د حیواناتو د ملاتړ یو بنسټ له افغانستانه درې سوه پیشوګان او سپي امریکا ته لېږدوي

پیشوګان

د عکس سرچینه، KABUL SMALL ANIMAL RESCUE

د حیواناتو د ملاتړ یوه بنسټ اعلان کړی، چې تمه ده له افغانستانه درې سوه پیشوګان او سپي امریکا ته ولېږدوي.

د "کابل کې د کوچنیو حیواناتو د ژغورنې" په نامه یو امریکايي بنسټ ویلي، د دې حیواناتو د لېږد ټول پړاوونه بشپړ شوي دي.

دې سازمان پر خپله فسبوک پاڼه د دغو حیواناتو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې، د پیشوګانو او سپیو الوتکه به په اروپا کې د خوړو ورکولو لپاره تم کېږي او له هغې وروسته به امریکا ته روانېږي.

دا حیوانات به د جون په درېیمه واشنګټن ته ورسېږي او له هغې وروسته به حیواناتو ته ځانګړي شويو پناه ځایونو کې ځای پر ځای شي.

یاد سازمان پر خپله فسبوک پاڼه همدا راز لیکلي، ډاکټرانو د دې حیواناتو اړین معاینات او واکسینونه هم کړي.

دا سازمان وايي، د دې حیواناتو د لېږد لپاره په یوه کمپاین کې شاوخوا اته سوه پنځلس زره ډالر مرسته راټوله شوې ده.

پیشوګان

د عکس سرچینه، KABUL SMALL ANIMAL RESCUE

"کابل کې د کوچنیو حیواناتو د ژغورنې" بنسټ په وېبپاڼه کې راغلي، دا بنسټ د وترنرۍ او سرپناه برابرولو مرکز دی چې اړمنو او اغېزمنو حیواناتو سره مرسته کوي. دا بنسټ کورنیو حیواناتو ته د طبي پاملرنې او سرپناه برابرولو برخه کې کار کوي.

وروستیو کلونو کې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د حیواناتو د ملاتړ ځینو بنسټونو په سلګونه کورني حیوانات له افغانستانه نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې هم په سلګونه پیشوګان او سپي له افغانستانه کاناډا ته ولېږدول شول.