د افغانستان په اړه د دوحې له ناستې مخکې کابل کې د سیمې د هېوادونو د استازو غونډه

د عکس سرچینه، MFA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په پام کې ده چې نن (دوشنبه) د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب کابل کې د چین، ایران، پاکستان او روسیې په ګډون د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو استازي د افغانستان او د سیمهییزې همکارۍ ابتکار په ناسته کې ګډون وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل پر ټوېټر لیکلي: "په پام کې ده چې سبا د ۱۴۴۵ هـق کال د رجب المرجب په ۱۷مه چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو د ځانګړو استازواو سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار د ناستې کوربه وي".
په ورته وخت کې بیجېنګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا د چارو له مرستیال مایو مینګ سره د دوشنبې ورځې د ناستې په اړه خبرې کړې او دا یې په کابل کې د د تماس د سیمهییزې ډلې د غړو هېوادونو د ابتکار لومړنۍ ناسته بللې ده.
د طالبانو حکومت وايي، "په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمهییز روایت پر ایجاد او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشي".
ضیا تکل وايي، "د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقهمحور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمهییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي".
دا ناسته په دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه له یوې بلې ناستې مخکې جوړه شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وړاندې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټینفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي وو، د افغان ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې استازي به هم په دې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه ولري:
"دا د افغانستان لپاره د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د استازو تعقیبي غونډه ده. ټول هلته راټولیږي، ښکاره خبره ده دې غونډه کې زموږ رول مهم دی. د دې غونډې د یوې برخې په توګه به له ځانګړو استازو سره ګډه غونډه وي، په دې ډله کې به د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي ه وي. د غونډې په رانږدې کېدو سره به زه په دې اړه نور معلومات شریک کړم".
هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې څو تنه استازي له افغانستانه بهر او که د باندې به دغې غونډې ته بلل کېږي. ملګرو ملتونو دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د بشري حقونو د څار بنسټ غوښتنه وکړه چې د دوحې غونډه کې دې دافغان مېرمنو استازي وبلل شي.
طالب چارواکو هم ویلي چې دوحې غونډه کې د ګډون لپاره د دوی د حکومت استازي بلل شوي، خو د ملګرو ملتونو ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا غونډه وروسته له هغه جوړیږي چې د ملګرو ملتونو له خوا ګومارل پخواني ترکي ډيپلومات فریدون سینیر اوغلو د افغانستان په اړه ارزونې رپوټ کې سپارښتنه وکړه چې افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره ځینو ګامونو ته اړتیا ده.
د رپوټ په یوه برخه کې د طالبانو له حکومت سره اړیکو عادي کولو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د نړیوالو ژمنو په ترسره کولو، د افغان ترمنځ خبرو او ټول ګډوني حکومت په رامنځته کېدو سره د اړیکو د عادي کېدو او نړیوال سیسټم د غړي په توګه د افغانستان شاملېدل ممکن کېدای شي.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښاغلي سینیر اوغلو د سپارښتنو پام کې نیولو سره د طالبانوله حکومت سره د ښکیلتیا د څرنګوالي په اړه د رایو په اکثریت پرېکړه لیک صادر کړ.
پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي.
پرېکړه لیک نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره د یوې لار نقشې پر جوړولو او د وړاندې شویو سپارښتنو د تعقیب لپاره د نظارت پر میکانیزم ټينګار کړی.
طالبانو د افغانستان لپاره دنوي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی، چین او روسیې هم چې یادې پرېکړې ته یې ته د تایید رایه نه ورکړې هم غبرګون وښود.











