غزه کې د اوربند خبرې؛‌ د سي‌‌ای‌اې مشر قاهره کې دی، حماس وايي په 'مثبته روحیه' خبرو کې ګډون کوي

د امریکا د مرکزي څارګر سازمان (سي‌ای‌اې) مشر ویلیم برنز په قاهره کې دی چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون منځګړتوب کې مرسته وکړي.

هغه به له مرکچیانو سره یوځای شي چې د معاملې جزئیات روښانه کړي. په دې کې په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو خوشي کول او د اسرائیلو له زندانونو د ځینو فلسطینیانو خوشي کول هم شامل دي.

حماس د جمعې په ورځ وویل چې له "مثبت روحیې" سره به په خبرو کې ګډون وکړي.

په امريکايي رسنيو کې ناتاييد شوي راپورونه ښيي چې اسرائيل حماس ته يوه اونۍ وخت ورکړی چې له اوسني وړانديز سره موافقه وکړي، که نه نو په رفح کې به خپل اوږدمهاله عمليات پيل کړي.

د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په روانو خبرو کې منځګړي وايي اسرائیلو حماس ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، چې اوربند او د یرغملو د پرېښودو شوی وړاندیز ومني ګڼې اسرائیلي ځواکونه به رفح کې پوځي عملیات وکړي.

حماس هم ددې پخلی کړی، چې نن به یې پلاوی د خبرو له پاره قاهرې ته سفر وکړي.

حماس وايي اوربند لپاره، پر شوي وړاندیز لا هم غور کوي. د یاد غورځنګ یوه لوړ پوړي چارواکي حسام بدران ویلي دوی "د اوربند وړاندیز په مثبته روحیه ارزوي".

خو نوموړي د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړی چې پر رفح د برید د خبرې له بیا بیا تکرارولو سره هڅه کوي د خبرو ناکامول ډاډمن شي.

بل لوري ته د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې مسووله کرېن ژانپېیر وايي پر اوربند د هوکړې خبره اوس پر حماس غورځنګ تړلې.

نوموړې وايي، "معامله اوس د حماس په لاس کې ده. وړاندیز ورته شوی او اړتیا ده ویې ومني. تاسو به د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکین خبرې اورېدلي وي چې ویل یې د یرغملو په تړاو هوکړې ته اړتیا ده چې اوربند ته لار پرانیزي."

حماس وايي ټاکل شوې یو پلاوی یې نن خبرو لپاره مصر ته ورشي. خو یاد غورځنګ د اسرائیلي لومړي وزیر له لوري پر رفح د برید شویو ګواښونو ته اندېښنه څرګندوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي پر رفح د شوني برید په اړه دوی له اسرائیلي چارواکو سره خبرو کې خپلې اندېښنې شریکې کړې او دا کار ته دوام ورکوي.

اغلې ژانپېیر دا هم زیاته کړې چې پر رفح د برید په تړاو د بایډن د ادارې دریځ څرګند دی او اسرائیلي چارواکو ته یې څرګنده کړې چې په رفح کې پراخ عملیات به ملکي وګړو ته د پام وړ خطر پېښ کړي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې باور څرګند کړی چې اسرائیلي چارواکي به خپلو پوځي عملیاتو کې د دوی اندېښنې په پام کې ونیسي.

وړاندې هم امریکايي چارواکو غزه تراړه کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په تړاو ظاهرا اسرائیلي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او د هغوی خوندیتابه یې ته یې د پاملرنې غوښتنه کړې، خو امریکايي چارواکو په خپله منښته کړې چې په عمل کې یې د لمس وړ پایله نه ده لېدلې.

نو اوس به وکتل شي چې اسرائیل د خپل دغه ستر ټلوال هېواد اندېښنې، رفح سره په تړاو په پام کې نیسی او که د تېر په څېر به خپل پلان هسې چې غواړي پر مخ بیايي.