د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان ګډه غونډه جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د دغه هېواد تاس خبري آژانس ته ویلي چې روسیه، چین، ایران او پاکستان د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه پر افغانستان خپلې څلور اړخیزې غونډې ته چمتو شوي.
هغه ویلي چې غونډه حتمن کېږي؛ خو ځای او وخت وروسته اعلانوي. نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان او ایران په اړیکو کې وروستۍ ستونزې د دغې غونډې پر چمتووالي اغېز نه کوي او په دې اړه کومه اندېښنه هم نه لري.
د ښاغلي کابلوف په وینا د دې غونډې اجنډا له اوسنیو افغان واکمنانو سره د یوه ټولګډوني حکومت د جوړولو او له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې دي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې غونډه کې د وربلل کېدو یا نه وربلل کېدو او یا هم د دغې غونډې په اړه د خپل دریځ په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په ورته غونډو کې د خپلو استازو د ګډون غوښتنه کړې.
له دې سره جوخت يې د روسیې او ایران په څېر هېوادونو هغو غوښتنو ته هم جدي غبرګون ښودلی چې د ټولګډوني حکومت په اړه يې ترې کړې.
طالب چارواکو همدا تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې په افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې وه، ویلي وو چې حکومت یې ټولګډونی او ځواب ویونکی دی.
ښاغلي لاوروف ویلي وو چې د رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې طالبان نه یوازې له قومي اړخه بلکې له سیاسي اړخه هم ټولګډونی حکومت جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې وه، د نورو قومونو کوم کسان چې د طالبانو په حکومت کې شته، هغه هم له فکري پلوه طالبان دي او زیاته کړې یې وه، له همدې امله موږ طالبانو ته وړاندیز کوو چې نورو سیاسي څېرو ته هم پخپل حکومت کې ځای ور کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي راډیو تلویزیون سره خبرو کې ویلي وو چې بهرني هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده، چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نسبتا ښې اړیکې لرلي او دواړه هېوادونه پخپلو کې ډیپلوماټیکې اړیکې لري.
د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازو له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه غونډې کړې.
په تېر پسرلي کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې هم په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د دوی په ټکو افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو خطر بللی و.
دوی له طالبانو غوښتي وو چې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په ګډون حکومت جوړ کړي او پر ښځو او لږه کیو د خپلو لګولو محدودیتونو په ګډون ځپونکي سیاستونه خوا ته کړي.
د دې غونډې تر څنګ د مسکو فارمټ په نامه د غونډو بله لړۍ هم پر افغانستان تمرکز لري چې په وروستۍ غونډه کې يې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو استازو ګډون کړی و. په هغې غونډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم ګډون کړی و.
په ورته مهال ټاکل شوې چې را روانه ميلادي میاشت کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور د ملګرو ملتونو دویمه غونډه هم په قطر کې جوړه شي.
د دغو استازو تېرې غونډې ته د طالبانوحکومت څوک نه وو وربلل شوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر تېره اوونۍ غوښتنه کړې وه چې د دوی استازي دي هم راتلونکې ناستې ته ور وغوښتل شي خو تر اوسه روښانه نه ده چې په دې اړه څه پرېکړه کېږي.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دې غونډو موخه دا بلل شوې چې د سیمې هېوادونه او نړۍ د افغانستان په اړه یو لیدلوری پيدا کړي.











