سنګاپور کې ۲۰ کاله وروسته یوې ښځې ته د اعدام سزا ورکول کېږي
- Author, نکولاس یونګ
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
سنګاپور کې د بشري حقونو فعالان وايي، په دې هېواد کې تېرو ۲۰ کلونو کې لومړی ځل یوه ښځه اعدامېږي. د سنګاپور اوسېدونکې ۴۵ کلنه ساري دېوي جماني په ۲۰۱۸ کال د ۳۰ ګرامه نشه يي توکو هیروینو قاچاق مجرمه ثابته شوه.
دا له یوه سنګاپوري محمد عزیز بن حسین وروسته دویم او له تېر مارچ راهیسې پنځلسم کس ده، چې په تېرو دریو ورځو کې د نشه يي توکو قاچاق په جرم اعدامېږي.
سنګاپور د مخدره توکو ضد مبارزې لړ کې د نړۍ له خورا سختو قوانینو یو لري، چې د چارواکو په وینا د ټولنې ساتنې لپاره اړین دي.
عزیز د پنځوس ګرامه هیروینو په جرم اعدام شو. د سنګاپور قوانینو له مخې تر ۱۵ ګرامه د زیاتو هیروینو او دغه راز ۵۰۰ ګرامو د زیاتو چرسو قاچاق داسې جرم دی، چې د قانون له مخې د اعدام سزا ورکول کېدای شي.
تېره اپریل میاشت کې تانګاراجو سوفیها نومی سړی د یوه کیلو داسې چرسو په تور اعدام شو، چې ده لاس هم نه و وروړی. د چارواکو په وینا هغه سړي د موبايل ټیلفون له لارې د دې مخدره توکو خرڅلاو ته لار هواره کړې وه.
په سنګاپور کې د مخدره موادو مخنیوي ادارې (سي این بي) د مېرمن جماني د قضیې په هکله د بي بي سي پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
خو له دې مخکې د ښاغلي عزیز د قضیې په هکله دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د عفوې غوښتنې درخواستونه رد شوي وو او ''د بشپړ بهیر له ترسره کېدو وروسته'' سزا ورکړل شوه.
بریتانوي میلیاردر سر ریچارډ برانسون پر سنګاپور چارواکو نیوکه کړې او په وینا یې د اعدام سزا د جرائمو مخنیوي نه کوي.
نوموړی وايي، ''په لږ کچه د مخدره توکو قاچاق کوونکي مرستې ته اړتیا لري، ځکه دوی د خپلو شاوخوا شرایطو له کبله تر فشار لاندې وي.''
د هغه په خبره اوس هم ناوخته نه ده، چې د ساري دېوې د اعدام مخه ونیول شي.











