د اېورېسټ غره په لمنو کې د زرو ايسارو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي
د چين د دولتي رسنيو د راپور له مخې په تېبت کې د اېورېسټ غره په لمنو کې د ۱۰۰۰ تنو ايسارو شويو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.
دوی وايي، دغه ګڼ شمېر کسان د اېورېسټ غره ختيځ لوري ته په خېمو کې بند پاتې دي.
د سیمه يیزو رسنيو په وينا، سلګونه ځايي وګړي او د ژغورنې ډلې د ۴۹۰۰ متره لوړې سيمې چې په واورو پوښل شوې هلته د رسېدو او لارې پاکولو هڅې کوي.
رويټرز خبري اژانس د يکشنبې په ورځ د سيمه ييزو رسنيو په حواله راپور ورکړ چې شاوخوا ۳۵۰ تنه ژوندي پاتې شوي کسان د کودانګ کوچني ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
د جمعې په ورځ پیل شوې واورې په تېبت کې د ايورسټ ختيځې څنډې چې ډېر غرختونکي ورځي پوښلې دي.
د جن ګشوانګ په نامه د غر ختونکې ډلې يوه غړي چې اوس کودانګ ته رسېدلی رويټرز خبري اژانس ته ويلي، "هوا ډېره مرطوبه او سړه وه، کنګل کېدل یو ستر ګواښ و... سږنی کال هوا عادي نه ده. لارښود راته وويل چې هېڅکله یې په اکټوبر مياشت کې داسې هوا نه وه ليدلې. دا هر څه ډېر ناڅاپي پېښ شول".
د چين دولتي رسنيو د تېبت ژغورنې ډلې "شين اسمان" له قوله ويلي، له دوی د مرستې غوښتنه شوې، چې خېمې نړېدلې او غرختونکي د سختې واورې له امله د يخ وهلو سره مخامخ دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د تينګري کاونټي ګرځندوی شرکت د تېرې شنبې راهيسې د اېورېسټ ښکليو سيمو ته د ټکټنو پلور او ورتګ ځنډولی دی.
سيمه اوس مهال له سختې سړې هوا سره مخامخ ده. بل پلو په ګاونډي نيپال کې هم سخت بارانونه شوي چې د ځمکې ښوېدو او سېلابونو له کبله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه د ۴۷ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په چين کې د ماتمو توپان هم پيل شوی چې اټکل کېږي ۱۵۰ زره خلک یې کډې کولو ته اړ کړي دي.
د اېورېسټ غره څوکه په نړۍ کې تر ټولو لوړه څوکه بلل کېږي چې هر کال ګڼ شمېر خلک د ورتګ هڅه کوي خو هلته ورختل خورا خطرناک ګڼل کېږي.
په وروستیو کلونو کې دې غره او لوړو څوکو ته د ختلو په اړه اندېښنې څرګندې شوې چې چاپېريال ته د ګواښ تر څنګ د مرګ لامل کېږي.












