د ښځې په ځیګر کې درې میاشتنۍ مېندواري: د رحم پر ځای بل غړي کې د جنین وده څومره غیرعادي قضیه ده؟

    • Author, ریرنا
    • رپوټ له:, بي بي سي - هندي

د هند په اترپردیش ایالت کې د مېندوارۍ یوه کمسارې او هیښوونکې پېښه رسنیزه شوې چې په کې د ماشوم (جنین) وده د رحم پر ځای په ځیګر کې روانه وه.

دا مېندواره مېرمن سرویش نومېږي او ۳۵ کلنه ده.

د مېرمن سرویش قضیې په هندوستان کې د ډاکټرانو پام د ځان پر لور کړی دی.

خلک او ډاکټران غواړي پوه شي چې څنګه ممکنه ده جنین دې د یوې ښځې د رحم پر ځای د بدن بل غړي کې وده وکړي او دا چې په دغسې یوه وضعیت کې د مېندوارې ښځې حالت څنګه وي؟

زه د همدې پوښتنو د ځوابولو لپاره د سرویش کلي 'دستورا' ته لاړم.

کله چې زه د سرویش کورته ورسېدم، هغه په بستر کې پرته وه. ملا یې په ملاوستوني یا کمربند تړلې وه او ویل یې چې ګرځېدل ورته خورا ستونزمن شوي دي.

ډاکټرانو د درندو شیانو له اوچتولو منع کړې او د ډېر ارام کولو او سپکو خوړو خوړلو سپارښتنه یې ورته کړې ده.

سرویش د خپل ځای بدلولو، تشناب تګ او جامو بدلولو کې د مېړه مرستې ته اړه ده.

سرویش او مېړه یې پرم ویر وايي، دا مسله یې د کورنۍ لپاره پر معما بدله شوې ده.

سرویش له بي بي سي سره خبرو کې وویل: " ډېرې کانګې مې کولې، ستړې کېدم او درد مې لاره، خو نه پوهېدم چې څه پېښ شوي دي؟"

هغه وايي، کله مې چې حالت خراب شو، نو ډاکټرانو راته د الټراساونډ معاینې وویل، خو د دې معاینې په راپور کې هم څه معلوم نه شول، نو یې د ډاکټرانو له خوا ور کړل شوي د خېټې د مکروب ضد درملو کارولو ته دوام ور کړ:

"یوه میاشت مې درمل وکارول، خو څه پایله یې نه وه، نو اړه شوم بله الټراساونډ معاینه وکړم."

هغه زیاتوي، د دې الټراساؤنډ معاینې راپور دومره عجیب و چې ان ډاکټرانو پرې باور نه شو کولی.

ډاکټرې ثانیه زهره، چې د سرویش الټراساؤنډ معاینه یې کړې وه، هغې ته وویل، ماشوم یې د رحم پر ځای په ځیګر کې دی.

دا د سرویش او د هغې د مېړه پرم ویر لپاره یو عجیب حالت و.

"ماشوم ستاسو په ځیګر کې دی"

د راپور د لا تایید لپاره، هغه نږدې ښار میرټ ته لاړه او هلته یې بله الټراساونډ او (ایم‌ار‌ای) معاینې وکړه، خو موندنې یې هماغه وې.

اغلې سرویش ته لا هم د دغو معاینو پر موندنو باور کول ګران و، ځکه دغه مهال یې منظمه میاشتینۍ دوره لرله.

ډاکټر کې‌کې ګوپتا چې د سرویش د (ایم‌ارای) معاینه کړې، بي بي سي ته وویل، په خپل ۲۰ کلن کاري تمرین کې یې داسې بله قضیه نه ده لیدلې.

ښاغلي ګوپتا د معاینې د راپور په اړه کومې پایلې ته له رسېدو وړاندې څو ځله یاد راپور وارزاوه او د اغلې سرویش د میاشتینۍ دورې په اړه یې بیا – بیا له هغې پوښتنه وکړې.

ډاکټر ګوپتا وايي: "د مېرمنې د ځیګر په ښۍ خوا کې د ۱۲ اونیو ماشوم و چې د زړه ټکانونه یې په روښانه ډول لیدل کېدای شو. دې حالت ته (انټروهیپیټیک ایکټوپیک مېندواري) ویل کېږي او دغسې مېندواري خورا کمه پېښېدونکې یا نادره ده."

نوموړی زیاتوي، په دغسې حالت کې مېرمنې د میاشتینۍ دورې پر مهال نسبتا ډېره وینه بهېدنه لري، خو دوی ته دا حالت عادي ښکاري او په مېندوارۍ پوهېدل یې نسبتا ډېر وخت اخلي.

"له جراحۍ پرته بله چاره نه شته"

ډاکټر دې جوړې ته ویلي، که ماشوم (جنین) لوی شي، نو د ځيګر د زیانمنېدو خطر شته او که داسې وشي، د مور ژوندي پاتې کېدل یې ستونزمن دي. له همدې امله له جراحۍ پرته بله چاره نه شته.

پرم ویر وايي، په بلند شهر سیمه کې یې هیڅ ډاکټر د مېرمنې د قضیې اخیستو ته چمتو نه و چې له امله یې اړ شو میرت ته لاړ شي، خو هلته هم ناهیلی شو.

د پرم ویر په وینا، ډاکټرانو ورته ویلي، دا یوه پیچلې قضیه ده چې له امله یې د مېرمنې ژوند په خطر کې دی.

ډاکټرانو هغه ته ډیلي ته د تلو مشوره ور کړې وه.

سرویش وايي: " له اقتصادي اړخه مو ډیلي ته د تللو او د هغه ځای د لګښتونو وس نه لاره، نو پر کلینینکونو له څو دورو وروسته مو پرېکړه وکړه چې همدلته درملنه وکړو."

له ډېرو هڅو وروسته، د میرټ سیمه کې د یوه خصوصي روغتون د ډاکټرانو یوې ډلې د سرویش له عملیاتولو سره موافقه وکړه.

ډاکټر پارول داهیا د هغو ډاکټرانو په ډله کې و چې د مېرمن سرویش عملیات یې وکړل.

هغه وايي: "کله چې ناروغه موږ ته راغله، هغې درې میاشتې پرلپسې درد زغملی و. د هغې د الټراساونډ او (ایم‌ار‌اې) معاینانو راپورونو په څرګنده ښوده چې هغه د (انټرا ہیپټیک ایکټوپيک میندواري) لري:

"موږ دا قضیه له مشر جراح ډاکټر سنیل کنوال سره شریکه کړه او هغې له جراحۍ عملیاتو سره موافقه وکړه او جراحي عملیات یې تر سره کړل."

د ډاکټرانو په وینا، جراحي یو نیم ساعت دوام وکړ. ډاکټر کې‌کې ګوپتا بي بي سي ته د جراحۍ د جریان ویډیو او د جنین عکسونه هم وښودل.

انټرا ہیپټیک ایکټوپيک میندواري څه ده؟

کله چې د یوې ښځې هګۍ د هغې له تخمدان څخه خوشې شي او سپرم سره مخ شي، نو القاح کیږي.

القاح شوې هګۍ بیا د فیلوپین ټیوب له لارې رحم ته، چېرې چې جنین وده کوي، سفر کوي.

د طبي علومو د انسټیټیوټ بي‌ایچ‌او کارکوونکې ډاکټره ممتا وايي، په ځینو مواردو کې القاح شوې هګۍ رحم ته د تلو پر ځای په فیلوپین ټیوب کې بنده پاتې کېږي یا د بدن د بل غړي پر سطحه نښلي.

د بېلګې په ډول، په دې حالت کې دا په ځیګر کې بند پاتې شوې وه، دا چې ځیګر ته د وینې جریان نسبتا ډېر دی، نو ځکه یې په لومړیو ورځو کې د جنین د ودې لپاره د زرخېزې ځمکې په توګه کار ورکاوه.

مګر یو څه وخت وروسته، د مور او ماشوم دواړو لپاره یو خطرناک حالت رامنځ ته کېږي، چې له جراحۍ پرته بله چاره نه لري.

انټرا ہیپټیک ایکټوپيک مېندواري څومره نادره ده؟

په همدې اړه مو د هند په پټنه ښار کې د نسايي او ولادي برخې له متخصصې ډاکټرې مونیکا اننت څخه پوښتنه وکړه.

اغلې اننت وايي، تر اوسه په نړۍ کې د دغو ډول قضیو یو سلنه راپور شوې دي.

د هغې په خبره، په نړۍ کې له ۷ څخه تر ۸ میلیونونو مېندواریو کې یوه یې په ځیګر کې پېښېږي.

هغه وايي، تر اوسه په نړۍ کې د سرویش له قضیې وړاندې د دغه ډول مېندوارۍ ۴۵ قضیې ثبتې شوې چې درې یې په هند کې دي.

په هند کې د دې ډول مېندوارۍ لومړۍ پېښه په ۲۰۱۲ کال کې په ډیلي کې ثبت شوه.

په ۲۰۲۳ کال کې درېیمه قضیه په پټنه ښار کې وه چې ډاکټرې مونیکا اننت یې څارنه کوله.