تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو څار سازمان: طالبان دې د هرات زندان د مخکينۍ مشرې پته ولګوي
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د هرات د زندان د پخوانۍ مشرې عالیې عزیزي تری تمېدل وڅېړي، روښانه کړي چې چېرته ده او که نیول شوې وي، نو خوشې دې کړي.
د هرات د زندان پخوانۍ مشره عالیه عزیزي شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د تېر ميلادي کال اکتوبر کې له هغې وروسته تری تم شوه چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته بېرته خپلې دندې ته وګرځېده.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبان باید په باوري او جدي ډول د هغې دا تری تم کېدل وپلټي.
پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي "د عالیې عزیزي له ورکېدو شپږ میاشتې تېرېږي او طالب چارواکو لا هم باور وړ پلټنې نه دي کړې."
هغې زیاته کړې "نړیوال قانون چارواکي مکلفوي چې دغه څرګنده جبري لادرکه کېدل وڅېړي، مسوولان یې د سرغړونې له کبله محاکمه کړي او د دې ښځې کورنۍ ته د هغې د ځای ځایګي په اړه مالومات ورکړي."
عالیې عزیزي د پخواني حکومت پر مهال اوولس کاله د پولیسې په توګه کار کړی او له ۲۰۱۹ کال راهیسې تر هغې د هرات د زندان مشره وه چې طالبان دغه ښار ته ننوتل.
هغه له دوې اونۍ کور پاتې کېدو وروسته بېرته په یوه ټېلفوني اړیکه په دې پلمه کار ته غوښتل شوې وه چې "د ښځینه زندانیانو خیال وساتي" خو لا درکه شوه.
کورنۍ یې بیا بیا د هرات د والي دفتر، امنیه قوماندانۍ او د زندان له مشرتابه مرسته وغوښته او د هرات په مرکزي زندان کې یې د هغې د موندلو هڅه وکړه خو بریالي نشول.
طالب چارواکو ورته ویلي چې دوی دا کورنۍ قضیه بولي او مداخله نه پکې کوي.
اوس د بشري د حقونو د څار سازمان وايي، دا قضیه ښيي چې طالبان د جدي بشري سرغړونو، په تېره بیا د تېر حکومت له چارواکو د غچ اخیستو په تړاو تورونه نشي پلټلی او ګواکې دوی د دې پر ځای له لویه سره ورته پېښې ردوي.
دغه بنسټ ویلي چې طالبان باید له دغه ډول پېښو د منکرېدو پر ځای د هغو د مخنيوي او له ورته ناوړه کړنو د خپلو وسله والو د راګرځولو لپاره جدي ګامونه واخلي، بې طرفه څېړنې وکړي او دا ډول ترونو د سپیناوي لپاره چټک ګامونه واخلي.
طالبانو تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا د مخکني حکومت د ملکي او نظامي چارواکو د نیولو، وژلو او ورکولو راپورونه رد کړي دي.