د غزې ډله‌ییزو قبرونو کې د خپلوانو لټون

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وايي، په غزه کې د دوو لویو روغتونونو د ویجاړولو له کبله ډېر هیښ شوی دی. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې په دوو ځایونو کې د ډله ییزو قبرونو خبرونه خپاره شول. فلسطیني چارواکي وايي د شاوخوا ۳۰۰ کسانو مړي یې رایستلي دي. د اسرائیلو دفاعي چارواکو هغه رپوټونه بې اساسه بللي چې ګواکې اسرائیلو دغه مړي په دې قبرونو کې خښ کړي وو.