډالرو هم راکمه شوې.‌

د پاکستان حکومت له دغه کړکېچه وتلو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) مرستې او همکارۍ ته سترګې پر لار دی.

خو دغه نړیوال مالي بنسټ مرستو لپاره خپل شرطونه لري.‌

PK

د عکس سرچینه، Getty Images

په دغو شرطونو کې یو دا هم دی چې د پاکستان حکومت باید د ډالرو او کلدارو ارزښت طبیعي حالت ته پرېږدي او مداخله پکې ونه کړي.

اوس شنونکي وايي د ډالرو د ارزښت ناڅاپه لوړېدل ښکاروي چې پاکستان دا شرط منلی او د کلدارو د ارزښت ساتلو پالیسي یې پرېښې ده.

له دې سره هممهاله د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د دغه بنسټ یو پلاوی پاکستان ته روان دی.

ټاکلې دا سفر د جنورۍ د ۳۱ مې او د فبرورۍ د ۹مې ترمنځ وشي.

پاکستان کې د اې ایم اېف استازو ویلي د دغه سفر غوښتنه د پاکستان حکومت کړې.

ایا کلدارې به ارزښت وساتلی شي؟

kp

د عکس سرچینه، EPA

د اتلانتیک شورا فکري بنسټ کې د پاکستان د نوښت مشر عزیز یونس د دې مهمې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د کلدارې ارزښت ښايي د جمعې پر ورځ نوره هم پرېوزي.

د نوموړي په وینا تر هغې چې د بانکونو او ازاد بازار د اسعارو بیو کې انډول نه وي رامنځته شوی، د ډالرو ارزښت به همداسې لوړېږي.

نوموړی زیاتوي په کومه بیه چې بانکونه خلکو ته د پیسو استول پیل کړل، هغه ښایي دوام وکړي.‌