سنګاپور په ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه اعدام کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
چارواکي وايي سنګاپور له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره یوه ښځه اعدام کړه.
۴۵ کلنه ینګاپورۍ سریدوي دجاماني د ۳۰ هیرویینو د قاچاق په تور محکومه شوې وه.
نوموړې په روانه اونۍ کې له ملګري او سنګاپوري وګړي محمد عزیز بن حسین وروسته د مخدره توکو دویمه محکومه ده.
سنګاپور په نړۍ کې د نشهيي توکو پر وړاندې تر ټولو سخت قوانین لري چې د ټولنې د خوندیتابه لپاره اړي دي.
د سنګاپور قانون دا په ډاګه کوي هر هغه څوک چې له ۵۰۰ ګرامو ډېر چرس یا ۱۵ ګرمه هیرویین قاچاق کړي، د مرګ سزا ورکول کېږي.
د سنګاپور له مخدره موادو سره د مبارزې مرکزي ادارې په یوه بیان کې ویلي، سریدوي چې د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۶مه په اعدام محکومه شوې وه، د قانون له مخې "بشپړ قانوني بهیر" په پام کې ورته نیول شوی و.
د ښار عالي محکمې د تېر کال اکتوبر پر شپمه د هغې د محکومیت پرضد د استیناف غوښتنه رد کړه. چارواکو وویل د ولسمشر د بښنې غوښتنه هم ناکامه وه.
د هغې اعدام یوازې دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې په ۲۰۱۷ کې د ۵۰ ګرامو هیرویینو د قاچاق په تور محکوم شوی عزیز د چارشنبې په ورځ اعدام شو.
په اپرېل میاشت کې، یو بل سینګاپوری تانګاراجو وسپیا د ۱ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور اعدام شو، داسې چې هغه هېڅکله لاس نه دی ور وړی.
چارواکو ویلي، هغه یې د ګرځنده ټیلیفون له لارې همغږي کړې ده.
بریتانوي میلیاردر سر ریچرډ برانسن د سنګاپور د اعدامونو له امله نیوکه کړې او وايي چې د اعدام سزا د جرمونو مخنیوی نه دی.
ښاغلي برانسن د پنجشنبې په ورځ پر ټویټر ولیکل: "د نشهيي توکو کوچني قاچاقبران مرستې ته اړتیا لري، ځکه چې ډېری یې د دوی د شرایطو له امله ځورول کېږي."
سیمه ییزو رسنیو ویلي، سریدوي د خپلې محاکمې په جریان کې شاهدي ورکړه چې هغې د "اسلامي روژې" په میاشت کې د شخصي استعمال لپاره هیرویین زېرمه کول.
قاضي کې اوون په یوه یادښت کې وویل، په داسې حال کې چې هغې له خپله کوره د هیرویینو او میتامفیتامین په څېر د مخدره موادو له پلورلو انکار نه دی کړی، هغې د دې فعالیتونو کچه ټیټه کړه.
چارواکي استدلال کوي چې د نشه يي توکو سختو قوانینو سنګاپور په نړۍ کې د یو تر ټولو خوندي ځای په توګه ساتلو کې مرسته کړې او د نشه يي توکو جرمونو لپاره د اعدام سزا پراخه عام ملاتړ ترلاسه کوي.
خو د مرګ سزا ضد مدافعین له دې سره مخالفت کوي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د چین، ایران او سعودي عربستان سربېره، سنګاپور یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې د مخدره توکو اړوند اعدامونه ترسره کوي.











