کابل کې چاودنې لږ تر لږه درې ولسي وګړي وژلي

کابل ښار

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږ تر لږه درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، چاودنه د سې شنبې په ورځ مازدیګر مهال شاوخوا درې بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند الوخېلو سیمه کې د لارې پر سر پر یوه مارسډیز ډوله موټر شوې ده.

نوموړی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.

په کابل کې ایمرجنسي روغتون هم ویلي چې د یادې پې‍ښې له ځایه دوی ته څلور ټپیان ور وړل شوي چې د یوه یې روغتیايي وضعیت ناوړه ښودل دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دغه روغتون وايي، چاودنه په یوه میني بس کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.

د دې برید مسولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې اخیستی دی.

داعش ویلي د برید موخه یې د پلچرخي زندان کارکونکي وو ، دې ډلې لږ تر لږه د لسو کانو د وژلو ادعا کړې.

درې ورځې وړاندې هم د کابل په لوېدیځ کې په یوه میني بس کې چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې وژل شوي وو.

په یاده چاودنه کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي وو.‌

د یادې چاودنې مسؤلیت (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې منلی و.