د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازي له بریتانوي او ایراني استازو سره پر افغانستان غږېدلی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشېف د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانیا له ځانګړي استازي انډريو مک کابري سره په قطر کې د افغانستان په اړه پر را روانه غونډه خبرې کړې.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو دغه غونډه د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې ترسره شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویناپاڼې له مخې دواړو استازو دا غونډه د افغانستان د ټیکاو لپاره د نړيوالې ټولنې د اغېزناکو لارو چارو د موندلو هڅو همغږۍ ته مهمه بللې ده.

ښاغلي اېرګاشېف د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې. دوی دواړه په افغانستان کې پر حالت او هلته د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر همغږي کولو غږېدلي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ليکلي چې دواړو په افغانستان کې د بشري ناورین د حل او هلته د سوله‌ييز پرمختګ هڅولو کې هم لېوالتیا ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو لخوا پر افغانستان د ځانګړو استازو په کابل کې د سیمه‌ييزې همکارۍ د نوښت په نامه غونډې مهم ټکی هم و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، تمه لري چې په هغه غونډه کې به د دوی د حکومت دریځ په پام کې ونیول شي او له ګډونوالو يې غوښتي وو چې دوحې غونډې ته د افغانستان اوسني واقعیتونه ور ورسوي.

هغه ټینګار کړی و چې حکومت یې د سیمې او نړۍ د اندېښنو ځواب ویلی شي او دغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي اړتیا نشته.

په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د رپوټ پر هغو سپارښتنو هم خبرې کېږي چې د نورو ټکو تر څنګ په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره هم د ځینو ګامونو غوښتنه کوي.

په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي، د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي. خو د روسیې او چین استازو هماغه مهال هم په یو اړخیز ډول د ورته ځانګړي استازي ګومارل بې ګټې بللي وو.