شهباز شریف: 'د پولې له بلې غاړې ترهګري په هېڅ شرایطو د منلو نه ده'

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پر پاکستاني پوځیانو له ډله ییز ځانمرګي برید وروسته د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا لړ کې د پاکستان نوي لومړي وزیر د نوم له اخېستلو پرته د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی.

شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ د خپلې کابینۍ لومړۍ غونډه کې پرته له دې چې د افغانستان نوم واخلي ګوتڅنډنه کړې چې په ډاګه وايي چې د پاکستان پرضد د ګاونډي هېواد خاورې کارول ورته د زغملو نه دي.

نوموړي د ترهګرۍ خلاف د کډ کار غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده چې افغانستان کې واکمنه ډله دا وړاندیز په غور واوري.

دا څرګندونو څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې پر خوست او پکتیکا د پاکستاني له هوايي بریدونو او پر پاکستاني پوستو د طالبانو بریدونو پایله کې پر ډیورنډ لاین وضعیت ترینګلی دی. ښاغلي شریف وویل:

''د پولې له بلې غاړې ترهګري نوره نه شو زغملی، د پاکستان پولي د ترهګرۍ خلاف سره کرښه ده. ګاونډیو سره سوله کې ژوند او په سوداګرۍ او نورو برخو کې اړیکي پراخول غواړو، خو له بده مرغه که د ګاونډي هېواد خاوره د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي نو دا بیا د زغملو نه ده. دا خبره ډېره ښکاره کوو چې په هیڅ شرایطو کې له پولو تېرېدونکې ترهګري نه شو زغملی. له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کوم چې راځئ د ترهګرۍ خلاف ګډه کړنلاره جوړه کړو او په ګډه یې د له منځه وړلو لپاره صادقانه کار وکړو. زه هیله لرم چې زموږ ګاونډي هېواد کې واکمنان دا وړاندیز په غور واوري او په ګډه دې سیمه کې امنیت ټينګ کړو.''

په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني د هوايي ځواکونو له برید وروسته طالبانو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بریدونو سخته غندنه وکړه او په کابل کې یې د پاکستان سفیر هم احضار کړ.

په ځینو رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي چې میرعلي کې دتېرې اونۍ د برید مسؤولیت د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند وسله والو پر غاړه اخیستی.

پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو ډله په افغانستان کې ده او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. هغه ادعا چې افغانستان کې د طالبانو حکومت یې ردوي.

د طالبانو حکومت وايي پاکستان بریدونه د دغه هېواد امنیتي مسله ده چې په خپله یې باید هواره کړی، خو وايي دوی چمتو دي د پاکستانی طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزې حل کې مرسته وکړي.