"په تېرو دريو ورځو کې له ايران او پاکستانه له ۱۳ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي"

د عکس سرچینه، MORRAFG
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له ګړندیتوب او په ایران کې پر هغوی د فشارونو له ډېرېدو وروسته، د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېرو دريو ورځو کې له دغو دواړو هېوادنو له ۱۳ زرو ډېر کډوال بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا زرګونه دغه ورستانه شوي هغه کسان دي چې له پاکستان او ایرانه په زوره ایستل شوي دي.
د ياد وزارت ویاند عبدالمطلب بي بي سي ته وویل، "د تلې يا ميزان په ۲۵مه له ۹زرو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې څلور زره یې له پاکستان او تر ۵۰۰۰ ډېر له ایرانه راغلي دي. "دا ډېری هغه خلک دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او په زوره ایستل شوي دي."
نوموړي زیاته کړه، "له راجسټر کېدو وروسته دغو کسانو د کډوالو ادارو له خوا د نغدو پيسو په ګډون مرسته ترلاسه کړې ده. "
همدارنګه، د کډوالو چارو وزارت نن (د اکتوبر ۱۹) اعلان وکړ چې له ۵۰۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي چې ډېری یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
ياد وزارت وايي ۴۵۸ کورنۍ چې ۲۵۸۷ کسانو په کې دي، د ملګرو متلونو د کډوالو د ملاتړ ادارو ته ور پېژندل شوي.

د عکس سرچینه، MORRAFG
د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو ته، چې اټکل کېږي ۱.۷ میلیونه کېږي، د روان کال تر نومبر میاشتې له هېواده د وتلو امر کړی دی. همدارنګه د ایران د کورنیو چارو وزیر هم د "ناقانونه کډوالو" د شړلو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت په ننګرهار ولایت کې، چې له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پروت دی، د په زوره ایستل شویو کډوالو لپاره د یوه موقتي کمپ د جوړولو اعلان کړی.
د کمپ د جوړولو کار د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې پيل شوى. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت تخنيکي مرستيال عبدالرحمن راشد وايي، "ياد کمپ په موقتي توګه د هغو کډوالو لپاره جوړېږي چې په زوره شړل شوي. "
که څه هم د پاکستان د حکومت له خوا د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو نېټې ته لا هم ۱۱ ورځې پاتې دي، خو داسې ښکاري چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی
ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان ګډوال ایستل سملاسي ودروي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۸مه) د ملګرو ملتونو دریو چارواکو پر پاکستان غږ وکړ، چې سملاسي دې د افغان وګړو د ايستلو پلان لغوه کړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنېټ، د کډوالو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر فېلېپ ګونزالس مورالس او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د دغه سازمان ځانګړي رپورټرې ریم السالم په ګډه اعلامیه کې ویلي، د افغانانو په زوره شړل به دوی له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړي.
د دوی په خبرپاڼه کې راغلي، ډېری دغه افغانان د بشري حقونو د جدي اندېښنو او په افغانستان کې د بشري ناورین له امله د امنیت او خوندیتوب په لټه کې پاکستان ته تللي دي.
په خبرپاڼه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او غیر قانوني چلند په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.
طالبانو هم د پاکستان دا پرېکړه د نه منلو وړ بللې او په دې اړه یې د بیا غور غوښتنه کړې خو پاکستان وړاندې ویلي چې په خپله پرېکړه ټينګ ولاړ دي.
په همدې وخت، په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بنديز هم د هغو کورنيو د اندېښنې لامل شوی چې په زوره د ايستلو له ګواښ سره مخ دي.
ويل کېږي په تېرو دوو کلونو کې زرګونه کډوال د خپلو لوڼو د زدکړو په موخه پاکستان ته تللي. دغه کډوال وايي، که له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي شي، دوی وېره لري چې ماشومانې لوڼې به یې نالوستي پاتې شي.











