کرېکټ: د افغانستان د دویمې درجې څلور لوبډلو لومړۍ درجې ته لار ومونده

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د چارواکو په وینا په دغو سیالیو کې په ټولیز ډول ۴۰ لوبډلو ګډون کړی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په هېواد کې د کورني کرېکټ د ودې لپاره یې په ولایتي کچه د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه لوبلړۍ پیل کړې.

د چارواکو په وینا په دغو سیالیو کې په ټولیز ډول ۴۰ لوبډلو ګډون درلوده، چې په اتو ګروپونو وېشل شوې وې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند نسیم سادات بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "د بېلابېلو ولایتونو لپاره لوبډلې جوړې شوي، دغه راز یو شمېر د زونونو په نومونو دي. یو بله لوبډله د بند امیر زونونو مشترکه لوبډله ده چې په هغه کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو لوبغاړي لوبېږي. په دې لوبډله کې هغه لوبغاړي ور ټول شوي چې یا یې په ولایت کې لوبډله نه وه جوړه شوې او یا هم تکړه وو، خو په لوبډلو کې نه وو اخیستل شوي."

په هر ګروپ کې پنځو پنځو لوبډلو لوبې کولې. دغه سیالۍ په بېلابېلو څلورو ولایتونو خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار کې روانې دي.

د څلورو ګروپونو لومړي پړاو سیالۍ د جنورۍ په یوولسمه نېټه پیل شوې وې. چې بل پړاو ته پکې د فاریاب، بند امیر، کابل الف او مس عینک لوبډلو لار وموندله. دا هغه لوبډلې شوې چې د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو کې به لوبېږي.

د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې سیالیو په لړ کې د پاتې څلورو نورو ګروپونو لوبډلو سیالۍ د جنورۍ پر ۲۲مه پیل شوې او له دوی به هم څلور لوبډلې د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو ته غوره کېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دغه لوبې پنځوس اوریزې او په سره توپ کېږي.

پر دې لوبډلو سره بېره به څلور نورې لوبډلې چې د "فرسټ کلاس" او هغه لوبغاړي چې لوبډلې یې مخکې نه وي تللې خو دوی پکې ښې لوبې کړي هم ورسره یو ځای کېږي. ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د جنورۍ میاشتې تر پایه پای ته ورسېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، په پام کې ده چې تر هغه وروسته ولایتي لومړۍ درجه سیالۍ هم پیل شي.

دغه لوبې پنځوس اوریزې او په سره توپ کېږي. د لوبغاړو جامې هم لکه د ټېسټ لوبو سپینې دي. د کرېکټ بورډ مسؤلین وايي دوی غواړي لوبغاړي په دغه شان توپ لوبېدو ته تیار کړي چې د سپين توپ پرتله یې لوبول یو څه ګران دي.

کرېکټ څارونکي وايي د کورني کرېکټ پیاوړې کېدو سره د افغانستان ملي او نړیوال کرېکټ دواړه پایښت موندلی شي او دا چې له کورني کرېکټ راتلونکي ستوري لوبغاړي غوره کېدلی شي.

د معیاري لوبغالو او د مجهزو رزونیزو مرکزونو کمی هغه څه دي چې اوس مهال افغانستان کې دننه د کرېکټ د ننګونو په توګه یادېږي.