معجزه' ګاز د ایورېسټ غره ختلو لپاره د ریکارډ وخت ممکن کوي

د عکس سرچینه، Sandro Gromen
- Author, نوین سینګ خډکا
- دنده, د چاپیریال خبریال، د بي بي سي نړیوال سروېس
څلور د بریتانیا ځانګړو ځواکونو پخواني سرتېري پرته له دې چې د غره له اقلیم سره عادت شي، د ماونټ ایورېسټ څوکې ته له پنځو کمو ورځو کې ورسېدل. دا هر څه د یوه چټک مزل ماموریت برخه وه چې له بحثپاروونکو مرستو، لکه زینون ګاز، سره ترسره شو.
دغه ډله چې شپږو شرپا لارښودانو مرسته ورسره کوله، د چهارشنبې په سهار د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ څوکې ته وختله.
زینون ګاز د دې لپاره وکارول شو چې دوی د لوړ ارتفاع د کم اکسیجن له شرایطو سره له مخکې عادت شي. غره ختونکي معمولا د ایوریسټ غره ته د ختلو دمخه له شپږو تر اتو اونیو پورې وخت هلته تېروي.
تنظیموونکو ویلي، د زینون کارونې دا چټکه ختنه ممکنه کړې ده.
خو د زینون علمي اغېزې لا هم د بحث وړ دي او د غرنیزو لوبو ډېرو کارپوهانو د دې ګاز پر کارولو نیوکې کړې دي.
که څه هم دا سفر په هیمالیا کې له عادت کېدو پرته د ایورېسټ تر ټولو چټک ختل ګڼل کېږي، خو دا لا هم د ایورېسټ تر ټولو چټک غره ختل نه دي. دا ریکارډ لا هم د لخپا ګیلو شرپا په نوم کس سره دی، چې په ۲۰۰۳ کال کې له بیسکیمپ نه تر څوکې پورې ۱۰ ساعته او ۵۶ دقیقې وخت ونیو، خو هغه دا صعود د غره له شرایطو سره له عادتېدو وروسته کړی و.
د دې سفر تنظیموونکي لوکاس فورتنباخ بي بي سي ته ویلي: "هغوی د مې میاشتې پر ۱۶مه ماسپښین وخوځېدل او د مې پر ۲۱مه سهار څوکې ته ورسېدل، چې شاوخوا څلور ورځې او ۱۸ ساعته وخت یې نیولی دی."
دغه څلور پخواني سرتېري، چې پکې د بریتانیا د پخوانيو سرتېرو وزیر الاسټر کارنس هم شامل دی، له سفر وړاندې په بریتانیا کې شپږ اونۍ په ځانګړو خېمو کې ویده کېدل، چې د لوړ ارتفاع د کم اکسیجن له شرایطو سره عادت شي.
فورتنباخ وویل، وروسته دوی له کټمنډو د ایورېسټ بېسکیمپ ته والوتل او هلته یې سمدلاسه ختنه پیل کړه.
غره ته ختونکی خلک معمولاً څو اونۍ د بېسکیمپ او نورو لوړ کمپونو تر منځ پورته او ښکته تګ کوي، مخکې له دې چې وروستي راکوزېدل پیل کړي.

د عکس سرچینه، Lukas Furtenbach
دا کار دوی ته د لوړ ارتفاع د کم اکسیجن شرایطو سره د عادتېدو لپاره اړین وي. له ۸۰۰۰ مترو پورته سیمه د "مرګ زون" په نوم یادېږي، ځکه هلته اکسیجن یوازې د سمندر له سطحې درېیمه برخه وي.
خو دې څلورو بریتانوي کسانو دا پړاوونه هېڅ نه دي ترسره کړي.
ښاغلي فورتنباخ وویل: "ټیم له نیپال ته تر راتګ مخکې د درېیو میاشتو لپاره د ارتفاعي شرایطو تقلیدي تمرین کړی و."
دغه تقلیدي ارتفاع د هغه څه له لارې رامنځته شوې وه چې ورته "هایپوکسیک خېمې" ویل کېږي او په دې خیمو کې د اکسیجن کچه د یو جنراتور په مرسته راکمېږي، چې د لوړو غرونو د ارتفاع شرایطو ته ورته شي.
ښاغلي فورتنباخ زیاته کړه چې بیا ختونکو کسانو له سفر نه دوه اونۍ مخکې په جرمني کې په یوه کلینیک کې د زینون ګاز تنفس کړ. زینون داسې یو ګاز دی چې اصل کې د طبي بېهوشۍ لپاره کارېده.
هغه وویل: "دا ګاز له لوړ ارتفاع سره د تړلو ناروغیو په تړاو بدن ساتي."
ځینې څېړونکي وایي چې زینون د "اریټروپویټین" په نوم د یوه ډول پروټین تولید زیاتوي، چې د هایپوکسیا (هغه حالت چې بدن ته کافي اکسیجن نه رسي) پر ضد مبارزه کوي.
دوی وايي دا کار د وینې د هغو سرو حجرو د شمېر په زیاتولو ترسره کېږي چې "هېموګلوبین" لري او هېموګلوبین اکسیجن د بدن ګوټ ګوټ ته رسوي. خو دا موضوع لا هم د بحث وړ ده او ډېر کسان وایي چې لا زیاتې څېړنې ورته اړینې دي.

د عکس سرچینه، Lukas Furtenbach
ځینې کسان په غرنیو لوبو کې د زینون ګاز له کارولو سره مخالفت لري.
د نړیوالې غرختنې او کوهنوردۍ فدراسیون (UIAA) په یوه اعلامیه کې چې د جنورۍ په میاشت کې خپره شوې، ویلي دي:
"د اوسني علمي ادبیاتو له مخې، هېڅ داسې شواهد نشته چې ښيي د زینون تنفس کول د غرختنې وړتیاوې ښې کوي او د دې ګاز ناسم استعمال خطرناک کېدی هم شي."
دغه فدراسیون زیاتوي: "له لوړ ارتفاع سره عادتېدل یو پېچلی بهیر دی چې د انسان پر بېلو غړو لکه مغز، سږو، زړه، پښتورګو او وینې بېلابېلې اغېزې کوي او دا بهیر لا تر اوسه پوره نه دی درک شوی. له فیزیولوژیکي پلوه، یو یوازېنی درمل یا مداخله نشي کولای د عادتکېدو یا فزیکي وړتیا د ښهوالي اساسي حل وي."
ادریان بالینګر، چې د ایورېسټ په شمال (د چین له خوا) د یوې بلې غرنۍ ډلې مشري کوي، خپلو مشتریانو ته هم د مخکېني عادتکېدو روزنه ورکوي لکه د هایپوکسیک خېمو کارول، چې په غره کې د پاتې کېدو موده راکمه کړي. خو دی د زینون ګاز له کارولو سره مخالف دی.
هغه بي بي سي ته ویلي: "که تاسو زینون د یو وړتیا لوړونکي په توګه ترویجوئ، خو تاسو دا هم نه غواړئ چې په غرونو کې د انصاف او صداقت لپاره دا څه معنا لري، دا یوه ستونزه ده".
نوموړي زیاته کړه: "خلک په لنډو لارو پسې ګرځي، پر ځای د دې چې واقعي تمرین او عادتکېدو ته وخت ورکړي."

د عکس سرچینه، Lukas Furtenbach
فورتنباخ استدلال کوي چې دا طریقه ځینې ګټې لري.
ښاغلي فورتنباخ وویل: "لنډه اکسپیدېشن (سپړنیز سفر) د کاربون کم اخراج لري او چاپېریالي اغېزې یې هم لږ وي."
هغه زیاته کړه: "او دا د ختونکو لپاره هم خوندي ده، ځکه دوی کولی شي غره ته د ښه صحت په حالت کې وخېږي او د لوړ ارتفاع خطرونو او غرنیو آفتونو ته د هغو کسانو پرتله لږ وخت ښکاره کېږي چې په غره کې د عادتکېدو لپاره اوږده موده پاتې کېږي."
اوس چې د بریتانیايي ټیم دا تاریخي ختل ترسره شول، د اکسپیدېشن چلوونکي اندېښنه لري چې ښايي نور ختونکي هم دا طریقه وکاروي.
د نیپال د کشفي سفرونو چلوونکو د اتحادیې مشر دامبر پراجولي وویل: "که دا کار رواج شي، نو یقیناً د سیاحت پر صنعت به مستقیم او منفي اغېز ولري، ځکه د ختونکو د پاتې کېدو موده به ډېر کمه شي."
هغه زیاته کړه: "پر غرونو عادتکېدل د غرختنې یو اساسي اصل دی. که دا پلي نشي، نو چارواکي باید هغوی ته د ختلو سندونه ور نه کړي."
د نیپال د سیاحت ریاست چارواکو ویلي دوی نه وو خبر چې بریتانوي ټیم پرته پر غر له عادتېدو پرته ایورېسټ ته ختلي دي.
د نیپال د سیاحت ریاست لوی رئیس نرایَن رېګمي بي بي سي ته وویل: "اوس چې موږ پرې خبر شوو، نو دا موضوع به وڅېړو او د راتلونکې لپاره به پرېکړه وکړو."











