تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د درېیو کسانو له ډيایناې جوړ ماشومان له میراثي ناروغیو پاک دي
ډاکتران وايي، په بریتانیا کې یې اته ماشومان له درېیو کسانو د جینیټک په کارولو زېږولي، چې د ویجاړوونکو او کله نا کله وژونکو ناروغیو مخه ونیسي.
دا طریقه د بریتانیا ساینس پوهانو پیل کړه. هغه داسې، چې د مور او پلار هګۍ او سپرم د یوې بسپنه ورکوونکي مېرمنې له دویمې هګۍ سره یو ځای کوي.
دا تخنیک په بریتانیا کې له یوې لسیزې راهیسې قانوني شوی، خو دا لومړی ځل دی، چې موږ ته ثابتېږي، په یاده طریقه زېږېدلي ماشومان له لاعلاجه مایټوکونډریال ناروغۍ پاک دنیا ته راځي. دا ناروغۍ معمولا له موره ماشوم ته لېږدي، ځکه د مور بدن انرژۍ ته ډېره اړتیا لري. دا حالت د سخت معلولیت لامل کېږي او ځینې ماشومان یې له امله له زېږون څو ورځې وروسته مړه کېږي.
د ماشوم زېږولو دغه طریقه، چې د درې کسيزه تخنيک په نوم یادېږي، کوچنی پکې د خپلې ډي اين اې ډېره برخه او د جينيټيک نقشه له مور او پلاره په ميراث وړي، خو يوه کوچنۍ اندازه یې، یانې شاوخوا صفر اعشاریه یو سلنه یې له دويمې ښځې هم ترلاسه کوي. ساینس پوهان پر دې باور دي، چې دا بدلون به نسلونو ته انتقال شي.
هغه کورنۍ، چې له دې بهیر تېرې شوې، د خوندیتوب په موخه په دې اړه په عامه توګه خبرې نه کوي، خو د نيوکاسل فرټيليټي مرکز له لارې يې، چېرته چې په دغه طریقه د ماشومانو زېږول ترسره کېږي، بې نومه بيانونه خپاره کړي دي.
'د مننې په موخه'
د يوې ماشومې مور وويل:
"له کلونو ناڅرګندتيا وروسته، دې درملنې موږ ته هيله راکړه او بيا يې موږ ته زموږ ماشومه راکړه. کله چې مو اولادونو ته ګورو، ور ته مو د روغ ژوند هیلې ډېري شي او شکر وباسو."
د یوه ماشوم مور زیاته کړه: "د دې هېښوونکي پرمختګ او هغه ملاتړه نړۍ مننه، چې تر لاسه مو کړ. د دغو ټولو په پایله کې زموږ کوچنۍ کورنۍ بشپړه شوه. د مایټوکونډریا ناروغۍ کمبله د ټولېدو په حال کې ده او ځای یې هیلې، خوشحالۍ او ژورې مننې نیولی دی."
مایټوکونډریا زموږ د هرې حجرې دننه کوچني جوړښتونه دي. د دوی له امله تنفس کوو، ځکه دوی اکسیجن کاروي، چې خواړه په انرژۍ بدل کړي او دغه انرژۍ زموږ بدن د سونګ توکو په توګه کاروي.
معیوب مایټوکونډریا د دې لامل کېږي، چې زړه ته د حرکت لپاره اړتیا وړ انرژي و نه رسيږي او همدارنګه د دماغي زیان، قبضیت، ړوندتیا، د عضلاتو کمزوري کېدو او د بدني غړو فلج کېدو لامل کېږي.
په شاوخوا ۵۰۰۰ ماشومانو کې یو له مایټوکونډریا ناروغۍ سره زېږي. د بریتانیا په نیوکاسل سیمه کې د سانیس پوهانو ډله وړاندینه کوي، چې کېدای شي هر کال به له دریو کسانو میتود له لارې له ۲۰ تر ۳۰ کسان د ماشوم زېږیدلو غوښتنې وکړي.
ځینو مېندو او پلرونو د دغې ناروغۍ له امله د خپلو ماشومانو د مړینې ترخه تجربه کړې ده. مایټوکونډریا یوازې له موره ماشوم ته د لېږد وړ ده. نو ځکه د زېږون په دا مخکښه طریقه کې اصلي مور و پلار او هغه ښځه کارول کېږي، چې خپل صحي مایټوکونډریا بسپنه کوي.
د ماشوم زېږون دغه ساینسي طریقه څه باندې یوه لسیزه مخکې د بریتانیا په نیوکاسل پوهنتون او نیوکاسل اپون کې رامنځته شوه. خو په ۲۰۱۷م کال کې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (اېناېچاېس) ټرسټ او د ټاین روغتونونو په مټ د بریتانیا په روغتیايي سکټور کې یې یوه برخه پرانېستل شوه.
په دغه طریقه کې د مور او بسپنه ورکوونکي هګۍ په لابراتوار کې د پلار له سپرم سره القاح کېږي. بیا جنینونه تر هغه وخته وده کوي چې له سپرم او هګۍ ډي، این، اې د پرو نیوکلی په نوم یوه جوړه جوړښتونه را منځته کېږي. دا هر څه د بدن جوړولو نقشې لري، لکه د وېښتو رنګ او قد.
وروسته پرو نیوکلی له دواړو جنینونو لېرې کېږي او د مور و پلار ډي،این،اې له صحي مایټوکونډریا سره په ډک شوي جنین کې اچول کېږي. نو د دې هر څه په پایله کې به زېږېدلی ماشوم په جینیټکي ډول له خپل مور و پلار سره تړاو ولري او له مایټوکونډریا ناروغیو به پاک وي.
د نیو انګلینډ په نوم د طب ژورنال راپور له مخې، ۲۲ کورنۍ د نیوکاسل فرټیلټي مرکز کې له یاد بهیره تیرې شوې دي.
د دغې طریقې له لارې تر اوسه د یوه غبرګولي په ګډون څلور هلکان او څلور نجونې زېږېدلي او یوه مور لا هم مېندواره ده.
د نادره مایټوکونډریال اختلالاتو لپاره د این، اېچ، اېس عالي متخصص بنسټ مشر پروفیسور بوبي مک فارلینډ، بي بي سي ته وویل:
"له اوږده انتظار او د پایلو له وېرې وروسته د دغو ماشومانو مېندو او پلرونو پر مخونو د راحتۍ او خوښۍ نښې لیدل او دا چې ویني په دغه طریقه زېږېدلې ماشومان ژوندي دي او نورماله وده کوي، نو زموږ د کار ټولې سختۍ را څخه هېري شي."
په یاده طریقه زېږېدلي ټول ماشومان د مایټوکونډریال ناروغۍ پاک دي او د نورو کوچنیانو په څېر پړاو په پړاو وده کوي.
په دغو زېږېدلو ماشومانو کې یوه یې د مرۍ ناروغي درلودله، چې پخپله جوړ شو. د بل ماشوم بیا زړه غیرمعمولي تال درلود، د هغه درملنه هم په بریالیتوب وشوه.
خو موږ فکر نه کوو، چې دا ناروغۍ دې له مایټوکونډریا سره تړاو ولري او دا هم مالومه نه ده، چې یادې ناروغۍ دې له ای،وې،ایف یا د رحم بهر د القاح طریقې د خطرونو برخه وي. موږ د درې کسیزه طریقې له لارې د زېږېدلو ماشومانو هر څه په کلکه څارو.
بله مهمه پوښتنه چې د دغې طریقې په اړه راپورته کېدای شي دا ده، چې ایا نیمګړی مایټوکونډریا به سالم جنین ته لېږدول کېږي، که نه؟ که ځواب هو وي، نو پایلې به یې څه وي؟
د څېړنو پایلې ښیي، په پنځو قضیو کې ناروغه مایټوکونډریا د کشف وړ نه وه، خو په درېیو نورو قضیو کې، د وینې او بولو په نمونو کې له ۵ تر ۲۰ سلنه د مایټوکونډریا نیمګړتیاوې لیدل شوي دي.
باور دا دی، چې یادې پېښې، ماشوم ته په پیدا کېدونکو ناروغیو کې تر ۸۰٪ کم رول لري. خو دا به نور کار ته اړتیا ولري چې پوه شو، ولې دا پېښ شوي او څنګه یې مخنیوی کولای شو؟.
د نیوکاسل پوهنتون او موناش پوهنتون استادې مریم هربرټ وویل: "دا موندنې د خوشبینۍ زمېنه برابروي. د مایټوکونډریال بسپنې ټېکنالوژیو په محدودیتونو ښه پوهېدو لپاره به څېړنه د درملنې پایلو ته د لا ښه والي لاره برابره کړې."
دا پرمختګ د کیټو کورنۍ هیلمنه کړې ده.
د کیټ تر ټولو کوچنۍ لور پوپي، چې ۱۴ کلنه ده، د مایټوکونډریا ناروغي لري. د ویلچیر په واسطه له ځایه بل ته ځي. خبرې نه شي کولای او د ټیوب یا نل له لارې خوراک او څښاک کوي. د کیټ مشرۍ لور لیلي، چې ۱۶ کاله عمر لري، ممکن یاده ناروغي خپلو ماشومانو ته انتقال کړي.
کیټ وايي، "دا ناروغۍ د هغې د ژوند یوه لویه برخه اغیزمنه کړې. موږ خوشحاله یو، چې هغه لرو، خو کله چې را په زړه کړو، د مایټوکونډریال ناروغي څومره مرګونې ده، نو زړه مو کباب، کباب شي."
له لسیزو کار سره سره لاهم د مایټوکونډریال ناروغۍ درملنه ممکنه نه ده، خو د هغې د لېږد مخنیوي فرصت لیلي ته هیله ورکړې ده.
لیلي وايي: "د دغه ساینسي پرمختګ له امله به راتلونکي نسلونه لکه زه، یا زما ماشومان یا زما د تره زوی، د عادي ژوند خوند تجربه کړي."
د اوس لپاره یوازې په بریتانیا کې د دغې ناروغۍ د لېږد مخنیوی ممکن دی
بریتانیا نه یوازې د دریو کسانو ماشومانو ساینس رامنځته کړ، بلکې په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې په ۲۰۱۵م کال کې یې په پارلمان کې د یادې طریقې له لارې د ماشوم زېږون چاره قانوني کړه.
مایټوکونډریا خپله ډي،این،اې لري او خپل فعالیت له همدې لارې کنټرولوي. نو دا پر دې مانا ده، چې ماشومانو د خپلې ډي،این،اې لویه برخه له مېندو او پلرونو او شاوخوا صفر اعشاریه یو سلنه له بسپنه ورکوونکي میرمنې په میراث اخلي.
د دې تخنیک له لارې زېږېدلې هره نجلۍ به دا خپلو ماشومانو ته انتقال کړي، نو په دې سره دا د انسان د جینیټکي میراث تل پاتی بدلون دی.