امریکا کې د غزې په ملاتړ د محصلینو احتجاجونه؛ پولیسو سلګونه احتجاجیان نیولي دي

له امریکا متحدو ایالتونو رسېدلي رپوټونه وايي، د دې هېواد په پوهنتونونو کې د غزې جګړې په تړاو د محصلینو روانو احتجاجونو لړ کې تازه، د ټکساس ایالت امنیتي ځواکونه د ډالاس پوهنتون احتجاج ځای ته ورغلي دي.

بل لور د امریکا کالفورنیا (یو سي ایل اې) پوهنتون مرستیاله مشره ماري اوساکو د پنجشنې پر شپه د دې پوهنتون په فلسطین پلوه احتجاجونو کې د ''بوږنونکي تاوتریخوالي'' حال وايي.

انلاین خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې متقابلو اسرائیل پلوه احتجاج کوونکو چې مخونه یې پټ کړي وو، پر خپلو سیالانو د کوتکو ګوزارونه کړي او د خنډونو لېرې کولو هڅه یې کوله.

یو کس چې د فلسطین بیرغ یې په ځان پورې تړلی و، په داسې حال کې لیدل شوی، چې د دواړو لوریو منځ ته د پولیسو له رسېدو مخکې پر ځمکه څملول شوی او وهل، ټکول کېږي.

هلته د ویسکانسین پوهنتون کې هم د چهارشنبې پر سهار پولیسو لسګونه احتجاج کوونکي محصلین نیولي دي او په کولمبیا پوهنتون کې لا هم د پولیسو ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي.

د کولمبیا پوهنتون یوه محصل بي بي سي ته ویلي، له احتجاجي محصلینو سره د ده په خبره د پولیسو چلن ''سخت او یرغلګرانه'' و.

بل لور په نیویارک کې چارواکي وايي، پولیسو د پنجشنبې پر شپه د همدې احتجاجونو په لړ کې له کولمبیا او د نیویارک له سټي پوهنتونونو ۳۰۰ احتجاجیان نیولي دي.

ښاروال ایریک اډمز وايي، د هغو کسانو لېرې کولو لپاره چې د ده په وینا یوه ودانۍ یې ولکه کړې وه، د کولمبیا په غوښتنه ''پراخ عملیات'' شوي دي.

نیویارک ښاروال ادعا کوي چې ''بهرني عوامل'' د محصلینو د پارېدو لامل شوي.

د نیویارک پولیسو مشر اډوارډ کابان وايي، له څو اونیو راهیسې د پوهنتون مسوولینو او احتجاجي محصلینو تر منځ مذاکرات روان وو، خو په وینا یې د ''عمومي امنیت په هکله رښتیني اندېښنې شته.''

د یادونې ده، چې د امریکا پوهنتونونو کې د غزې جګړې په تړاو احتجاجونو له هغه وروسته زور واخیست، چې محصلینو له اسرائیل سره د راکړې، ورکړې لرونکو شرکتونو سره د پرېکون غوښتنه وکړه.