د افغانستان یو وتلی غر ختونکی "کې ټو" غره کې مړ شوی دی

د عکس سرچینه، SAKHI TWITTER
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان یو وتلی غره ختونکی علي اکبر سخي په پاکستان کې د غره ختو پر مهال مړ شوی دی.
د ښاغلي سخي کورنۍ او هغې کمپنۍ چې نوموړي ته یې د غره ختو سهولیتونه برابرول، بي بي سي پښتو پاڼې د هغه د مړيني پخلی کړی دی.
د قراقورم په نامه هغه کمپنۍ چې ښاغلي سخي ورسره په پاکستان کې د "کې ټو" په نامه غره ته پورته کېده، بي بي سي پښتو ته وویل، چې نوموړی له دویم کمپ نه درېیم هغه ته د ختو پرمهال ناڅاپي ناروغه شو چې وروسته يې ساه ورکړه.
د دغې کمپنۍ ویانده سميعه میرزا وايي "اکبر له دویم کمپ نه درېیم ته روان و، په لاره کې یې خپل لارښود ته ویلي چې ښه نه دی، غواړي بېرته دویم کمپ ته ښکته شي. د هغه د انرژۍ کچه ډېره کمه وه، سر یې خوږېده او ټوخېده."
نوموړې وايي، ښاغلی سخي دویم کمپ ته له ښکته کېدو مخکې ساه ورکړه او مړی یې هملته پاتې دی.
د ښاغلي سخي ورور راشد اکبر بي بي سي پښتو ته وویل، پرون (پنجشنبه) یې د ورور له پېښې خبر شوی دی. ښاغلی اکبر وايي، ټول هڅه یې اوس دا ده چې د ورور مړی یې له غره راښکته کړل شي.
نوموړی چې په پاکستان کې دی، وايي اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته هم ورغلی و او له هغوی یې د علي اکبر سخي د مړي په راښکته کولو کې د مرستې غوښتنه کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
قراقورم په نامه کمپنۍ وايي، د هغه مړی د "کې ټو" د غره په نژدې ۷۰۰۰ متره لوړه برخه کې پاتې دی چې په ټکو یې "د راښکته کېدو شونتیا یې نشته."
ښاغلي سخي د جون پر شپاړلسمه پر خپله ټوېټر پاڼه د یوې لنډې وېډیو له خپرولو سره لیکلي و چې " بلاخره د کې ټو غره د ختلو لپاره په سفر ځي."
"کي ټو" غر چې د نړۍ دویم تر ټولو لوړ هغه بلل کېږي، د پاکستان د ګلګیت بلتستان سیمه کې پروت دی.
د افغانستان د غره ختونکو ځینو غړو بي بي سي ته ویلي، علي اکبر سخي له ډېرې مودې راهیسې "کي ټو" غره ته د ختو لپاره پر چمتوالي بوخت و.
له سخي درې اولادونه او یوه مېرمن پاتې دي.
"کې ټو" غره ته د ختلو پر مهال تېره څه باندې یوه لسیزه کې ۱۱ نړیوال لوبغاړي مړه شوي دي. ځیني غره ختونکي د اکسجن د کموالي او ځینې نور بیا واورې ښوېیدو یا اېمال مړه کړي دي.
د نړۍ دغې دویمې لوړې څوکې ته تر اوسه څه باندې ۳۵۰ نړیوال غره ختونکي ختلي دي.










