تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ښوونځي کې د یوې نجلۍ د ځورونې ویډيو تر مشهورېدو وروسته چین کې احتجاجونه شوي
- Author, لورا بېکر
- دنده, په بيجېنګ کې د بيبيسي خبریاله
د چین د جنوبي ولایت 'سیچوان' په یوه ښوونځي کې له یوې ۱۴ کلنې زدکوونکې سره شوي تاوتریخوالي هلته احتجاجونه را پارولي او هغې ته یې د انصاف ورکولو غوښتنه کړې.
تېره اوونۍ د سیچوان په 'جیانګیو" ښار کې یوه داسې ویډيو لاسپهلاس شوه چې درې کمعمره نجونې پکې دا نجلۍ په څپېړو او سوکانو وهي او ګونډې وهلو ته یې مجبوروي.
پولیسو ویلي چې د دغو تورنو نجونو عمرونه ۱۳، ۱۴ او ۱۵ کاله دي او له ډلې یې دوې تنه د "اصلاحي زدکړو لپاره ځانګړو ښوونځيو" ته لېږل شوې دي.
خو کله چې د دې صحنې ویډيو او خبر پر خواله رسنیو لاسپهلاس شو نو ګڼو خلکو دا سزا "ډېره کمه" وبلله. د خلکو احساسات هله لا وپارېدل چې ادعا وشوه چې دا نجلۍ له څه مودې راهیسې همداسې ځورول کېده او مور یې هم کڼه ده چې په غوږونو څه نه اوري او له چارواکو یې خپلې لور ته د انصاف ورکولو په برخه کې د لا نورو ګامونو اوچتولو غوښتنه کړې.
په اصل کې د دې پېښې څو بېلابېلې ويډيوګانې خپرې شوې دي چې په خپله تاوتریخوالی کوونکو نجونو ثبت کړې دي. په یوه ويډيو کې قرباني نجلۍ لیدل کېږي چې په پرلهپسې ډول په لښته وهل کېږي او دا پکې وايي چې پولیسو ته به زنګ او شکایت وکړي. له همدې سره یوه نجلۍ پر هغې د څپېړو ګوزارونه کوي او ورته وايي چې له هېچا نه ډارېږي. بله ورته وايي چې تر لسو هم ډېر ځلې د پولیسو تاڼې ته ورغلې ده او ادعا کوي چې تر شلو دقیقو په کمه موده کې بېرته را خوشې شوې.
ځينې نیوکه کوونکي اندېښمن دي چې په چین کې د نورو ځورونکو ته د کافي سزا ورکولو لپاره ډېر څه نه کېږي.
دې پېښې پر لیکه یا انلاین بڼه هم د خلکو سخته غوصه راپارولې او په جیانګیو ښار کې یې د سيمهييزو حکومتي ادارو بهر اعتراضونه کړي.
د سیمې ځينې هټۍوال وايي چې پرون (اګست څلورمه) تر ۱۰۰۰ ډېر کسان پر واټونو د احتجاج په ډول راټول شول او تر نیمې شپې یې هماغلته اعتراض وکړ.
یوه یې بيبيسي ته وویل چې "حالات هله کړکېچن" شول چې پولیسو د اعتراض کوونکو د کنټرولولو لپاره له کوتکو او برېښنايي وسیلو کار واخیست.
ګڼې خپرې شوې ویډيوګانې د ده دغه ادعا زبادوي. پولیس پکې ښکاري چې احتجاجیان پر سړکونو راکاږي او په سوټيو یې وهي.
یوه عیني شاهد وویل چې ده په خپله هم پر پولیسو د اوبو د څو بوتلونو ګوزارونه وکړل.
دی وايي، "خلک یوازې او یوازې انصاف غواړی. دوی هغو [تېری کوونکو نجونو ته] کمې سزا ورکولو خواشیني کړي دي."
له ځينو عیني شاهدانو سره چې بيبيسي خبرې وکړې، هغوی نه غوښتل چې نومونه یې یاد شي. ځکه چې د ځینو رپوټونو پر بنسټ یې ویل چې پولیسو ځايي خلکو ته د دې پېښې په اړه د خبرو نه کولو سپارښتنه کړې.
بيبيسي د عامه امنیت سیمهییزې ادارې ته پر دې موضوع د خبرو لپاره زنګ وواهه خو ورته وویل شول چې "د بهرنیو رسنیو لخوا پر پوښتنو کولو محدودیتونه" شته.
په چین کې احتجاجونه د معمول خلاف خبره نه ده خو په ډېرې چټکۍ سره پای ته رسول کېږي او دولتي رسنۍ او انټرنټ هم سانسورېږي.
په جیانګیو کې لاریونونو پولیس دې ته اړ کړل چې بیا بیان خپور کړي او د هغو اوازو په اړه سپيناوی یا وضاحت ورکړي چې ګواکې هغه نجونې د یوه وکیل او د پولیسو د یوه افسر لوڼه وې چې له زدکوونکې نجلۍ سره یې تاوتریخوالی کړی.
پولیسو دا ادعاوې رد کړې او په خپل بیان کې یې وویل، "د دوو نجونو مور او پلار کومه دنده نه لري، د دوو نورو مور او پلاره له ولایته بهر کار کوي، د یوې پلار دوکاندار دی او د یوې بلې پلار موټر چلوي."
پولیسو همدا راز دوو تنو ته پر لیکه یا انلاین بڼه د جعلي معلوماتو د خپرولو په تور سزا اورولې او ویلي یې دي چې د دوی خپرو کړو لیکنو "عامه نظم په جدي ډول ګډوډ کړی او ناوړه ټولنیزې اغېزې یې پرېباسلې دي."
په شانګهای کې مېشت یوه وکیل د 'ویبو' په نوم پر خپله چینایۍ خواله رسنۍ لیکلي چې دې پیښې چینایي چارواکو ته په دغه هېواد کې یوه روانه قانوني ستونزه ور په ګوته او جوته کړې ده.
ده لیکلي، "دا سمه نه ده چې یو چا ته په دې دلیل ډېره نرمه جزا وټاکل شي چې ګواکې مقابل کس یې ډېر نه دی ژوبل کړی یا ټپونه یې عادي دي. باید قانون دې ته وګوري چې هغې پېښې قرباني شوی کس د څه ډول فزیکي او رواني صدمې ګاللو ته اړ کړی دی. کنه نو په دې ډول د قرباني کېدونکو کسانو حق نه ادا کېږي."
بيبيسي د دغه کس هویت کره کړی خو هغه نه غواړي چې په رپوټ کې یې نوم یاد شي.
ځورونه په دې وروستیو کلونو کې په چین کې یوه خورا حساسه موضوع ګرځېدلې او داسې ادعاوې شته چې ځينو زدکوونکو د ځورول کېدو له کبله خپل ژوند بایللی. دې په تېرو وختونو کې هم اعتراضونه را پارولي دي.
د روان کال په جنورۍ کې هم د چین د شمال-لوېديځ په یوه ښار کې د یوه زلموټي مړینې تاوتریخجنې مظاهرې را وپارولې.
د 'شانشي' ولایت په 'پوچینګ' سیمه کې د هغو احتجاجونو پر مهال خلکو پر پولیسو ګوزارونه وکړل. چارواکو ویلي وو چې یو زلموټی د خپل ښوونځي په لیلیه کې د یوې حادثې په ترڅ کې مړ شوی. خو خلکو پر خواله رسنیو په لیکنو کې پر چارواکو تور پورې کړ چې ګواکې پېښه پټوي.
د چین یوې محکمې هغو دوو تنکیو ځوانانو ته د اوږده بند سزا واوروله چې په 'هیبي' ولایت کې یې خپل یو ټولګیوال په بېلچه وهلی او وژلی و. دغو ۱۳ کلونو ماشومانو بیا هغه وژل شوی هلک د سبزۍ یا ترکارۍ په شنه خونه کې ښخ کړی و.
د وژل شوي زلموټي وکیل او کورنۍ ادعا کوله چې هغه خپلو ټولګیوالو ځوراوه خو محکمې ویل چې نه، هغه له دغو دوو هلکانو سره "شخړه کوله."