د امریکا په دوو پوهنتونونو کې نژدې ۳۰۰ فلسطیني پلوه لاریونیان نیول شوي دي

د امریکا پولیسو د چارواکو تر غوښتنې وروسته د هغو کسانو د نیولو لپاره عملیات وکړل چې سوله ییز لاریون د ګډوډولو هڅې یې کولې.

د نیویارک ښاروال ادم ایریک په وینا د صهیونیستي او د اسراییل ضد چلند "پراخ"و او ټینګار کوي چې فعالین هلته "په سوله ییزه توګه د لاریون لپاره نه وو، بلکې د ګډوډۍ د رامنځته کولو هڅه یې کولې."

نوموړی وايي، تېره شپه د نیویارک په پوهنتونونو کې د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۳۰۰ کسان نیول شوي دي.

په نیویارک کې د پولیسو د ورته لاریون څخه څو ساعته وروسته په لاس انجلس کې د فلسطین پلوه لاریون کوونکو په کمپونو کې نښتې شوي دي.

د کالیفورنیا لاس انجلس (UCLA) پوهنتون مرستیالې ماري اوساکو ویلي: "نن شپه په کمپ کې د تاوتریخوالی وحشتناک عملونه پېښ شوي دي."

هغه وايي پوهنتون "سمدستي د دوه اړخیزو مرستو ملاتړ لپاره د قانون پلي کولو غوښتنه وکړه."

د نیویارک ښار پولیسو په اپر منهاټن کې د کولمبیا پوهنتون له یوې څانګې لسګونه فلسطیني پلوه لاریونیان نیولي دي.

پولیسو شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته تر هغه، د لاریون کوونکو په نیولو پیل وکړ چې دوی یوه اکاډیمیکه ودانۍ ونیوله.

لاریون کوونکو پولیسو ته "په تاسو د شرم" وي چېغې وهلې، خو پولیسو د لسګونه کسانو تر نیولو وروسته د هغوی لاسونه تړلي او بسونو ته یې پورته کړي دي.

اوسمهال هلته ارامي ده او زدکوونکو بېرته پوهنتون ته ورستنېدل پیل کړي دي.

پولیس وايي، دوی د پوهنتون ساحه او د شاوخوا دوه اوونیو زړې خېمې له لاریونیانو پاکې کړې دي.

د نیویارک پولیسو ادارې افسران د سه شنبې په شپه د زینو په کارولو د دویم پوړ کړکۍ له لارې نیول شوې ودانۍ، "هېملټن هال" ته ننوتل.

د کولمبیا ایالت چارواکو وروسته تر هغه د برید اجازه ورکړه، چې لاریون کوونکو له هغه ځایه د تللو له ټاکل شوي ضرب الاجله سرغړونه وکړه. د چارواکو په وینا وروسته له هغه چې تالار "اشغال شو، ویجاړ شو او بند شو، موږ کوم بل انتخاب نه درلود."

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، لاریونونه باید سوله ییز وي، خو "په زور د ودانیو نیول سوله ییزه چاره نه ده، دا کار سم نه دی."

کالیفورنیا پوهنتون کې تاوتریخوالی

بل پلو د کالیفورنیا په پوهنتون کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي. د رپوټونو له مخې د کالیفورنیا په پوهنتون، لاس انجلس (UCLA) کې حالت په چټکۍ بدلېږي، هلته زدکوونکو لاریونیانو په خپل انګړ کې لاریونونه پیل کړي دي.

په سیمه کې په ځايي وخت د شپې یوه بجه د مخالفو اعتراض کوونکو ډلو ترمنځ نښتې شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي اسرائیل پلوه مظاهره چیانو د شپې له خوا د فلسطیني پلوو پر کمپ برید پیل کړی دی.

خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې په کمپ کې پر خلکو توکي ورغورځوي، او اور لګوي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، ځینې لاریون کوونکي چې ماسکونه یې تړلي، په نیمه شپه کې د خنډونو د ماتولو لپاره ورغلي وو.

د کولمیبا پوهنتون چارواکو ویلي، د تاوتریخوالي وحشتناکې پېښې شوې دي.

د پوهنتون چارواکو د هغه تاوتریخوالی په اړه تبصره کړې چې په دغه پوهنتون کې رامنځته شوی او ویلي یې دي، د قانون پلي کولو غوښتنه شوې.

"نن شپه په کمپ کې د تاوتریخوالي وحشتناکې پېښې شوې دي، موږ سملاسې د دوه اړخېزو مرستو د ملاتړ لپاره د قانون پلي کونکي غږ وکړ."

د امریکا په یو شمېر نورو پوهنتونونو کې هم د لاریون کوونکو د نیولو خبرونه ورکول شوي دي.

د امریکا پوهنتونونو کې له شاوخوا دوو اونیو راهیسېپراخ لاریونونه پیل شوي، دوی له هغو شرکتونو او اشخاصو سره د پرېکون غوښتنه کوي چې په غزه کې د جګړې پرمهال له اسرائیلو سره اړیکې لري. دغه لاریونونه ډېر ژر نورو پوهنتونونو ته خپاره شول.