د امریکا فېلاډلفیا کې د ډزو پېښه؛ ۵ کسان وژل شوي، ۲ ټپیان دي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فېلاډلفیا ښار کې د یوه وسله وال سړي لخوا په ډزو ۵ کسان وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي.

پولیسو ویلي چې د ډزو په دې مرګونې پېښه کې ښکېل مشکوک کس نیول شوی دی.

د هغه په اړه ویل شوي چې ۴۰ کلن دی، د ډزو پر مهال یې مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و، دوه ټوپکونه، د پولیسو مخابره او نور مهمات ورسره وو.

دې پېښه کې وژل شوي کسان د ۱۵ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمر لري او ویل کېږي بریدګر ورسره له پخوا پېژندل.

پولیسو ویلي کله چې دوی د فېلاډلفیا د سویل لوېدیځ کېنګ‌سيینګ سیمه کې د ډوز ځای ته ورسېدل، قربانیان په وینو کې لت پت پراته وو او بریدګر لا هم ډزې کولې.

هغه وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

د فېلاډلفیا والي جېم کېني او نورو چارواکو سې شنبه د دې پېښې په اړه رسنیو ته مالومات ورکړي دي.

د ځايي‌ پولیسو یوه افسر اېرنېسټ رنسوم ویلي چې بریدګر په روانو موټرونو هم ډزې کړې، چې دوه غبرګونې ماشومان پکې ټپي شوي‌ دي.

پولیسو په دې پېښه کې د ښکېل مشکوک سړي نوم لا رسنیو سره نه دی شریک کړی، او وايي په دې اړه هم څېړنې کوي چې ولې یې په دغه کار لاس پورې کړی دی.

د ځايي پولیسو مشر وايي د پېښې ځای کې یو بل کس هم نیول شوی چې ټوپک ورسره و او ظاهرآ یې د بریدګر پر لور ډزې کولې.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه کس له بریدګر سره پېژندل که نه.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر دې یوه ورځ مخکې بالتیمور کې د ډزو پېښه کې ۲ کسان وژل شوي ۲۸ ټپیان شوي وو

دا خونړۍ پېښه په امریکا کې د خپلواکۍ ورځې په درشل کې او تر هغې یوازې یوه ورځ وروسته شوې چې د ماریلنډ په بالتیمور ښار کې په ډزو ۲ کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپيان شول.

پولیسو ویلي وو چې ډزې د بالتیمور بروکلین هومز سیمه کې د 'بروکلین ورځ' په نوم مراسمو کې شوې چې ګڼ خلک پکې راټول شوي وو.

د هغې پېښې ډېر قربانیان تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان ښودل شوي وو.

تر هغې وروسته د ټکزاس په فورت ورت سیمه کې هم د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې مراسمو کې په ډزو کې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي وو.

د امریکا ولسمشر تر دغو پېښو وروسته ویلي و چې د امریکا لروبر باید د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل شي.