د ارتمیس-۲ ماموریت کې ښځینه متخصصه کرسټینا کوک څوک ده؟

د ویډیو تشریح، د ارتمیس-۲ ماموریت کې ښځینه متخصصه کرسټینا کوک څوک ده؟
د ارتمیس-۲ ماموریت کې ښځینه متخصصه کرسټینا کوک څوک ده؟

د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي.

دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.

اوس چې توغندی خپل ځای ته رسېدلی، وروستۍ ازموینې، تخنیکي پلټنې او یوه عمومي تمریني ازموینه به ترسره شي. نو بیا به د لس ورځني ارتمیس۲ ماموریت ته اجازه ورکړل شي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د سپوږمۍ شاوخوا سفر وکړي.

ناسا وایي، تر ټولو ژر د توغولو نېټه د فبرورۍ ۶ ده خو د همدې میاشتې په وروستیو کې او همداراز د مارچ او اپرېل په میاشتو کې نور بدیل وختونه هم شته.