کابل کې چاودنه
کابل کې چاودنه
په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د ښار په لوېدیځه سیمه دشت برچي کې پر یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې.
طالب چارواکي وايي، لومړني مالومات ښيي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. چاودنه په ځايي وخت ماښام شپږ بجې رامنځ ته شوې ده.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:
"د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سپرلۍ په یوه کاسټر موټر کې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې له بده مرغه په یاد موټر کې ناست ۲ تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي."



