ایورېسټ غره ته ختلې تر ټولو چټکې ښځې ریکارډ جوړ کړ

lama

پانجا جنګمو لاما وايي"خلک رانه پوښتني، چې تا د نړیوال ریکارډ ثبتولو لپاره منډې وهلې که نه؟ ما ورته وویل، تاسې د نړۍ د پاسه منډې نه شئ وهلی."

۱۴ ساعته او ۳۱ دقیقې وخت یې ونیو چې لاما له اصلي‌ کمپه ایورېسټ غره ته وخېژي.

هغه وايي: "په لوړه څوکه کې مې د خوشالۍ احساس کاوه، خو خوشاله نه وم."

د غره لوړې څوکې ته له ختلو یوه اونۍ وروسته یې پر مخ تورې رټې راښکاره شوې، چې دا د سختې یخنۍ نښه ده.

دا ۳۲ کلنه ښځه تازه بي بي سي ته راغلې وه او د بي بي سي نړیوال سروېس نیپال څانګې ته یې د دې لویې لاسته راوړنې کیسه کړې.

لاما دوه کلنه وه چې مور یې مړه شوه او نیکه یې لویه کړه. رسمي زدکړې یې نه دي‌ کړي. د خپل ماشومتوب اته کاله یې د نیپال په ګورخا سیمه کې خپلې ځنګلي غواګانې ساتلې.

لاما

په ماشومتوب کې یې هېڅ کوم لوی ارمان نه درلود. په ۱۳ کلنۍ کې یې پرېکړه وکړه چې کتماندو ته راشي، د خپلې خور په پل قدم کېږدې او راهبه شي.

خو خور سره یې د څو ورځو له پاتېدو کېدو وروسته پوه شوه، چې دا کار او ژوند د هغې لپاره نه دی جوړ.

"ما مخکې په غرونو کې منډې وهلې، خو خانقا خپل حدود لرل."

هغې د خپل ورو په مالي ملاتړ نیپالي او انګلیسي ژبه زدکړه.

women

امریکا کې د څو کاله اوسېدو وروسته نوموړې نیپال ته راستنه شوه.هغه وايي، ځینې همکارانو یې چې مخکې ایورېسټ غره ته ختلې وې له ما وپوښتل: "ولې ته هم دا کار نه کوې؟"

هغه پوهېده چې په راتلونکې کې به غره ختونکو ښځینه لارښودو ته اړتیا ډېره شي، همدې خبرې دې ته اړه کړه چې د غره ختنې پرېکړه وکړي.

په ۲۰۱۵ کال کې ایورېسټ غره ته د لاما د ختلو لومړۍ هڅه د ویجاړوونکې زلزلې له امله چې نیپال کې یې ۹۰۰۰ کسان ووژل وځنډول شوه.

هغه وايي: "کله چې زلزله وشوه زه په اصلي کمپ کې وم."

لاما

هغه ۲۰۱۶ کال کې په الاسکا کې د شمالي امریکا تر ټولو لوړې څوکې ډینالي او په نیپال کې چو اویو ته وخته. نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې ایورېسټ غره ته ورسېده.

"زما لارښود استرالیايی و. هغه ته مې وویل نیغه له دویم کمپه ایورېسټ ته خېژم، زما هدف ۲۲ ساعته و. خو لارښود مې پېښه وکړه. زموږ د ختلو ارزښتناک وخت ژغورنې ونیو. د غره څوکې ته ختلو ۳۹ ساعته او شپږ دقیقې وخت ونیو."

په ۲۰۲۱ کال کې له هانګ کانګه د سانګ ین هانګ په ۲۵ ساعتونو او ۵۰ دقیقو کې ایورېسټ غره ته په ختلو کې ریکارډ مات کړ.

ما پرېکړه وکړه چې دا ریکارډ باید بېرته خپل کړم. د شرپا (هغه خلک چې نیپال کې غره ختونکو سره مرسته کوي) مې د مرستې غوښتنه وکړه، هغه ۱۷ ځله ایورېسټ لوړې څوکې ته د ختلو تجربه لرله.

شرپا وايي: "هغه د یوې پیاوړې ډلې په لټه کې وه. موږ ورته ښه روزنه، اکسیجن، خیمې او بوټان ورکړل."

هغې سره د لارښوونې لپاره دوه نور کسان وو چې یو یې ۲۱ ځله او بل یې ۶ ځله لوړې څوکې ته ختلي و.

لاما

نوی ریکارډ

لاما

شرپا فکر کاوه چی لاما به ږدې ۲۰ ساعتونو کې لوړې څوکې ته رسېږي.

هغه وايي: "زما له وړاندوېینې هم په کم وخت کې هغه لوړې څوکې ته ورسېده."

لاما وايي: "کله چې د ۶۰۰۰ مترۍ واټن پورې لوړ وختلو، سا اخیستل او ډوډۍ خوړل د معمول خلاف ګران وو."

لوړه ارتفاع کې اکسیجن هم کمېږي او دا د دې لامل کېږي چې منډه سخته شي.

لاما

"څلورم کمپ ته پر لار وم چې اندېښمنه غوندې شوم، ګڼه ګوڼه ډېره وه، هغه وخت کې ډارېدم او اندېښمنه وم، ځکه چې ماته هره دقیقه خورا مهمه وه. زه یو ساعت هلته بنده پاتې شوم. که نه نور ټول سفر ډېر ښکلی و."

نوموړی د مې پر ۲۳مه د ایورېسټ غره لوړې څوکې ته وختله.

دا وايي: "ډېر خلک فکر کوي چې دا کار نه شي کولی. زه غواړم وښیم چې ټول یې کولی شي. زه ځکه دا کار کوم چې هغوی ته ووایم هېڅ څه ناشوني نه دي."