شري لنکا د اعدام لپاره دوه جلادان ګوماري

لاریونیانو د جمعې په ورځ د اعدام د حکم پرضد اعتراض وکړ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریونیانو د جمعې په ورځ د اعدام د حکم پرضد اعتراض وکړ

بالاخره تر ۴۳ کلن ځنډ وروسته شري لنکا د نشه يي توکو په جرم د څلورو کسانو د اعدامولو لپاره د دوو جلادانو د ګومارلو اعلان کړی. تر اوسه څه باندې ۱۰۰ کسانو، چې دوه پکې امریکایان دي، جلادۍ ته درخواست کړی.

ددغو څلورو تورنو کسانو د اعدامولو حکم د دغه هېواد ولسمشر ورکړی دی.

له ۱۹۷۶ کال راهیسې شري لانکا د اعدام هېڅ کوم حکم نه دی عملي کړی.

په تېره فبرورۍ میاشت کې د دغو کسانو د اعدامولو لپاره د دوو جلادانو د موندلو اعلان وشو.

د جلاد لپاره شرط دا دی چې د شري لنکا وګړی وي، سړی وي، عمر یې د ۱۸ او ۴۵ کلونو ترمنځ وي او قوي شخصیت ولري.

د رپوټونو له مخې، د اعدام دغه حکم او جلادۍ ته تر ۱۰۰ ډېرو کسانو درخواست کړی.

د شري لنکا 'ډیلي نیوز' ورځپاڼې ویلي، جلادۍ ته په درخواست ورکوونکو کې دوه امریکایان او دوې ښځې هم دي.

د دغه هېواد د زندانونو د چارو ویاند ویلي، دولت په شرطونو برابر کسان ګوماري چې لا له وړاندې یې سم ورزوي.

لاریونیانو په شري لنکا کې د اعدام پر حکم اعتراض کړی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریونیانو په شري لنکا کې د اعدام پر حکم اعتراض کړی

په شري لنکا کې په جنسي تېري مجرم پېژندل شوي، د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل کسان د اعدام له سزا سره مخامخېږي.

د شري لنکا ولسمشر مایتریپالا سیریسنا ویليو د اعدام د حکم بیا پیلول د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په پار بېرته پیل شوی.

ښاغلي سیریسنا ویلي: "ما د څلورو کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړ. د دوی نومونه مو اعلان کړل چې زندانونو ته نارامي سر ونه کړي".

شري لنکا وايي، په دې هېواد کې په نشه يي توکو شاوخوا ۲۰۰ زره کسان روږدي دي او ۶۰ سلنه بندیان د نشه يي توکو په تړاو زنداني شوي.

فرانسې، بریتانیا او ناروې هم د اروپايي ټولنې سربېره د شري لنکا د ولسمشر دغه پرېکړه غندلې ده.