تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې د افغانانو په تړاو د معلوماتو له افشا کېدو وروسته د پټې تخلیې په اړه درې پوښتنې
له درې کلونو ډېره موده کېږي چې یو بریتانوي چارواکي په تېروتنه د هغو زرګونو افغانانو نومونه او د اړیکو جزئیات افشا کړي، چې د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې یې د تېښتې هڅه کوله.
د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې حکومت له دې ډلې برېتانیا ته د ځینو لېږدول پیل کړل، خو موږ ته ایله اوس معلومه شوه، چې د دې افشا شویو معلوماتو او ترې وروسته غبرګون د مخنیوي لپاره ځانګړې هڅې شوي.
اوس چې ولس ته هر څه روښانه شول، دا هغه پوښتنې دي، چې د بریتانیا امنیتي ادارې یې باید ځواب کړي.
د معلوماتو افشا کېدو د خطر په اړه څه کېدلی شي؟
داسې پېښې مخکې هم شوي او بې له شکه چې بیا هم کېدای شي.
د ویکي لیکس، سنوډن، بې شمېره سایبري بریدونو په هکله فکر وکړئ، چې هره ورځ بېلابېلو شرکتونو ته زیان اړوي.
د معلوماتو افشا کېدل نوې خبره نه ده، خو ځینې وختونه - او داسې ډېر احتمال شته چې دا ځل له هغو وختونو یو وي – دا افشا کېدل د ځینو ژوند ته د ګواښ په مانا وي.
د معلوماتو افشا کېدلو دغه پېښه، چې اوس یې په هکله معلومات عام شول، د هغو سلګونو یا ښايي زرګونو افغانانو لپاره د وېرې او ترهې لامل شوي وي، چې د طالبانو له غچ اخیستنې ډارېږي.
د هغو کسانو لپاره چې بریتانیا ته رسېدلي دي، دا په دې مانا کېدای شي، چې تر څو طالبان واکمن وي، دوی ښايي بېرته هېواد ته ستنېدو ته زړه ښه نه کړي.
د افغان حکومت هغو ۶۰۰ پخوانیو پوځیانو او د اټکل له مخې د دوی ۱۸۰۰ کورنیو غړو لپاره چې لا هم په افغانستان کې دي، دا خبر پر دې مانا کېدای شي، تر هغه چې بریتانیا د دوی د خوندي ایستلو ژمنه پوره نه کړي، دوی به لالهانده وي.
باید په پام کې ولرو، چې دا هر څه د کوم دولتي ملاتړ لرونکې (هکینګ) یا مالوماتو لوټولو ډلې انټرنېټي برید له کبله نه دي شوي، بلکې د بریتانیا دفاع وزارت د یوه کارکوونکي لخوا په تېروتنه دغه معلومات افشا شوي دي.
دا د بریتانیا د اخلاقي مسوولیت په تړاو څه وايي؟
بریتانوي ځواکونه له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یو ځای افغانستان ته استول شوي وو، چې د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر میاشتې بیا تر ۲۰۲۱ کال پورې نژدې ۲۰ کاله په دې هېواد کې دېره وو.
دوی په دې موده کې له خپلو افغان همکارانو سره له نژدې کار کاوه او د هغه ځای معلوماتو او پوهې په هکله یې د هغوی پر ځانګړتیا تکیه درلوده.
تر ټولو ډېره حساسه برخه ځانګړي ځواکونه (اېس ایف) وو، چې طالبانو ترې ډېره کرکه درلوده. کله چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې طالبانو پر کابل او ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، هغه وخت معلومه شوه، چې دغه افغان پوځیان چې اوس پخواني افغان ځانګړي ځواکونه بلل کېږي، او د دوی کورنۍ غړي داسې څوک دي، چې د خوندیتوب لپاره یې له افغانستانه ایستل لومړیتوب لري.
دغه راز په دې دوې لسیزې موده کې زرګونه داسې نور افغانان هم وو، چې بریتانیا سره یې همکاري کړې او ژوند یې له خطر سره مخامخ شوی.
دې کې ډېری کسان داسې وو، چې د هېواد پالنې احساس له مخې یې دا دندې ترسره کولې او فکر یې کاوه، چې د یوه خوندي او ښه افغانستان لپاره خدمت کوي.
ځینو بیا د پیسو لپاره دنده ترسره کوله او ځینو بیا پر بریتانویان باور درلود چې د دوی ژوند او شخصي معلومات به خوندي وساتي.
خو د معلومات دغه راز افشا کېدل ښايي په راتلونکي کې د هر بریتانوي افسر هغې ژمنې په هکله پوښتنې راپورته کړي، چې وايي: پر موږ باور وکړئ، له موږ سره ستاسې معلومات خوندي دي. "
د رښتیا پټولو هڅه شوې
کله چې بالاخره په غیر ارادي توګه د معلوماتو افشا کېدو له پېښې اتلس میاشتې تېرې شوې، بریتانیا حکومت په دې هکله په رسنیو کې د هر ډول بحث ممنوعیت یو حکم ترلاسه کړ، چې د موقت حکم په نامه یادېږي.
د دې ډول حکم معنی دا ده، چې ان څوک په دې هکله هم خبري پوښښ نه شي کولای، چې د دې موضوع په هکله رپوټ کول ممنوع بلل شوي.
دغه حکم اوس له یوې خپلواکې ارزونې وروسته لېرې کړل شوی دی.
د دې حکم لپاره دلیل دا و، چې باید د هغو کسانو ژوند وژغورل شي، چې په دې پېښه کې یې شخصي معلومات افشا شوي دي.
خو اوس داسې پوښتنې هم راپورته شوې، چې ایا د ممنوعیت دغه حکم چې د بریتانیا مخکیني محافظه کار حکومت پلی کړی و، کېدای شي سیاسي هدفونه هم درلودل؟
د بریتانیا سترې محکمې قاضي ښاغلي چیمبرلین چې دغه حکم یې لېرې کړ، په دې هکله وویل، "دې د حساب ورکولو هغه عام میکانیز په بشپړه توګه تړل کېدو کې اغېز درلود، چې په یوه جمهوریت کې فعالیت کوي. "