د طالبانو زندانونو کې "د ماشومانو او ښځو په ګډون" څه باندې ۱۲ زره کسان بندیان دي

    • Author, سید انور
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو د زندانونو عمومي مشر محمد یوسف مستري وايي، "تر ۱۲ زرو ډېر بندیان" د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې ساتل کېږي چې یو شمېر پکې ماشومان او ښځې دي.

پر واګو د طالبانو له ولکې سره د افغانستان لوی زندانونه تر ډېره مات او زندانیان پخپله مخه لاړل. د ولایتونو له زندانونو هم بندیان ووتل چې جنايي‌ مجرمین، د طالبانو اړوند کسان او له "اسلامي دولت" نومې داعش ډلې سره اړوند بندیان هم پکې وو او د هېواد زندانونه بې بندیانو پاتې شول.

د افغانستان د جګړو له کلونو سره تر ټول یاد زندان د څرخي پله محبس یوه ثبت شوې ویډیو کې ډلې ډلې زندانیان لیدلي کېږي چې پخپله مخه رهي دي هېڅ ساتونکی مقاومت نه کوي او هېڅ ځای ورته څوک مخې ته نه ودرېږي.

دا کابل کې د نظام د بدلون شېبې دي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت چې طالبان پر واګو ولکه ټینګوي او شل کلن جمهوري نظام پیاړمې په شلېدو دي.

خو د یوه کال او څو میاشتو په تېرېدو دغه زندانونه همداسې تش پاتې نشول. د طالبانو د حکومت د محبسونو چارو ادارې چارواکي له ۱۲ زرو ډېر کسان دا مهال د افغانستان په پلازمېنه او ولایتونو کې زنداني دي.

ددغه ادارې مشر مولوي محمد یوسف مستري بي بي سي ته وویل د کم عمر لرونکي کسان او مېرمنې هم د دغو زندانونو په ډله کې شمېر دي.

دی وايي اوس مهال زندانونو کې د ښځینه زندانیانو شمېر اته سوه شاخوا کې دی.

"په ټول افغانستان کې دوولس نیم زره بندیان لرو. سل کسه کم یا زیات، ځکه چې هره ورځ محکمو کې دوسیې ارزول کېږي او ځینې بندیان خوشي کېږي او په هماغه ورځ سل تر یو سل او پنځوس پورې نور کسان بندیانېږي. په ټولو ولایتونو کې شاوخوا اته سوه ښځې بندیانې دي. په څرخي پله زندان کې شوخوا دوه نیم زره کسان بندیان لرو،‌ چې څه باندې درې سوه پکې ښځې دي. له دوولس نیمو زرو بندیانو نژدې زر تنه یې د ټیټ عمر بندیان دي. دا کم عمره بندیان له اصلي زندان بهر ساتل کېږي".

په تېر کال د افغانستان د بشري حقونو، پارلماني څار او ګڼ نورو بهرنیو ادارو له لوري پر زندانونو د څار چاره وه چې ډېر کله به یې په بدو ورځو کې د ورګډو زندانونو غږ پورته کاوه. په اوس کې چې ډېرې دغه ادارې یا له هېواده وتلې او یا یې فعالیت نشته پر زندانونو د څار خبره د پوښتنې وړ ده.

بي بي سي ته مالومه شوې چې یوزاېنۍ د سره صلیب اداره چې د طالبانو پر زندانونو د څار او له زندانیانو سره د مرستې چارې پر مخ وړي. افغانستان لپاره د ای ار سي یا د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند لوسین کرسټن بي بي سي ته وویل:

" د سره صلیب نړیوالې کمېټې تېرو څو لسیزیزو کې د افغانستان زندانونو او توقیف ځایونو کې کار کړي. د ۲۰۲۱ کال له اګسټه زنداني کېدو او په ټوله کې د هېواد حالت بدلون کړی، خو د سره صلیب کمېټې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د هغو مرستو له بېلګو یوه یې په ټول افغانستان کې له ۱۲ زرو ډېرو زندانیانو ته په ورځ کې درې وخته خواړه ورکول دي. موږ د هېواد په کچه له ۵۰ زندانونو څار او لیدنه کوو، ددې لپاره چې ډاډمن شو زندانیان په ابرومند ډول ساتل کېږي، خواړه او روغتیايي اسانۍ ورسیږي."

طالبان:‌ 'هېڅ سیاسي بندي نه لرو'

طالب چارواکي وايي زندانیان یې تر ډېره په جنايي جرمونو او یا د نشه یي توکو کاروباریان دي. وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالحق اخند بي بي سي ته ویلي وو، له دوه زره ډېر د نشه يي توکو قاچاقبر یې نیولي.

د طالبانو د محبسونو اداره ادعا لري چې هېڅ سیاسي او حکومت مخالفه زنداني ورسره نشته او دا چې ټولو زندانیانو ته روغتیايي اسانۍ او خواړه په سمه توګه رسېږي.

"هغه کسان چې له اسلامي امارت سره مخالف دي، په پیل کې ټول افغانستن کې وو، که ځینې یې زندانونو کې وو، زه پرې خبر نه یم. له موږ سره د امارت یو مخالف بندي هم نه شته، نه کبال او نه ولایتونو کې.‌ ټولې رسنۍ اجازه لري چې د شرایطو په پام کې نیولو سره زندانونه وګوري، د دوی خواړه او ځای وارزوي او له بندیانو وپوښتي چې سیاسي بندیان دي او که جنايي. له موږ سره هېڅ سیاسي زنداني نه شته، ټول جنايي بندیان دي".

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو تبلیغاتي رسنۍ وخت پر وخت د داعش ډلې او د حکومت مخالفه ډله چې ځان د ملي مقاومت ډلګۍ بولي، اړوند کسانو د نیولو خبرونه خپروي، ورسره د حکومت ځینې ګوتنیوونکو، مدني فعالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیولو خبرونه هم خپرېږي.

پوښتنه دا ده چې دا ډول کسان چېرې وړل کېږي؟ د ځینو باور دی چې د طالبانو استخبارات دا ډول نیونې او د خلکو د ساتنې چاره پر غاړه لري.

په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو وګړو د خوشې کېدو ویل شوي هغوی چې زنداني وو؟ د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند وايي په دې اړه یې ډېر مالومات نشته خو د سیاسي زندانیانو په اړه یې وویل:

"په دې اړه په خبرو لګیا یو، موږ د هغو زندانیانو د څار دنده لرو چې له بشري اړخه زموږ لپاره مهم دی. څه چې مهم دي د زندانونو حالت دی، چې په اوس کې ښه دی. موږ له لسیزو دې برخه کې کار کوو او په راتلونکي کې به هم دې چارې ته دوام ورکړو. د زندانیانو او کورنیو ترمنځ یې د اړیکو سمبالښت هم افغانستان کې یو د ای ار سي له دندو دي چې موږ دا کار کوو. البته دې برخه کې کار یو څه کم شوی ځکه د زندانیانو د نیول کېدو بڼې او دلایلو بدلون کړي، ولې موږ دې برخه کې کار کوو.

د بېلګې په ډول هغه لیکونه چې زندانیان یې لیکي په خوندي ډول یې د هغوی کورنیو ته رسوو. ددغو لیکونو منځپانګه تر ډېره د هغوی روغتیايي حالت او د اوسېدو د ځای اړوند وی، ځکه کله ناکله کورنۍ نه پوهېږي کسان یې چېرې بندیان دي."

د طالبانو د محبسونو تګلارې له مخې، د زندانیانو د کورنیو غړي، خېښان او د لیدو لېواله یې اونۍ کې یو وار له هغوی سره لیده کاته کولی شي، خو وايي د امنیتي ګواښونو له وېرې زندانونو ته له بهره د خوړو وړلو اجازه نه شته.