هغه راهبه چې ۴۰ کاله یې بندیان تر دار ورسول

د عکس سرچینه، JOSEPH NAIR FOR THE BBC
په ۱۹۸۱ کال، په سنګاپور کې کاتولیکې راهبې په اعدام له محکومې یوې بندۍ سره پیغامونه لاس په لاس کړل، چې دې کار ټیک ۷ کاله دوام وکړ.
راهبه جيرارد فيرنانديز او بندۍ تان مویچو ده، چې مخکې له راهبانو سره زدکوونکې راهبه وه، خو په هېواد کې د تر ټولو لوی او "وحشيانه" جرم له کبله په اعدام محکومه شوې ده.
راهبه یې د کاترین او "خوږې، ساده ماشومې" په نامه راپېژني، چې د یوې مذهبي کورنۍ غړې ده او د کلیوالې سیمې یوه ښوونځي ته تلله.
تان او مېړه یې ادریان لیم او د هغه معشوقه کاه هونګ د دوو کوچنیو ماشومانو په وژنه تورن شوي.
۸۱ کلنه راهبه وايي: "ډېره لویه ګناه یې وکړه، کله مې چې خبر واورېد ډېره اندېښمنه شوم، خو هغه مې باید لیدلې وای."
د تېرو څو کلونو په درشل کې، جیرارد زندان ته د تان لیدو ته ورتله او تر ډېره به یې له هغې سره اوږدې شپې په عبادت تېرولې.
جیرارد وايي: "زه د کترین ملاتړې وم، هغې هرڅه راته ویل، همدا وه چې له ذهني اسارته خلاصه شوه."
وروستۍ ورځ
راهبه د ۱۹۸۸ کال د نومبر پر ۲۵مه (د بندۍ د اعدام تر ورځې) له هغې سره وه.
دا وايي: "په زندان کې هر څوک د با شرفه مرګ حق لري، که هر ډول ګناه یې کړې وي."
هغه زیاتوي: "تان په وروستۍ ورځ ژیړ کمیس اغوستی او مناسب بوټ یې په پښو کړي وو، هغه ډېره ارامه وه، لاس نیولې مې د زندان دار ته ورسوله."
راهبې د تان خوښه دا زمزمه تکراروله: "ته څومره لویه یې" او د اعدام خونې ته دواړې ننوتې.
راهبه وايي: "ورته کتل مې چې دار ته په زینو ختله، د هغې د بوټانو غږ مې اورېده، هغه مهال پوه شوم چې نوره را سره نه شته."
۴۰ کاله د دار په لور

د عکس سرچینه، SISTER GERARD FERNANDEZ
شانګي زندان، چې تان پکې اعدام شوه، د سنګاپور له لوکس هوايي ډګر ډېر واټن نه لري او د سنګاپور ښار په شمال ختیځ کې پروت دی. هلته تر ټولو خطرناک مجرمان او په اعدام محکوم کسان ساتل کېږي.
تان مویچو له هغو ۱۸ بندیو ښځو وه، چې جیرارد تر دار پورې ملګرتیا ورسره کړې ده.
راهبه وايي: "هېڅوک د اعدام حکم په اسانۍ نه مني، دا کار ډېر وخت غواړي، طبیعي ده چې ډېر درد لري."
نوموړې زیاتوي، د یوې راهبې په توګه، ۴۰ کاله په اعدام له محکومو ښځو سره پرله پسې کار کول ډېر ګران کار دی:
"په اعدام محکومه بندۍ ذهني، روحي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري، ما مرسته ورسره کوله چې توبه وباسي، بخښنه وغواړي او غوره ځای ته ولاړه شي."
"لویه ځانګړنه"

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر کاله وروسته یوه بندي د زندان له کړکۍ پر راهبې غږ وکړ چې ستا شتون ما ته ارامي راکوي، له اعدام یوه ورځ مخکې یې غوښتل را سره وویني.
جیرارد تر دار پورې له بندیانو سره د زړه خواله "لوی شرف" ګڼي:
"بېشکه د مینې او باور تر ټولو لوړه کچه دا ده چې یو څوک خپل دردونه را سره شریک کړي او په وروستیو شېبو کې خپل زړه ته لار راکړي."
دا زیاتوي: "هغه بندي راته وویل، زه ګهیځ د خپل رب لیدو ته ورځم، ستا په اړه به هم ورته ووایم."
په سنګاپور کې د زندانونو د ادارې ویاند، چې اداره یې ۱۴ زندانونه اداره کوي، بي بي سي ته وویل: "جیرارد له ۴۰ کلونو راهیسې له موږ سره رضاکاره ده او له بندیانو سره مرسته کوي، هغه په خپل کار کې وتلې ده، مینه ورسره لري، قرباني ورکوي."
مثبت اغېز

د عکس سرچینه، iStock
د ډېرو لپاره د جیرارد له شتون پرته انځور بېل ډول دی.
د نشه يي توکو د قاچاق وړونکي مور، چې ډېره بوډۍ ده او پاک کاري کوي وايي: "جیرارد زما د زوی په وروستیو ورځو کې پر هغه ډېر اغېز درلود، هغې زموږ په اړه خپل دریځ بدل نه کړ او تسلیم نه شوه."
دا زیاتوي: "هغې ډېر بدلون پکې راوست، زوی مې له غوسې او رد څخه منل غوره کړل."
په سنګاپور کې د اعدام پر حکم لاهم لانجه شته. که څه هم په ۲۰۱۲ کال د سنګاپور حکومت د اعدام د سزا قانون بدلول پیل کړل، خو رسمي شمېرې ښيي چې پر ۲۰۱۸ کال یې ۱۳ کسان اعدام کړي دي.









