'که مرسته وشي، چمتو یم یو مسلکي ټیم وروزم، خاورو ته د سپارلو وروستی فرصت'
'که مرسته وشي، چمتو یم یو مسلکي ټیم وروزم، خاورو ته د سپارلو وروستی فرصت'
د زړه خواله په پاډکاست کې د غلامالله ساپی کیسه اورئ، هغه کس چې د کونړ له خطرناکو څپو د مړو رایستلو سخته او درنه دنده تر سره کوي. ساپی وایي، هر ځل چې یې یو مړی رایستلی، یوې کورنۍ ته یې دا وروستۍ هیله ورکړې چې خپل عزیز په درناوي خاورو ته وسپاري. هغه زیاتوي که ملاتړ ورسره وشي، چمتو دی چې یو مسلکي ټیم وروزي، دا کار نور هم په خوندي، تخصصي او دوامداره ډول و کړي.
یادونه کوو چې د سېند له اوبو د مړو رایستلو کار ډېر حساس، خطرناک او مسلکي دی او هېڅوک باید بې له تجربې دا کار پر خپل سر ونه کړي.
همداراز، دا خپرونه ممکن د ځینو لیدونکو لپاره درنه وي، ځکه چې پکې د مړو د رایستلو په اړه خبرې شوي دي.
له نجیبې لېمې سره د غلام الله ساپی بشپړه مرکه د دوشنبې په ورځ مه هېروئ.



