د روسیې پوځي نندارتون کې د ایران پرمختللې وسلې او تجهیزات

د عکس سرچینه، UGC
ایران مسکو کې د روسیې پوځ سږني نړیوال پوځي-تخنیکي نندارتون کې خپلې یو شمېر پرمختللې وسلې او پوځي تجهیزات نندارې ته ایښي دي.
په دغو تجهیزاتو کې ډرون الوتکې، برېښنايي جګړه ییز وسایل او د راډیويي څپو د کشف سیستمونه شامل دي.
د رپوټونو له مخې پر ایران سربېره شپږ نورو هېوادونو هم دغه نندارتون ته خپل پوځي تجهیزات استولي دي.
د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو دغه نندارتون کې د ایراني تجهیزاتو غرفه کتلې ده.
د ایران له اړخه د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال عزیز نصیرزاده دغه نندارتون ته ورغلی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، د ایران استازي په دغه نندارتون کې ټینګار کړی چې روسیې سره "پوځي همکاریو" ته چمتو دي.
د تهران او مسکو ترمنځ پوځي اړیکې او همکارۍ په دې وروستیو کلونو کې پام وړ پراخې شوې دي.
ایران تېرو کلونو کې هم په دغه نندارتون کې برخه اخیسته.
له دې سره هممهاله رپوټونه وايي چې د چین دفاع وزیر هم نن مسکو ته تللی او ټاکلې له هغه ځایه بېلاروس ته ولاړ شي.
ایراني وسلې

د عکس سرچینه، TASNIM
ایران د روسیې پوځ نړیوال نندارتون کې خپلې ارش، ابابیل-۵ او کرار ډرون یا بې پیلوټه الوتکې نندارې ته ایښي.
د رپوټونو له مخې د ایران د دفاع وزارت اړونده غرفه کې د هانټر-۲ په نوم سیستمونه هم شته، چې د برېښنايي جګړې سیستم دی او د ایراني چارواکو په وینا د ۲۰۰ کیلومترو په واټن کې د بېپیلوټه الوتکو د کشف او پېژندلو وړتیا لري.
د سپاه پاسدران اړوند فارس خبري اژانس لیکلي چې په دغه نندارتون کې د دوی شاهد-۱۲۹، شاهد-۱۳۳، ارش-۲، مهاجر-۶ او شاهین ډرونونه هم نندارې ته وړاندې شوي.
خو د روسیې د تخنیکي او پوځي تجهیزاتو په دغه نړیوال نندارتو کې د ایران شاهد-۱۳۶ چاودېدونکي ډرونونه نه ترسترګو کېدل، چې اوکرایین وايي روسیه یې د دوی پر ملکي تجهیزاتو بریدونو لپاره کاروي.
د کیېف لویدیځ ملګري او متحدان هم ورته ادعا کوي.
تهران بیا دا ردوي چې مسکو ته دې یې د اوکرایین جګړې لپاره ډرونونه ورکړي وي.
خو ایراني چارواکي دومره ملنې، چې پر روسیې یې د اوکرایین له جګړې وړاندې یو شمېر ډرونونه پلورلي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان وايي، اوکرایین تر اوسه داسې شواهد نه دي شریک کړي، چې د روسیې لخوا دې د اوکرایین جګړه کې ایراني ډورن کارول شوي وي.








