متقي: نه غواړو چې د سیمې هېڅ هېواد بې ثباته شي

د عکس سرچینه، IRNA
په کابل کې د سیمهیيزې همکارۍ نوښت په نامه غونډه چې د روسیې، چین او ایران ځانګړو استازو او د پاکستان د سفارت شارژدافیر پکې ګډون درلود د هغه څه له امله چې د هوا خرابوالی وبلل شو، په څو ساعته ځنډ پیل شوه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په سیمهييزو موخو د ورټول یوه روایت رامنځته کېدل، د دوی له حکومت سره د مثبت او په سیمه کې د شته ګواښونو خلاف یوه تعامل رامنځته کېدل او د سیمې او افغانستان په اړه د یو اړخیزو بندیزونو لګېدو پر خلاف غږ اوچتول د دې غونډې له مهمو موخو وبلل.
هغه دغه راز د حکومت ځايي یا بومي ډولونو ته د درناوي رامنځته کېدل هم د دغې غونډې له غوښتنو وبللې.
ښاغلي متقي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، د دوحې هغې غونډې ته چې ټاکل شوې د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه نېټه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شي هم د افغانستان اوسني واقعیتونه ور ورسوي. هغه ټینګار وکړ "باید زموږ افغانانو انتخاب ته درناوی وشي".

د عکس سرچینه، MFA
د هغه په ټکو "د دې پر ځای چې د حکومتولۍ نسخې وړاندې شي او د نظام په ډول ګوته کېښودل شي، ښه ده چې په ګډو ګټو تعامل وشي".
نوموړی وايي "افغانستان د داسې هېواد په توګه چې له اوږدې تپل شوې جګړې تېر شوی او سولې، امنیت او ثبات ته رسېدلی د یوناما په شتون کې بل ځانګړي استازي یا بل ماموریت ته اړتیا نه لري. بلکه همدا حکومت چمتو دی او د دې وړتیا هم لري چې پر ګډو مسئلو او له سیمهييزو او نړیوالو لورو سره د اندېښنو پر سر خبرې وکړي. له اوسنیو ګډونوالو هم غواړو چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ننني افغانستان عيني واقعیتونه لیرې لورو ته ور واوروي، چې په واقعبینانه، معقول او افغانستان ته د منلو وړ ډول رغندې همکارۍ او تعامل وکړي."
د ښاغلي متقي په وینا، حکومت يې له ټولو لورو سره د سم چلند غوښتنه کوي او باید د افغانستان د ستونزو لپاره د بومي یا ځايي حللارو زمینه برابره شي.
ښاغلي متقي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او مسکو فارمټ په څېر د سیمهييزې همکارۍ غونډې هم د یوې اجماع د جوړېدو لپاره اړینې وبللې.
دا غونډه په دوحه کې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې په درشل کې جوړېږي. په هغه غونډه کې به د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي فریدون سینیر اوغلو د رپوټ پر هغو سپارښتنو هم خبرې کېږي چې د نورو ټکو تر څنګ په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره هم د ځینو ګامونو غوښتنه کوي.

د عکس سرچینه، HAFIZZIAAHMAD1
د هغه رپوټ په یوه برخه کې د طالبانو له حکومت سره اړیکو عادي کولو یادونه هم شوې او ویل شوي، د نړیوالو ژمنو په ترسره کولو، د افغانانو ترمنځ خبرو او ټول ګډوني حکومت په رامنځته کېدو سره د اړیکو د عادي کېدلو او د نړیوال سیسټم د غړي په توګه د افغانستان شاملېدل ممکن کېدای شي.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښاغلي سینیر اوغلو د سپارښتنو پام کې نیولو سره د طالبانوله حکومت سره د ښکېلتیا د څرنګوالي په اړه د رایو په اکثریت یو پرېکړه لیک صادر کړ.
په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي، د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي. خو د روسیې او چین استازو هماغه مهال هم په یو اړخیز ډول د ورته ځانګړي استازي ګومارل بې ګټې بللي وو.











