د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازي له بریتانوي او ایراني استازو سره پر افغانستان غږېدلی

د عکس سرچینه، @uzbekmfa
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشېف د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانیا له ځانګړي استازي انډريو مک کابري سره په قطر کې د افغانستان په اړه پر را روانه غونډه خبرې کړې.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو دغه غونډه د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې ترسره شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویناپاڼې له مخې دواړو استازو دا غونډه د افغانستان د ټیکاو لپاره د نړيوالې ټولنې د اغېزناکو لارو چارو د موندلو هڅو همغږۍ ته مهمه بللې ده.
ښاغلي اېرګاشېف د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې. دوی دواړه په افغانستان کې پر حالت او هلته د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر همغږي کولو غږېدلي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ليکلي چې دواړو په افغانستان کې د بشري ناورین د حل او هلته د سولهييز پرمختګ هڅولو کې هم لېوالتیا ښودلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ملګرو ملتونو لخوا پر افغانستان د ځانګړو استازو په کابل کې د سیمهييزې همکارۍ د نوښت په نامه غونډې مهم ټکی هم و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، تمه لري چې په هغه غونډه کې به د دوی د حکومت دریځ په پام کې ونیول شي او له ګډونوالو يې غوښتي وو چې دوحې غونډې ته د افغانستان اوسني واقعیتونه ور ورسوي.
هغه ټینګار کړی و چې حکومت یې د سیمې او نړۍ د اندېښنو ځواب ویلی شي او دغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي اړتیا نشته.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د رپوټ پر هغو سپارښتنو هم خبرې کېږي چې د نورو ټکو تر څنګ په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره هم د ځینو ګامونو غوښتنه کوي.
په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي، د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي. خو د روسیې او چین استازو هماغه مهال هم په یو اړخیز ډول د ورته ځانګړي استازي ګومارل بې ګټې بللي وو.











