پاکستان کې د افغان کډوالو حال؛ له محسن دوړ سره ځانګړې مرکه

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د افغان کډوالو حال؛ له محسن دوړ سره ځانګړې مرکه

پاکستان هلته مېشتو افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی، چې له دې هېواده ووځي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي ،چې د هېواد د امنیت له پاره دا کار کوي. ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بشري سازمانو دې خبرې سره مخالفت کړی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې په زوره د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.

سپیڼ ټني د پاکستان د پارلمان له پخواني غړي او د دیموکرات غورځنګ ګوند له مشر محسن دوړ سره ځانګړې مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي، چې د پاکستان ددې ګام ترشا، چې له دې وروسته به بې ویزې افغانان نه ور پرېږدي، اصله خبره څه ده؟