تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین پر ضد د خبرو بیه
- Author, جیول ګنټر
- دنده, بي بي سي
هغه میرمنې چې تیره میاشت یې په چین کې د نیونې په کمپونو کې د جنسي تیري او جنسي ځورونو په اړه ادعا کړې وه، له هغې مودې راهیسې ځورول شوې دي. د بشري حقونو ډلې وايي، دغه بریدونه د چین لخوا د هغې توندې مبارزې بېلګه ده چې د هغو کسانو د غلي کولو لپاره پیل شوې چې خپل غږ پورته کوي.
قلبینور سیدیک سهارنی چمتو کاوه چې ویډیويي زنګ ورته راغی او د خور د نوم په لیدو سره اندېښمنه شوه. له هغې مودې راهیسې چې دوی دواړو خبرې کړې دي، څو میاشتې تیرې شوې دي. په حقیقت کې، ډيرې میاشتې وشوې چې سیدیک په چین کې له خپلې کورنۍ سره هیڅ خبرې نه دي کړې.
سیدیک په هالېنډ کې د هغه لنډ مهاله استوګنځي په پخلنځي کې وه، چې هغې خپله خونه له یو شمیر نورو کډوالو سره چې ډيری یې افریقایان دي، شریکه کړې وه. دوه اونۍ وړاندې هغې او درې نورو ښځو له بي بي سي سره د چین د شینجیانګ سیمې په یو شمیر کمپونو کې د جنسي تیریو او شکنجو په اړه یو راپور کې خبرې وکړې، هغه کمپونه چې سیدیک پکې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې وه.
اوس د هغې خور ور سره اړیکه نیسي.
هغه ځواب ورکوي، خو کله چې انځور پر سکرین راځي نو ویني چې خور یې نه ده، هغه د شینجیانګ یو پولیس و.
هغه وویل: " څه کوې، قلبینور ؟" بیا یې وخندل. "ته له چا سره یې؟"
دا لومړی ځل نه دی چې د هغې د خور له موبایل یو پولیس ور سره اړیکه نیسي. دا ځل سیدیک سکرین شاټ واخیست. سیدیک وايي، کله چې یې د دغه سکرین شاټ د اخیستلو غږ واورېد، نو پولیس خپل رسمي جاکټ لرې کړ. په همدې وخت کې هغې بل سکرین شاټ واخیست.
"ته باید ډېر په غور فکر وکړې"
له تیرو څو اونیو راهیسې له بي بي سي سره په خبرو کې، ۲۲ هغه کسان چې له شینجیانګ وتلي دي چې بهر ژوند وکړي د ګواښونو، ځورونو او داسې نورو کړنو په اړه یې خبرې کړې دي. دوی ویلي، دغه کړنې د دې لپاره ور سره کیږي چې په چین کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بهر څه و نه وايي.
د ملګرو ملتونو اټکل ښيي، چین تر یو میلیون ډير اویغور او نور مسلمانان نیولي او د شینجیانګ په کمپونو کې یې اچولي دي. د چین دولت تورن دی چې له دغو نیول شویو کسانو سره سخت ظلمونه کوي چې پکې اجباري کار، شنډول، شکنجه، جنسي تیری او ټول وژنه شامل دي.
چین دغه تورونه ردوي او وايي د دوی دغه کمپونه د ښوونې او روزنې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره جوړ کړي دي.
د هغو کسانو له ډلې چې له شینجیانګ یې تېښته کړې او له رسنیو سره یې خبرې کړې دي، له ډيری دغو کسانو سره اړیکه نیول شوې چې له دوی یوه سیدیک ده، چې هغه سهار ور سره یو پولیس د هغوی له کور اړیکه نیولې وه او یا یې د هغو خپلوانو له لارې ور سره اړیکه نیول کیږي چې د پولیسو مرکز ته وړل شوي دي.
ځیني وخت په دغه ډول اړیکو کې دوی ته لارښوونه او یا ګواښونه کیږي چې په شینجاینګ کې د خپلو خپلوانو سوکالۍ ته پام وکړي او ځیني وخت ورته ان مستقیم ګواښ کیږي چې خپلوان به یې ونیول شي او جزا به ورکړل شي.
ځیني نور بیا په رسنیزو غونډو او یا د دولتي ټلویزونونو په ویډیوګانو کې په عامه توګه بدنام شوي دي. یا هم د دوی پر موبایلونو د هک کولو هڅه شوې او یا هم ورته په زیات شمیر پیغامونه استول شوي دي.
(تیره اونۍ، فسبوک وویل، دوی موندلې چې بېجینګ په بهر کې د میشت اویغور فعالانو د هک کولو لپاره پراخه مبارزه پیل شوې ده.)
ځینو دغو کسانو چې له امریکا، بریتانیا، استرالیا، ناروې، هالېنډ، فنلنډ، جرمني او ترکیې یې له بي بي سي سره خبرې کړې، د واټسپ، وي چټ او فیسبوک د ګواښوونکو پیغامونو سکرین شاټونه یې هم رالیږلي دي؛ ځینو نورو بیا په جزیاتو سره د هغه څه په اړه خبرې کړې چې دوی ته د موبایل یا ویډیویي اړیکو له لارې ویل شوي دي.
هر یو د هغوی د کورنۍ د غړو په اړه خبرې کړې چې په یو ډول نیول شوي او یا په شینجیانګ کې سیمه ییزو پولیسو او دولتي امنیتي ځواکونو ځورلي دي.
کله چې قلبینور ته هغه سهار د هغې د خور له موبایل د پولیس زنګ راغی، هغې خپل سر په لاسونو کې پټ کړ او په ژړا یې پیل وکړ.
"هغه وویل، باید په یاد ولرې چې ستا ټوله کورنۍ او خپلوان له موږ سره دي. ته باید د دغه حقیقت په اړه په ډير غور فکر وکړې. "
"هغه څو ځله په دې ټینګار وکړ او بیا یې وویل، ته اوس د یو څه وخت لپاره له هېواد بهر ژوند کوې، ته حتما ډير ملګري لرې، کېدای شي چې د هغوی نومونه موږ ته راکړې؟"
کله چې هغې رد کړه، پولیس د سیدیک خور پر لیکه کړه، هغه وايي، خور یې پرې چیغه وکړه، چې نور غلې شه!، ته له نن وروسته نور باید غلې شې!، او ورپسې یې ښکنځلې هم وکړې.
سیدیک وايي، "هغه مهال مې خپل احساسات نشو کنټرول کولی. له سترګو مې اوښکې ولاړې. "
وړاندې له دې چې پولیس اړیکه پرې کړي، سیدیک وویل، هغه ورته دا خبره څو ځله وکړه چې د چین سفارت ته ورشي تر څو یې چین ته د بېرته خوندي راتګ لپاره چمتو والی ونیسي. هغه زیاته کړه چې "دغه هېواد ستا لپاره خپله غیږ پرانیستې ده. "
دا هغه لارښوونې دي چې معمولأ په هره نیول شوې اړیکه کې وړاندې کیږي.
"له ښځو کرکه د اړیکو د یوې بڼې په توګه"
د دغه ډول ډار په اړه راپورونه نوي نه دي، خو اویغور فعالان وايي چین په دې اړه سخت غبرګون ښيي چې له هېواد بهر په شینجیانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ادعا وشي. د چین دولت په وروستیو اونیو کې په عامه توګه سخت غبرګونونه پیل کړي، د ښځو پر ضد کرکه هڅوي په تېره بیا د هغو ښځو پرضد چې د جنسي تیریو په اړه یې ادعا کړې ده.
په وروستیو خبري غونډو کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین او د شینجیانګ یو چارواکي شو ګویشیانګ د هغو ښځو انځورونه رسنیو ته وښودل چې په یادو کمپونو کې یې د جنسي بریدونو په اړه لومړني لاس مالومات ورکړي وو، دوی "دروغجنې" وبلل شوې؛ له دوی یوه یې په "اخلاقي فساد" بله یې "په بې شخصیتۍ" او بله یوه یې په "فحشا" تورنه شوه.
د چین د دولتي رسنۍ لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې چې ظاهرأ ښکاري د یوې میرمنې د پخواني میړه لخوا جوړه شوې، دا میرمن په سختو ټکو تورنه او "سپک شخصیتې" وبلل شوه، بله ښځه هم د یو چیني چارواکي لخوا "بد اخلاقه" او "ماشوم ځوروونکې" وبلل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ ځیني خصوصي طبي ثبت شوي مالومات ښکاره کړل او ادعا یې وکړه چې دوی د یوې ښځې کړې کیسه ردوي چې هغې د زیږون د کنټرول د هغې الې په اړه کړې وه چې په زور پکې اېښودل شوې وه. چارواکو همداراز ادعا وکړه چې جنسي لیږدیدونکې ناروغۍ د دې لامل شوې چې د کمپ په پخوانیو نیول شویو ښځو کې د مینداورۍ ستونزې رامنځ ته کړي، نه فزیکي تاوتریخوالی او ځورونه او دوی همداراز یو شمیر تبلیغاتي مواد خپاره کړل چې پکې دغه ښځې "ښځینه موډلې" بلل شوې وې.
تورسنای ضیاوودون چې د کمپ له پخوانیو نیول شویو ښځو ده او اوس په امریکا متحده ایالتونو کې ژوند کوي، هم په هغو ښځو کې وه چې یوه خبري غونډه کې پرې تور پورې شو. کله چې هغې دغه غونډه لیدله، راحته شوله چې وانګ یې کورنۍ یاده نه کړه، خو ویې ویل چې په اړه یې د نورو تورونو او خبرو په اړه سخته خواشینې شوه.
ضیاوودون په ۲۰۱۸ کال کې په شینجیانګ کې هغه مهال چې نیول شوې وه، پرې د شوي جنسي تیري او شکنجې په اړه یې خبرې کړې وې.
هغې د خبري غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل. "له ټولو بدیو وروسته، چې دوی پر ما را وتپلې، څرنګه کېدای شي دوی دومره ظالمان او بې شرمه شي چې په عام محضر کې زما پر شخصیت برید وکړي؟"
په جورج ټاون پوهنتون کې د چین د تاریخ یو ښوونکی جیمز میلوارډ وايي، پر ضیاوودون او نورو دغه ډول بریدونو وښودله چې چین "د عامه اړیکو د یوې بڼې په توګه له ښځو د کرکې لاره نیولې ده. "
هغه وايي، "موږ وینو چې دغه بیلابیلې ښځې راځي او په دې اړه چې څرنګه دوی ځورول شوې دي، ډيرې باوري کیسې کوي. او پر وړاندې یې غبرګون په دې اړه چې څرنګه جنسي تیري او جنسي زیان تشخیص او درملنه یې کیږي، په بشپړ ډول کوڼ والی او ناسم پوهاوی ښيي. تر څنګ یې ویرول هم د چین د دولت لپاره زیان رسوونکي دي. "
په لندن کې د چین سفارت هم بي بي سي ته وویل چې چین پر خپلو څرګندونو ولاړ دی او د جنسي تیریو او جنسي ځورونو په اړه د دغو ښځو څرګندونې دروغ دي او زیاته یې کړه دا معقوله وه چې د شواهدو په توګه د دوی خصوصي ثبت شوي مالومات خپاره کړي.
هغه دوه نورې ښځې هم چې له بي بي سي سره یې خبرې کړې وې، د هغې جوړې شوې ویډیو هدف وګرځېدې چې د چین دولتي رسنۍ لخوا خپره شوه، چې پکې د هغوی کورنیو او ملګرو دوی ته سپکې سپورې ویلې وې او دوی یې د پیسو په غلا او دروغ ویلو تورنې کړې وې.
د هغه راپور له مخې چې تیره میاشت د امریکا لخوا د اویغورو د بشري حقونو پروژې خپور کړ، چین لږ تر لږه ۲۲ ویډیوګانې جوړې کړې چې پکې ښکاره کېدونکي کسان په زور اړ شوي چې بیلابیلې څرګندونې وکړي، تر ډيره د خپلو کورنیو غړو ته سپکې سپورې ووايي، یایې غله او یا یې دروغجن معرفي کړي.
په بریتانیا کې میشت اویغور، عزیز عیسا ایلکون وايي، کلونه کیږي چې له زړې مور او خور سره یې له هغه وروسته هیڅ خبرې نه دي کړې چې هغوی یې په دولتي رسنۍ کې ولیدل چې پر نوموړي یې د دروغو تور لګاوه او هغه کورنۍ ته د شرم لامل ګڼي. د ایلکون جرم دا دی چې په شینجیانګ کې یې د اویغور د هدیرو چې د هغه د پلار مقبره هم پکې وه، ویجاړولو ته د خلکو پام را اړولی و.
ایلکون وايي، " روښانه ښکاري چې هغوی د کاغذ له مخې لیکلیی متن لولي ، خو زما لپاره دا ډيره دردونکې ده چې خپله زړه مور د چین په تبلیغاتي ویډیو کې ګورم. "
قلبینور سیدیک هم د خپل مېړه د ورته یوې ویډیو په اړه اندېښنه لري چې ښايي کومه ورځ خپره شي. هغه وايي، مېړه یې ورته په تلیفون کې تیر کال ویلي چې د چین چارواکو په شینجیانګ کې د هغه په کور کې ورسره ولیدل او نوموړی یې دې ته اړ کړ چې د هغې په اړه لیکلې کرښې ووايي او هغه دروغجنه معرفي کړي. هغه وايي نوموړي د دې لپاره چې دا کرښې په سم ډول ووايي، ډيره هڅه یې وکړه او د یاد کلیپ د اخیستلو لپاره یې څلور ساعته وخت تیر کړ.
"ښايي موږ همکاري وکړو"
د ځورولو بله معموله بڼه چې دغو کسانو له بي بي سي سره خبرو کې تشریح کړې، هغه فشارونه دي چې له امله یې دوی اړ شي ترڅو له کورنیو سره د اړیکو نیولو، د هغوی د خوندیتوب د ډاډ او یا ویزو او پاسپورټونو ته د لاسرسي په بدل کې د نورو اویغور او هغو سازمانونو په اړه چې د چین پر ضد څرګندونې کوي، جاسوسي وک
یو بل اویغور چې اوس د بریتانیا تابعیت لري او غواړي چې نوم یې و انه اخیستل شي، وايي هغه شینجیانګ ته د تګ په ترڅ کې او له هغه وروسته په مکرر ډول د استخباراتي چارواکو لخوا ځورول شوی دی او ورته ویل شوي چې له خیریه مبارزې سره په یو ځای کېدو سره د رضاکار په توګه د اویغور ډلو او بښنې نړیوال سازمان په اړه جاسوسي وکړي. خو کله چې هغه دغه غوښتنه رد کړه، څو ځله یې د ورور لخوا ورسره اړیکه ټینګه شوه چې ورور یې پکې د دغه کار د تر سره کولو غوښتنه کوله.
جولان شیرمېمت، چې په ترکیه کې یې د زدکړو لپاره شینجیانګ پرېښودلی، بي بي سي ته یې د هغې نیول شوې اړیکې ثبت شوی غږ سپارلی چې څو اونۍ وړاندې په شینجیانګ کې د خپلې کورنۍ د نیول کېدو په اړه په ټولنیزه رسنۍ کې له خپرولو وروسته ور سره نیول شوې وه.
په دغه ټلیفوني اړیکه کې اړیکه نیونکی وايي چې په انقره کې د چین له سفارت ورسره خبرې کوي او شرمېمت ته یې وویل چې "د هر هغه کس په اړه راته ولیکه چې له شینجیانګ دې له تګ وروسته ورسره اړیکه نیولې ده" همداراز د "خپلو فعالیتونو د تشریح لپاره" یو برښنالیک را ولیږه، "چین ښايي ستا د کورنۍ وضعیت په پام کې ونیسي". په ترکیه کې یو بل اویغور هم له دغه سفارت څخه د ورته اړیکې په اړه راپور ورکړی دی.
په امریکا کې میشت ۳۴ کلن فعال مصطفی اکسو چې مور او پلار یې په شینجیانګ کې نیول شوي دي، بي بي سي ته یې هغه لیکلي او غږیږ پیغامونه ښکاره کړل چې د ښوونځي له پخواني ملګري یې تر لاسه کړي وو او اوس د چین یو پولیس افسر دی، چې د اکسو په وینا له نوموړي یې غوښتل تر څو د اویغور فعالانو په اړه ورته مالومات ورکړي.
هغه وايي، "ښايي موږ همکاري وکړای شو. زه ډاډه یم چې ته به حتمأ خپل مور او پلار پسې خپه یې. "
هر څوک دا احساس نشي کولی چې دوی دغه غوښتنې ردولی شي. په ترکیه کې میشته اویغور زدکوونکې چې له پولیسو یې اخیستل شوي سکرین شاټونه هم ښکاره کړل، وايي، "کله چې ما د نه ځواب ورکړ، دوی مې ځوان ورور او خور وهڅول تر څو ماته ووايي چې د دوی غوښتنه ومنم. " هغه وايي "دوی به زما ورور او خور د نیول شویو کسانو کمپ ته ولیږدوي. زه کوم انتخاب لرم؟"
ځینو هڅه کړې چې په تدریجي ډول د اړیکه نیوونکو وسایلو په پرې کولو سره، ځان وژغوري. په ناروې کې میشت اویغور ژبپوه، عبدالولي ایوپ وايي، "که تاسو موبایل بند کړئ، دوی د فیسبوک له لارې در سره اړیکه نیسي؛ که فیسبوک مو له منځه یوسئ، د برېښنالیک له لارې در سره اړیکه نیسي. "
ځینې نور خو سره له دې چې د اړیکې ټینګولو هیڅ تمه ور سره نشته خو بیا هم خپله هڅه کوي. په هالېنډ کې میشته اویغور ښځه وايي، دا اوس هم خپل ځوان زوی او مور او پلار ته انځورونه او ایموجي ګان استوي، څلور کاله وروسته له هغې چې شمیره یې بنده کړې ده. هغه وايي، "ښايي یوه ورځ یې دوی وویني".
بي بي سي په یواځې و نه توانېده د هغو کسانو هویت تثبیت کړي چې غږیږ او لیکلي پیغامونه یې د بیلابیلو ټلیفوني مرکه کوونکو لخوا ورکړل شوي دي. خو اویغور فعالان وايي، دغه هڅې معمولې دي چې د چین دولت ته د جاسوسۍ لپاره په زور سره د ایغور وګړو د اړکولو لپاره کیږي.
په بریتانیا کې میشته وتلې فعاله رحیمه محمود وايي، "په لومړیو کې د یو وړاندیز په توګه مطرح کیږي - تاسو به نور د ویزې ستونزه ونه لرئ او یا موږ کولای شو ستاسو له کورنۍ سره مرسته وکړو - او داسې ورته خبرې. خو وروسته په یو ګواښ بدلیږي. "
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته وویل، "دغه وزارت هغه راپورونه له نږدې څاري چې په بریتانیا کې اویغور وګړي د چیني چارواکو لخوا ځورول کیږي. " او زیاتوي چې " موږ دغه اندېښنې په مستقیم ډول په لندن کې د چین له سفارت سره شریکې کړې دي. "
په لندن کې د چین سفارت بي بي سي ته وویل، په دغه راپور کې ذکر شوې ادعاګانې "په بشپړه توګه ناسمې دي" سفارت زیاته کړې چې "د حیرانتیا وړ ده ، چې بي بي سي په اسانۍ سره پر هغه څه باور کوي چې له چینه بهر د یو څو تنو ختیځ ترکستاني عناصرو لخوا ویل کیږي. " دا هغه اصطلاح ده چې د شینجیانګ سیمې لپاره کارول کېږي.
په شینجیانګ کې د لګول شویو تورونو په اړه دا چې په بهر کې غبرګونونه په ډېرېدو دي، د هغو کسانو شمیر چې په عامه توګه په دې اړه خبرې کوي د هغو نیول شویو کسانو په پرتله خورا کم دی چې اټکل یې شوی دی. د نړیوالې دیني ازادۍ په اړه د امریکايي کمیسیون کمیشنر نوري ترکېل وايي، چین تر دې دمه د ډار او ویرې له لارې د خلکو په غلي کولو کې خورا بریالی دی.
ترکېل وايي، " په میلیونونو کسان په کمپونو کې د اچولو لپاره لادرکه شوي دي او اوس موږ یواځې یو څو اویغور کسان لرو چې د خپلو عزیزانو د نیول کېدو په اړه خبرې کوي. " ترکېل وايي، "ولې؟ ځکه چې دوی ویریږي. "
یو شمیر اویغوریانو چې پر چین یې نیوکې کړې دي، له خپلو عزیزانو سره یې محدودې اړیکې ساتلې دي. په امریکا کې میشت وتلی فعال فیرکت جواد، وروسته له هغه چې د خپلې مور د خوشي کېدو لپاره یې په عامه توګه کمپاین وکړ، اوس له خپلې مور سره په منظم ډول خبرې کوي. هغه تر کورني څار لاندې ده او ټلیفوني اړیکې یې څارل کیږي، خو هغه هلته د اړیکې بلې خوا ته ده.
په دې اړه پوهېدل ستونزمن دي چې ولې ځیني اویغوریان ځورول کیږي او ځیني نه؛ ځینو ته اجازه ورکړل شوې چې له خپلو عزیزانو سره خبرې وکړي او ځینو ته نه. ځیني فکر کوي چې چین د الف / ب ازموینې په واک کې لري - هڅه کوي پوه شي چې کومه یوه لاره اغیزناکه تمامیږي؛ ویره او که مهرباني.
د زرګونو لپاره چې اړیکې یې پرې دي، دا کېدای شي د بې رحمۍ احساس ورکړي.
جواد پوهیږي چې له مړینې وړاندې د خپلې مور د لیدو احتمال ورته ډير کم دی، نو کله چې دوی پر ټلیفون خبرې کوي، دوی له احتیاط کار اخلي. هغه یو ځل خپلې مور ته وویل، چې د چین دولتي رسنۍ یې ویډیو خپره کړه چې پکې هغې ویل پر نوموړي شرمیږي.
هغې وویل، په دې پوهیږي، دوی څو ورځې وړاندې راغلل چې دغه ویډیوه واخلي. هغې په ټوکو وویل، "زه څنګه ښکارېدم؟". وروسته یې د خطر په اخیستلو سره هغه ته وویل، چې مور یې پرې ویاړي. نوموړی وايي، "دا هغه بڼه وه چې لیکل شوې نه وه. "ړي.