کابل کې د ښځینه فعالانو د نیونې رپوټونه؛ طالبان وایي هېڅوک نه ده نیولې شوې

د ښځو د حقونو فعالانې وايي طالبانو په وروستیو لاریونونو کې د ګډنوالو مېرمنو تعقیب او نیول پراخ کړي او وايي یوازې تېره شپه څو تنه نیول شوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او دا د دوی پرضد "دسیسه" بولي.

د ښځینه حقونو فعالې راضیې بارکزۍ نن ( پنجشنبه جنورۍ ۲۰مه ) بي بي سي ته وویل چې طالبانو تېره شپه کابل کې لږ تر لږه درې فعالانې نیولي چې له دې ډلې دوه یې خوشې شوې خو د یوې بلې برخلیک لا نه دی معلوم.

نوموړې زیاته کړه چې د تمنا پریاني په نوم فعاله طالبانو بېرته خوشې کړې ده. له تېرې شپې راهیسې د نوموړې هغه ویډیو پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس کیږي چې وايي طالب وسله وال یې کورته ورغلي دي.

هغه په دې ویډیو کې چیغې او سورې وهي او د مرستې غوښتنه کوي.

راضیې بارکزۍ دغه راز ادعا وکړه چې څو تنه د یو شمېر نورو فعالانو کورونو ته ورغلي او هغوی یې وهلې ټکولې دي.

د هغې په وینا دا کسان د طالبانو اړوند دي خو طالبان یې مسؤولیت نه مني.

یوې بلې فعالې چې نه غواړي نوم یې واخستل شي بي بي سي ته ویلي چې ښځینه فعالانې په ډېر "سخت وضعیت" کې دي.

دې ویلي طالبان په دې وروستیو ورځو کې د ښځینه فعالانو د نیولو هڅه کوي او "ښايي هدف یې د مدني اعتراضونو مخنیوي لپاره پر دوی فشار راوړل وي".

دې مېرمنې زیاته کړه چې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي.

خو د طالبانو په چارسمبالي حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې "دا خبره بې اساسه ده او کابل کې هیڅ ښځینه نه دي نیول شوي" او نه " چاته څوک ورغلي دی".

نوموړي دا یوه " دسیسه" وبلله او په وینا یې ځینې ښځې غواړي چې بهر ته د تګ لپاره له دې لارې کار اخلي.

خو راضیې بارکزۍ بي بي سي ته وویل چې کله له طالبانو د فعالانو د وهلو ډبلو په اړه پوښتنه شوې دوی انکار کړی چې دا کسان دوی پورې تړاو نه لري خو د دې په وینا په ځینو مواردو کې طالبانو دا منلې چې ګواکې ځکه نیول شوي چې "د نظام پرضد یې خلک هڅول".

شاوخوا لس ورځې وړاندې هم په کاپیسا کې د طالبانو له خوا شپږ مېرمنې نیول شوې وې خو له څو ساعتونو وروسته یې بېرته خوشې کړې وې.

ځايي اوسېدونکې د دې مېرمنو د نیولو پرضد اعتراض کړی وو. په خبري رپوټونو کې ویل شوي وو چې دا مېرمنې د یوې حقوقي دعوې په تړاو وروسته له هغه ونیول شوې چې طالب وسله وال د دې کورنۍ نارینه وو د نیولو لپاره ورغلي وو خو هغوی کور کې نه وو.

د تېرې اګست میاشتې په نیمايي کې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې په کور کښینول شوې او د نجونو د متوسطې او لېسې دورې ښوونځي تړل شوي دي.

طالب چارواکو په ټېنګار ویلي چې د مناسب چاپیریال رامنځته کولو سره به ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړي.

په کابل کې د ښځینه فعالانو د نیولو رپوټونه داسې مهال ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وویل افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پرضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ توپیري چلن کوي.

دې بنسټ د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا بللې وه.